عمران خان د پاکستان صدراعظم درواغ وایی!

اخترمحمد یوسفی

0 1,065

« د پاکستان صدراعظم عمران خان یو وار بیا په افغانستان کې د نوي حکومت یادونه وکړه، ویې ویل چې پاکستان هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اجازه نه ورکوي چې هند د دغه هیواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي. عمران خان د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې په نوي یمه لسیزه کې د پاکستان له لوري د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو دفاع وکړه، ویې ویل دا د اسلام اباد حق و چې دا ډله په رسمیت وپېژني خو پاکستان پر طالبانو کنټرول نه درلود ».

د کړیکیټ کپتانه !

د پاکستان د جګړو جنایاتو و اسناد ته ښه وګوره، زموږ د سیمی او په خاصه توګه په ګران افغانستان کښی د افغان مظلوم ولس باندی، د پاکستان تیری او جنایتونه یواځنی د پاکستان او ایران لخوا کيږی نه د هندوستان لخوا.

تاسی د کوم حق پر اساس د افغانستان چی بل هیواد دی د نوی حکومت ډول او خپل د ګیډی څخه امرونه صادر وی. افغانستان د پاکستان مستعمره ندی، په ټول نړی کښی پاکستان او ایران د افغانستان لومړی درجه دښمنان دی. دا ستاسی پورتنی وینا نه یواځی دا چی پوره د بیشرمی بیلګه ده، بلکه د افغانستان په کورنی چارو کښی ستاسو  لاوهنی پوره ښکاره اوثبوت دی.

که چیری افغاتستان یو غښتلی حکومت درلودی، نو کولای شوای چی تاسی د دغو ښکاره لاوهنی له امله و ملګرو ملتو ته ورکش کړی. تاسی پاکستانیان اوس په افغانستان کښی میدان چغالی ګوری، تاسی پاکستانیان او ستاسو مزدوران هر بد او رد او مرداری خبری چی ستاسوپه چټلو خولونو راځی، نو د افغانستان او هندوستان پر ضد وایاست.        

لومړی:

پنځه لسیزه کیږی چی پاکستان او ایران د افغانستان پر ضد خپلی تودی جګړی په ښکاره او بیشرمانه توګه د «جهاد»، طالب، داعش او د نورو دهشتګرو او جنایتکارو ډلوتر نامه پر مخ وړی. پاکستان او ایران په دی پلمو سره ټول افغانستان یی د خپلو  مزدواان پواسط وران کړیدی. پاکستان او ایران جګړه او خپل «جهادی» لوټګر او تالی څټی ډلی یی پر افغان مظلوم اولس باندی ټمبیلی دی.

دا لاندی عکسونه د پاکستان د جنایاتو هغه عکسونه دی چی په افغانستان کښی کړیدی.

پدی پنځه لسیزو په افغانستان کښی تر دا اوسه پوری داسی جګړه او خونړی نشته، چی د پاکستان اردو، د پاکستان استخبارات آی. اس. آی او د دوی په استخباراتو پوری ټړلی «جهادی» ډلی او د ایران د لیونی فاشیستی ملایانولاس او برخه ونلری. په افغانستان کښی پاکستان او ایران د مداخلی تازه او نوی مثالونه د هلمند په وروستی جګړه کښی، د نیمروز د کمال پر بند حمله، کندهار، ننګرهار، تخار او همدارنګه په کابل کښی پر یو ښونځی باندی د داعش د تروریستی ډلی د حملی د جنایاتو مثالونه دی، کوم چی د پاکستانیانو لاسونه د افغان اولس د ښونځی د بیګناه ماشومانو په وینو سره دی.

دویم:

دا واقعیت دی چی پاکستان د هندوستان پر ضد خپله نیابتی جګړه د بی خاوند افغانستان له خاوری څخه پر مخ وړی، هندوستان یو لوی غښتلی او پرمختللی هیواد دی. د هندوستان د مداخلی ډنډوری د افغانستان له خاوری څخه پر پاکستان باندی یواځی او یواځی د پاکستان د رهبرانو، د پاکستان  استخبارات آی. اس. آی او د دوی په استخباراتو پوری ټړلی «جهادی» ډلو د تش د درواغو تبلیغات دی.

وایی چی غل په غره کښی هم نه ځایږی، پاکستان پخپله غل دی. هندوستان د پاکستان سره د مځکی، بحراو د هوا له لاری پخپله اوږدی پولی لری. د خلکو په یاد دی چیپاکستان څو کاله دمخه د سمندر له لاری هندوستان پر بمبی باندی لویه تروریستی حملو وکړی او ډیر بیکناه خلک یی و وژل.  هندوستان هیځ ضرورت نلری چی د افغانستان له خاوری څخه د پاکستان پر ضد د خپل د اهدافو لپاره کارواخلی.

پاکستان د افغانستان ورانولو لپاره کار کوی، او هندوستان افغانستان ته تل د ورورولیبغرضی مرستی کړیدی او کوی چی تاسی یی مثالونه د هندوستان مرستی و افغانستان ته پورته عکسونه لیدلای شی چه هند په افغانستان کښی څه کوی. په پورتنی عکسو کښی تاسی په کابل کښی د انراګاندی د ماشومانو پخوانی روغتون، د افغان دپارالمان د نوی ودانی جوړشوی، د هرات د سلما بند جوړ شوی، او د دلارام او زرنج پوخ څړک چی د نیمروز ولایت یی د هلمند د لوی لاری سره وصل کړیدی، نور یو شمیر زیات پروژزیی د هندوستان لخوا جوړ شویدی. د پورتنی پروژو د جوړولو پکار کښی د پاکستان استخبارات آی. اس. آی په وار وارو هندی انجینران یی تښتولی او یا ییوژلی دی چی دا پخپله د پاکستان د نیابتی جګړی ثبوت دی.  

 د هندوستان بغرضه مرستی و افغانستان ته د پاکستان بخیلی او دښمنی یی را پارولی دی. هندوستان و پاکستان ته خپل زور او قوت د بنګلدیش او جموکشمیر په جګړو ښودلی دی. پاکستان د خپل دو اویا کالو جوړښتڅخه را پدیخوا د محمد علی جناح څخه وروسته هر پاکستانی نوی واکدار چی اسلام آباد ته راغلی دی د محمد علی جناح  د مذهبی تعصباتو او نفرت په مردارولاره باندی خپلی پیښی ایږدی. پاکستان دهندوستان او افغانستان پر ضد په ښکاره توکه جنایتونه سره رسوی.

د پاکستان کریکیټ باز صدراعظم عمران خان هم نه غواړی چی د خپلو نورو پاکستانیسیالو لوبغاړو څخه پس پاته شی، نو د پاکستان کریکیټ باز صدراعظم عمران خان هم د ذوالفقارعلی بوټو د دوه مخی پالیسی له مخی د درواغو او خصومت مفتی قصی پیلکړیدی. حقیقت دا دی چی دا محمد علی جناح او مسلم لیک ؤ چی د هندوستان په نیمه وچه کښی د مذهی تعصباتو او دښمنی اورونه بل کړل، او د لوی هندوستان لوی ملک یی د مذهب عقایدو او توپیرونو پر اساس باندی ویشلی دی چی برعکس د هندوستان د مسلمانو شمیر د پاکستان تر ټول نفوس لا هم زیات دی. د لوی هندوستان ویښ د شلم پیړی تر ټولو هغه بشری ضد خونړی ناورین او ستر خیانت دی، کوم چی د انګریزانو د خپلو اهدافو سره سم د محمد علی جناح او مسلم لیک پذریعه سرته رسولی دی.

محمد علی جناح د مسلم لیک پواسطه د مذهبی راسیزم پر بنیاد باندی یی د پاکستان د جوړښت د بنسټ ډبره ایښی دی، چی تر اوسه پوری د بیګناه خلکو وینی د ذوالفقارعلی بوټو، کرنیل ضیا الحق، نوازشرف، بیظیر بوټو، جنرال پرویز مشرف او عمران خان لخوا تویږی. د بیګناه خلکو وینی تویول د پاکستانی واکدارانو لخوا د مذهبی فاشیزم پر اصولو باندی ولاړی دی. پاکستان پدی اوو لسیز چی زموږ په سیمه کښی چی هر پیښه وشی چیدوی پخپله پاکستانیانو یی هم سر ته رسولی وی، نو سمدلاسه د هری پیښی دپاره  ګوته وهندوستان او یا افغانستان نیسی او پر بیګناه خلکو باندی تهمتونه تړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply