پر عامه تاسیساتو د طالبانو د بریدونو دوام

سیدعبدالله پاچا

0 563

ماته تر ټولو جالبه هغه وي چې کله طالبان په خواله رسنیو کې ځینې عکسونه خپاره کړي چې ګنې کومه لار، یا سړک یې جوړ کړی او یا یې د ځینو سیمو د خلکو لاسنیوی کړی چې ژوند کې یې بهبود راشي.

دا زما لپاره ځکه جالب دي چې طالبان هره ورځ زرګونه کورنۍ په جګړه کې بې ځایه کوي او دا کورنۍ بیا سرپنا نه لري او لاسنیوي ته اړتیا لري.

خو د طالبانو عکسونه او اعلامیه چې وګورم، لیکلي یې وي چې فلانۍ سیمه کې له بې ځایه شویو یا بې وزلو سره مرسته وشوه.

زه وایم د طالبانو له مرستې تېر، خلک دې مرستې اخیستلو ته نه مجبور کوي، طالبان چې جګړه بس کړي، دا ټول خلک د ځان لپاره ډوډۍ پيدا کولی شي.

خو دا چې طالبان جګړه کوي، خلک مجبور خپلې کرنیزې ځمکې او مالداري پریږدي او امن ځای ته پنا یوسي چې هلته بیا د خلکو د عوایدو سرچینې نه وي، نو لومړنیو مرستو ته اړتیا پيدا کوي.

طالبان دې سړک، ښوونځي، کلنیک نه جوړوي، هغه جوړ سړک، ښوونځی او روغتون دې نه ورانوي چې د سوال په پيسو جوړ شوي وي.

تازه مې نن یو خبر ولوست چې طالبانو د کمال خان بند د ساتنې پر پوسته برید کړی او شپږ سرتیري يې پکې شهیدان کړي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

ایا دا سرتیري پر طالبانو د عملیاتو لپاره تللي و؟

ښکاره ده چې نا،  نو بیا ولې طالبان هغه سرتیرو باندې برید کوي چې عامه شتمني ساتي او د ورانکارو له ویجاړیدو یې ساتي.

د عامه نظم پولیس نه پر طالب کار لري، نه له چا سره جګړه کوي او نه د عملیاتو کوم مسوولیت لري، یواځې مسوولیت یې دا دی چې عامه شتمني وساتي او اجازه ور نه کړي چې څوک ورته زیان ورسوي.

د عامه نظم د پولیسو پوسته چې د کمال خان بند د ساتنې لپاره اچول شوې وه، د جمعې په شپه ناوخته پرې طالبانو برید کړی او دا پوسته یې له منځه وړې ده.

طالبانو د دې برید مسوولیت هم اخیستی او دا برید یې داسې توجیه کړی چې دې پوستې خلکو ته سرخوږی جوړ کړی و.

طالبان به حتما د خپل برید لپاره  توجیه لټوي، خو دا ډول بریدونه هیڅ ډول باندې نه شي توجیه کولی.

طالبان په دې ډول بریدونو سره غواړي چې د کمال خان بند د بیا رغونې او جوړیدو مخه ونیسي او د دې ورانکارو کړنو په بدل کې ایران ورته پيسې او امکانات ورکوي.

طالبان غواړي چې د دې بند پوستې په لیري کولو سره موانع لیري کړي، دا بند تخریب کړی او بیا به د بند د ویجاړیدو مسوولیت نه مني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply