د ملګرو ملتونو یوه لوړ رتبه چارواکي د BBC له څانګړې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، وسلهوال طالبان اوس هم له پاکستاني ترهګرو ډلو سره پیاوړې اړیکي لري او په خبره یې په دې وروستیو کې ځینې پاکستاني جنګیالي د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته هم تللي دي.
نوموړي په دې مرکه کې زياته کړې چې پاکستاني جنګيالي د وسلهوالو طالبانو په ملاتړ له افغان ځواکونو سره جګړه کوي او دوی ته ویل شوي چې له افغانستان پرته به کوم بل ځای جګړه نه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د القاعده شبکې، داعش او پر وسلهوالو طالبانو د څار ډلې همغږي کوونکي فېټن براون دا هم ويلي چې وسلهوالو طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه تر دې دمه نه ده عملي کړې او لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکه لري.
نوموړي ټينګار کړی چې دا ډله به هېڅ وخت له القاعده شبکې سره خپلې تاریخي اړیکې خرابې نه کړي او په خبره یې دا دواړه ډلې په ډېره لوړه کچه خپلو کې اړیکې لري او له يوه بل سره منظمې سلا مشورې هم کوي.
د وسلهوالو طالبانو په ليکو کې د پاکستاني جنګياليو موجوديت په تړاو د ملګرو ملتونو دا ادعا داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې جګړې شدت پيدا کړی او د يادې جګړې په ترڅ کې له ځينو وژل شويو طالب جنګياليو داسې اسناد او شواهد تر لاسه شوي چې څرګندوي له پاکستان راغلي او د دغه هېواد وګړي دي.
دې ته په پام افغان حکومت ادعا کړې د هلمند پر مرکز لښکرګا ښار وروستي بريد کې ډېری پاکستاني وګړي وژل شوي چې جسدونه يې د وسلهوالو طالبانو له لوري کووټې ته وړل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320