افغان حکومت خلاف د حکمتيار څرګندونو پښتونخوا کې توند غبرګونونه پارولي

0 833

پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هغه څرګندونې نه يوازې په افغانستان بلکې پښتونخوا کې هم د ملت‌پاله ځوانانو او سياسونو له لوري توند غبرګون سره مخ دي چې د افغان حکومت خلاف يې کړې دي.

حکمتيار او پاکستاني چارواکو که څه هم د نوموړي دغه سفر د سولې هڅه بللې، خو ياد فعالان بيا د نوموړي څرګندونو ته په پام باور لري چې د سفر تر شا سياسي موخې مطرح دي. په پښتونخوا کې ملت‌پاله ځوانان له پيل تر دې مهاله پاکستان ته حکمتيار سفر د دغه هېواد په ګټه د سياسي اجنډا له مخې بولي او زياتوي چې دا سفر ښايي د افغان حکومت په مقابل کې د پاکستان او ګلبدين حکمتيار نوې د اړيکو متفاوت پيل وي.

د پښتو ژغورنې مخکښ غړي او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ نيوکه کړې چې حکمتيار د پاکستان پر سټېج د افغان حکومت خلاف څرګندونې کوي او په مقابل کې يې دغه هېواد ورته په لوړه کچه ډيپلوماټيک تشريفات نيسي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي: «دا د شرم خبره ده چې داسې یوه جنګسالار ته د دولت په کچه پروټوکول وړاندې کېږي چې په اسلام اباد کې ناست وي او د افغانستان خلاف جنګ اعلانوي.»

د ملي عوامي ګوند غړي ايمل ولي خان بيا د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار ته پيغوري لهجه کارولې او ويلي يې دي چې تر کورنيو جګړو وروسته نوموړی په کوم مخ له پاکستاني چارواکو سره ګوري؟

«پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار راتګ د سوال وړ دی. ایا پاکستان خو به یو ځل بیا د ۳۰ کاله پخوا په څېر رول نه غواړي افغانستان کې ولوبوي؟ موږ په دې اړه وضاحت غواړو چې حزب اسلامي او جمیعت اسلامي خو به بیا افغانستان د جګړې لوري ته نه وي روان کړی.»

په همدې حال کې د پښتونخوا عوامي ملي ګوند غړي او د پاکستان برحاله سناتور خان‌زمان کاکړ هم پاکستان ته د حکمتيار پر سفر غبرګون ښودلی. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي:

«که د اسلامي حزب جنګسالار مشر ګلبدين حکمتيار په پاکستان کې د جمعيت اسلامي غونډه کې ګډون کولی شي، بيا زه هم راهول ګاندي پاکستان ته د غونډې لپاره را وبولم. کانګرېس يو ډيموګراټ ګوند او کولی شي چې د هند او پاکستان اړيکې ښې کړي.»

د ګلبدين حکمتيار سفر په اړه سيحون نيوز ته را رسيدلي مالومات ښيي چې نوموړي د پاکستان د پوځ او استخباراتو له جګ‌پوړو چارواکو سره هم د بندو دروازو تر شا ليدنې کړي او د افغانستان مسايلو په اړه يې بحثونه کړي دي.

شنونکي باور لري چې دا مهال پاکستان د افغانستان په قضيه کې تکتيکي عمل اختيار کړی چې له مخې يې په جګړه کې له وسله‌والو طالبانو او په سياست کې يو ځل بيا د ګلبدين حکمتيار لوبولو ته مخه کړې.

حکمتیار پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې پر افغان حکومت نیوکې وکړې او ويلي يې دي چې د سولې پر ځای د جګړې غوښتونکی دی او سولې ته جدي اراده نه‌ لري. نوموړی افغان حکومت ته د کابل ادارې حطاب کړی او ويلي یې دي چې په افغانستان کې موجوده نظام نور د ړنګېدو په حال کې دی.

شنونکي مطيع‌الله خروټی د نوموړي دا څرګندونې د ملي ګټو پر ضد بولي او وایي، نوموړی دا څرګندونې د هغه سياسي مبجوريت له مخې کوي چې د پاکستان په مقابل کې يې لري او هڅه کوي چې له دې لارې پاکستان ته ځان صادق وښيي:

«نن سبا د پاکستان له ادرسه زموږ ځینو سیاسي مشرانو د حکومت ضد څرګندونې کړي چې دا دهغوی خپل نظر دی، مګر زما شخصي نظر دا دې چې پاکستان له نن نه ۴۰ کاله پخوا د افغانستان په جګړه کې مداخله کړی او ان د جلال اباد په جګړه د پنجابیانو جسدونه هم پاتې وو نو هدف مې دا دې چې ځېنې سیاسي مشران ولې بیا د پاکستان په اشاره وچلیږي او هغوی سره ناستې وکړي.»

د حکمتيار دې څرګندونو د حکومت غبرګون هم له ځانه سره درلود.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي، حکمتیار په ولس کې خپل نفوس له لاسه ورکړی په خبره یې نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د نظام له مخالفت او پاروونکو مسایلو پرته ولس ته هېڅ نه دي لرلي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي:

«د خدای په فضل زمونږ په هېواد کې بيان ازادي شته او حکومت سياسي ازادۍ ته متعهد دی. زمونږ دې ښاغلي په وروستيو څلورو لسيزو کې له دې ډلو جملو او له واکمنو نظامونو سره په مخالفت، د افغانانو ته هېڅ پيغام نه دی لرلی. خلک د دغه ډول څرګندونو په اړه بې تفاوته دي.»

د ګلبدين حکمتيار په اړه سيحون نيوز ته د يوې سرچينې له لوري رسېدلي مالومات ښيي چې نوموړی له پاکستان سره د اړيکو ترڅنګ دغلته له يو شمېر سياسونو سره ګډ کاروبار هم لري. د دې مالوماتو له مخې حکمتيار او د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل د سياسي ګډې اډيالوژۍ ترڅنګ په پاکستان کې د اوړو شريک ميلونه او کاروبار هم لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ګلبدين حکمتيار نظر هم واخلو، خو د نوموړي له دفتر سره پر متواترو اړيکو سربېره يې هم ځواب را نه کړ.

سيحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply