پاکستان د ترهګرۍ د تمويل په خړ لېسټ کې پاتې شو

0 727

د پيسو سپينولو د مخنيوي نړيواله اداره يا FATF وايي، داسې نښې نښانې نه دي ليدل شوي چې پاکستان دې په سيمه کې د ترهګرۍ له تمويل لاس اخيستی وي او له همدې کبله يې پرېکړه کړې چې دغه هېواد تر يوې مودې نور هم د ترهګرۍ د تمويل په تور په خړ لېسټ کې پاتې شي.

يادې ادارې په دې اړه خپله اعلاميه کې ويلي، پاکستان د ځان سپيناوي په هدف د FATF ۲۷ شرطونو له ډلې پر ۲۱ هغو عمل کړی، خو زياته کړې يې ده چې د پاتې نور شرطونو عملي کولو لپاره د ۲۰۲۱ کال تر فېبرورۍ مهلت ورکړل شوی دی.

پاکستان په سيمه کې د ترهګرو ډلو د تمويل له امله د ۲۰۱۸ کال له جنون را په دېخوا د پيسو سپينولو د مخنيوي نړيوالې ادارې يا FATF په خړ لېسټ کې شامل شوی دی. و پاکستان د تل په څېر دا ادعاوې رد کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې ځان قرباني هېواد بللی دی.

دې لېسټ ته هغه هېوادونه ور اچول کېږي چې د ناقانونه پیسو د انتقال او د ترهګرۍ د تمویل سرچینو په وچولو کې کمزوري بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply