طالبان د قدرت په لټه کې دي او تر اوسه د سولې روښانه تصویر نه لري

ژباړه: زین الله احمدي - راپور: شېرشاه نوابي

0 603
د قطر په پلازمینه دوحه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې بین الافغاني خبرې اترې دوام لري، خو تر اوسه د سولې خبرو کې پر یوه واحده اجنډا موافقه نه ده شوې.
اوس د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو انستیتوت د (له جنګیالیو تر سوله ساتونکو پورې) تر نامه لاندې د مسلسلو خبرو اترو له لارې هڅه کوي، چې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو رول او راتلونکی باندې بیا کتنه وکړي.
د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو انستیتوت رییس تمیم عاصي وايي، د دغه پروګرام اساسي هدف د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د راتلونکي لپاره د افغانستان او نړۍ د نظرونو یووالی دی، ځکه په وینا یې له یوې خوا دوحه کې خبرې اترې روانې دي او له بلې خوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه د نظرونو اختلاف دی.
د ملګرو ملتونو ملکي استازی استیفانو بونتي ګاروو وايي، د افغانستان د سولې او جګړې په اړه وروستۍ تصمیم د افغانستان په هڅو پورې اړه لري. هغه زیاتوي: (( د افغانانو ترمنځ د افغانستان په رهبري خبرې اترې به په دې معنا نه وي، چې نړۍواله ټولنه د خبرو اترو بهیر ته پاملرنه نه لري. په حقیقت کې نړۍوال کارپوهان ډېره پوهه لري، چې کولی شي له جګړې وروسته افغانستان سره مرسته وکړي. څرنګه چې ناټو د امنیتي ځواکونو په تشکیل کې فعاله ونډه درلوده همدارنګه د دغو ځواکونو په اړه نظر هم لري.))
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی همدا راز زیاتوي، افغانان به هغه وخت خوندي وي چې هغوی خپله د خپل امنیت په تامین کې مسؤلیت ولري.
د هغه په باور: (( د سیمې هېوادونو باید پوه شي چې هغه به وخت به خوندي وي، چې افغانان د خبرو اترو مېز کې موافقې ته ورسېږي. موږ په دې باور لرو، چې زموږ د قاطع ملاتړ ماموریت د سولې له خبرو له ملاتړ کولو او د جګړې میدان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړتیا کې کلیدي دی، کوم چې کولی شي د سولې خبرو اترو مېز ې د دوی مشرانو ته د مهم سیاسي سرمشق د ترسره کولو توان ورکړي.))
ستیفانو ټینګار کوي، هر کله چې طالب جنګیالي له پیاوړیو افغان امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي، په هغه صورت کې به دوی درک کړي، چې د سولې خبرو اترو کې له توافق پرته بله هیڅ انتخاب نه لري.
د ناټو دا سیاستوال باوري دی، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د دوی ژمنو تغییر نه دی کړی او زیاتوي:((څنګه چې د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ ویلي، چې د افغانستان لپاره زموږ ژمنو تغییر نه دی کړی. زموږ د قاطع ملاتړ ماموریت دوام کوی او په دې هېواد کې به زموږ حضور مشروط وي. هر ډول تصمیم د ځواکونو د کمښت په اړه د ټولو متحدینو لخوا نیول کېږي. څرنګه چې ویل شوي دي، چې موږ په افغانستان کې یو تر څو دغه هېواد د تروریستانو په پټنځای بدل نه شي او له ۲۰۰۱ کال راهیسې خپلي لاسته راوړني وساتو.))
له بلې خوا د افغان ـ امریکايي پوهنتون رئيس ډیویډ سدني وايي، چې تر اوسه افغان حکومت او طالبان د سولې لپاره واضح نظر نه لري.
هغه په دې باور دی، چې که طالبان د واک تر لاسه کولو په لټه کې دي او له دې مخې ممکن افغانان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د راتلونکي په اړه متفاوت چلند ولري.
هغه وايي: ((زما په باور په حاضر وخت کې واضح تصویر دا دی، چې طالبان سوله غواړي واک؟ دا تعریف شوې نه ده. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی دښمنانو ته د ځواب ویلو لپاره غیر معمولي وړتیا لري ، مګر ضعیف مدیریت د دوی د ظرفیتونو ښودلو څخه مخنیوی کړی همدارنګه د لوژستیک او مدیریت سکتورونو کې کمزوري مدیریت هم یوه ننګونه ده چې دا ځواکونه کولی شي په سم مدیریت د پام وړ بریا ترلاسه کړي. ))
یادې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې دا مهال د سولې خبرو اترو په مخته تګ سره سم طالبانو په ټول هېواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د تازه مواردو له مخې په تخار کې د دغې ډلې خوا شپنۍ حملې د دې لامل شوې دي، چې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت د امر په شمول لسګونه سرتېرې ووژل شوي دي.
د دې وژونکو پیښو په غبرګون کې افغان حکومت خپل دریځ روښانه کړ چې د جګړې په ډګر کې به د امنیتي ځواکونو غچ اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply