بین الافغاني خبرې او د ولس ورنه غوښتنې

شيرمحمدامیني ستانکزی

0 997

څه باندې دوه مياشتې کيږي، چې د قطر په دوحه ښار کې د دولت او طالبانو استازو لخوا بين الافغاني خبرې پيل شوي، چې د هېواد په دننه کې له تاوده هرکلي سره مخ شوي، افغانانو چې کلونه کلونه دسولې راتلو لپاره شيبې شميرلې او دغه انتظار يې رالنډ شو  او څښتن تعالی دې وکړي، چې دغه ملي پروسه په بریالۍ توګه پرمخ ولاړه شي .

زموږ د هېوادوالو يوازينۍ هيله داده، چې يادې خبرې مثبتې پايلې ولري او د ولس په ګټه سرته ورسيږي .افغان ولس ددغې ناستې په جوړيدو خوښ او په جګړو ښکېلو لورو باندې غږ کوي، چې روانه او زيانمنه جګړه دې په چټکۍ توګه ودروي، څو افغانان له ناخوالو او تاوتريخوالو نه لاس پر سر او په يوې روښانه او پرمختګيزې ټولنې کې ژوند ته دوام ورکړي .

په دوحه کې د دولت او طالبانو استازو ترمنځ لانجمنې خبرې روانې دي، نو څومره، چې ممکن وي، هغومره دې ورته دواړه لوري دحل لارې ولټوي او د ولسونو ګټې چې هغه د جګړې پاى ته رسول دي، په پام کې ونيسي. ځکه ولس تر هر څه دمخه د رښتيني سولې په تمه دي، چې د سولې پرته د هېوادوالو ټولې چارې ټکنۍ شوي او هېڅ افغان دېته زړه نه ښه کوي، چې خپلې چارې په ازادانه توګه سرته ورسوي .

که څه هم افغان ولس د دوحې له ناستې راضي بريښي، خو بل لورته طالبانو په درز جګړه روانه کړې او ځايي ولسونه له جګړو په تنګ راتلو سره خپلې سيمې پريښي او نورو ځايونو ته کډوال شوي دي .

ددغه درديدلي وضعيت په مهار کې دواړه مرکچي پلاوي له هر څه دمخه بايد په هېواد کې د تاوتريخوالي د منځه وړلو او يا هم د اوربند کولو په اجنډا کې د سر موضوع ټاکلې او پرې توافق شوي واى، چې په هېواد کې هم مهاله وضعيت له مخې ولسونو پرته له شخړو د آرامۍ ساه اخيستي واى .

خو بيا هم فرصت له لاسه نه دى تللى، که چېرته دواړه لوري د يو واحد خبرو پايلې ته رسيږي، نو ژر ترژره دې دغه ملي، تاريخي او اسلامي رسالت، چې دسولې ټینګښت دی، په هېواد کې دې پلي کړي، چې نور د وژنو او ويجاړيو لړۍ پاى ومومي .

نو افغان مرکچي دواړه لوري، د ستونزو او شخړو پاى ته رسيدو لپاره د حل لارې وګوري، نه دا چې د افغان ولس په مذهبي او کلتوري توکمونو په حاشيو خبرې اترې وکړي، چې دا يو ډول بهرني استخباراتي پلان شوي توطيې دي او خداى مه کړه، چې زموږ ترمنځ د لانجو او شخړو سبب وګرزي .

د دولت او طالبانو دواړه لوري دې په ملي او مذهبي ګټو ودريږي او لکه څنګه چې زموږ نېکونو تېرې شخړې په جرګو او مرکو حل کړي دي، همداسې نن بيا اړتيا شته، چې اسلامي او هېوادنۍ ګټې په پام کې نېولو سره د غمځپلو او درديدلو افغانانو اوښکې پاکې کړي او د يوې رښتينې او پتمنې سولې په راوستو کې دغه زيرې په هېوادوالو ولوره وي .

دغه آرمان ته د رسېدو لپاره دواړه پلاوي کولى شي، چې دخلکو دخير او ښېګڼې لپاره خداى (ج) او دهغه کتاب او نبوي احاديث په نظر کې ونيسي او په هېواد کې روان ناورين ته د پاى ټکى کېږدي، څو درديدلي او ځوريدلي ولس ته د ژوندانه له اړخه هوسا او پرمختللي فضاء رامنځته شي . د دې ورځې راتلو په هيله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply