طالبانو د نړۍ علماء بې لارې یاد کړي

سید عبدالله پاچا

0 592

وسله والو طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې د نړۍ هغه علماء بې لارې یاد کړي چې په افغانستان کې یې جګړه ناروا بللې.

اسلامي هېوادونو او د اسلامي هېوادونو د علماوو ټولنې له امریکا سره تر هوکړې وروسته په افغانستان کې جګړه د شرعیت خلاف یاده کړې او هر ډول وینه تویدنه یې ناروا عمل یاد کړی دی.

په دې تړاو د نړۍ ټول علماء متفق دي چې تاوتریخوالی دې د خبرو له لارې پای ته ورسیږي او په افغانستان کې د افغان انسان وژل د قران په هیڅ ایات او حدیث کې څوک نه شي ثابت کولی.

خو طالبانو د نړۍ د دې علماوو د فتوا په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او د نړۍ هغه علماء یې بې لارې یاد کړي چې په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ جګړه ناروا یادوي.

طالبانو دا کار ځکه وکړ او د نړۍ علماوو ته یې سپک وکتل چې دا ډله جګړې ته د کاروبار په سترګه ګوري او کله چې څوک ترې مشروعیت اخلي، پر هغوی د کفر فتوا هم ورکوي.

د طالبانو د جګړې د دوام پلمه په اعلامیه کې یو شرعي نظام یاد شوی، او اوسنی نظام ورته کفري ښکاري، په داسې حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون په صراحت سره لیکلي چې هیڅ قانون به له اسلام سره ټکر کې نه وي او د اسلام په چوکاټ کې به ټول قوانین جوړیږي.

د طالبانو د اسلامي نظام څخه هدف دا دی چې د اسلام اباد حکمونه یو ځل بیا کابل کې وچلیږي، نور خو ټولو ته مالومه ده چې د افغانستان نظام اسلامي دی او د ټولې نړۍ علماوو ته مالوم دی.

طالبان له امریکا سره تر هوکړې وروسته له سخت وضعیت سره مخ دي چې د جګړې مشروعیت یې په بشپړ ډول له منځه لاړ نه شي.

هسې هم طالبان پوهیږي چې جګړه یې د اسلام له نظره اوس مشروعیت نه لري، خو دا چې جګړه د دوی لپاره کاروبار دی، نو حاضر نه دي چې د جګړې په تړاو یې څوک چلنج کړي.

د طالبانو اندیښنه دا ده، که یې وسله وال د جګړې د روایت څخه خبر شول، یوه ورځ هم جګړه نه کوي او له همدې کبله هڅه کوي چې د علماوو هر ډول فتوا چې د جګړې پرضد وي، چلنج کړي چې وسله وال یې له جګړې لاس وا نه خلي.

خو هغه ورځ رارسیږي او نږدې ده چې د طالبانو دا اسلامي ټکټ پای ته ورسیږي او نور به څوک ورسره د جهاد په نوم د طالب مشرانو لپاره ځان قرباني نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply