طالبان د جګړې میدان کې له کمزورۍ سره مخ دي

عبدالمنان توحیدیار

0 768

طالبانو کلونه جګړه کې خلک په یوه او بله پلمه باندې د جګړې لیکو ته جذب کړل، قرباني یې کړل، معلول یې کړل، زندانیان یې کړل او نادرکه یې کړل، خو له کومې ورځې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې طالبان د جګړې په ډګر کې له دوه عمده مشکلاتو سره مخ دي.

بشري قوه چې طالبانو پخوا ډیره زیاته درلودله.

طالبان د جګړې په ډګر کې په تیرو کلونو کې د ځوانانو له کمښت سره نه دي مخ شوي، له ځانمرګو نیولې بیا تر ډله ییزو بریدونو کسان ورسره و چې په رضاکار ډول او یا د کوم بل لالچ لپاره یې د طالبانو پلانونه عملي کول.

خو اوس چې له امریکا سره هوکړه شوې د طالبانو د ځآنمرګو بریدګرو ګراف ډير زیات کم شوی او څوک حاضر نه دي چې ځآنمرګی او ډله ییز برید وکړی.

طالبانو په تیرو کلونو کې د اشغال ترنامه لاندې ناپوه او جاهل ځوانان جذبول او کاذبو تبلیغاتو باندې یې د خپلو موخو لپاره کارول، خو اوس چې هر څه روښانه شوي، د اشغال پلمه له منځه تللې، طالبان هیڅ پلمه نه لري چې ځوانان پرې ځانمرګي برید ته وهڅوي.

طالبانو چې ډیر کله په جګړه کې د غرور خبره کوله، لامل یې دا و چې د کلي بې سواده او مجبوره ځوانانو له مجبوریت به یې ګټه پورته کوله او هر ځای به یې چریکي او ډله ییز بریدونه پرې کول، خو اوس په دې کار نه شي توانیدلی.

امکانات چې طالبان ورسره د جګړې په ډګر کې له ستونزې سره مخ دي

دوه کاله وړاندې کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نه وې پيل شوې، د طالبانو خریداران په نړۍ کې زیات و، د پاکستان تر څنګ ایران او مسکو هم دې ډلې ته پيسې او امکانات ورکول چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې لپاره جګړه وکړي.

د دې جګړې چې د امریکا د ماتې نوم ورکول کیده، امریکایان او د نورو هېوادونو ځواکونه قرباني نه و، بلکې افغانان یې قرباني و، خو دا چې طالب یو اجرتي قاتل و، له هر چا یې د افغانانو د وژلو لپاره پيسې او امکانات اخیستل.

خو کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شوې، دا امکانات او پيسې یو څه کمې شوې، کله چې له امریکا سره هوکړه وشوه او طالبانو امریکا ته د هغوی د ګټو د خوندیتوب تضمین ورکړ، ایران او مسکو یې له مالې ملاتړ لاس واخیست او یواځې پاکستان پاتې شو.

پاکستان نه شي کولی چې په لویه کچه باندې طالبانو ته پيسې او امکانات ورکړي، ځکه پاکستان خپله د بودجې له کسر سره مخ دی، پاکستان یواځې کولی شي د طالبانو لوړپوړي جنګي قومندانان او سیاسي مشران وساتي، په ټوله کې ټول جنګیالي نه شي ساتلی.

همدا د امکاناتو او پيسو کمبود، طالبان د جګړې په ډګر کې له سختې ستونزې سره مخ کړی، له یوې خوا بشري قوه نشته او له بلې خوا بهرنیو ځینو هېوادونو همکاري ورسره بند کړې، طالبان سخت وارخطا ښکاري او یو ځل بیا هڅه کوي چې لوی ښآرونو کې ستر بریدونه وکړي چې خپل قوت ښکاره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply