بښنې نړیوال سازمان: روانه میاشت افغانستان کې ۱۸۰ ملکيان وژل شوي

0 751

افغانستان کې د جګړې شدت بيخي زيات شوی او خبر ورکوي چې د دغه شدت په ترڅ کې ډېر شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دې سازمان پرون ناوخته د یوې اعلاميې په خپرولو سره د جګړې له کبله روانه اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره خونړۍ بللې او ويلي يې دي چې د يادې مياشتې په جريان کې ۱۸۰ ملکي افغانان په بېلابېلو بريدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان د اعلاميې له مخې هلمند، غور، میدان وردګ او یو شمېر نورو سیمو کې د روانې جګړې په ترڅ کې شاوخوا ۱۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې ۳۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې مشر عمر وړایچ له لوري ټینګار شوی چې نړۍ باید د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي ځکه د نوموړي په خبره هره ورځ دې هېواد کې د بې ګناه ملکي وګړو وینې تویېږي.

نوموړي دغه راز د جګړې پر ښکېلو غاړو هم غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند او د هغوی ټولو بشري حقونو ته جدي پاملرنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې جګړې شدت پيدا کړی او افغان چارواکي تور پورې کوي چې د ياد شدت عمده مسووليت د وسله‌والو طالبانو په غاړه دی.

له دې سره د امريکا په شمول ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او بشر حقونو نړيوالو بنسټونو هم پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې د جګړې شدت کم او پر بين‌الافغاني مذاکراتو تمرکز زيات کړي.

خو له دې ټولو سره سره بيا هم د جګړې شدت په کمولو کې کوم خاص څرک نه دی تر سترګو شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply