د باارزښته کارکوونکو اته نښې

قدرت الله هېوادپال

0 536

د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟

تر ټولو وړاندې دا پوښتو چې باارزښته کارکوونکی څرنګه تعريفوئ؟ د هغې د تجربې يا کاري اخلاقو پر بنسټ؟ په ځانګړي ساحه کې د هغې د مهارتونو پر بنسټ يا ادارې ته د وفادارۍ پر اساس؟

سلوک په اړه څه فکر کوئ؟ آیا کله چې استخدام کوئ يوازې کاري تاريخچې او پوهې ته ګورئ او سلوکي اړخ له پامه غورځوئ يا ارزولو لپاره ميکانيزمونه په پام کې نه نيسئ، دلته له تخنيکي پوهې او کاري تاريخچې اخوا د کارکوونکو پر ارزښت ورته موضوعاتو غږيږو.

سره لدې چې د دندې په اعلان کې بيان شوي تخنيکي مهارتونه مهم دي، خو د اوږدمهاله برياليتوب لپاره د کارکوونکي له خلکو سره د کړو وړو مهارتونه او نور شخصي ځانګړتياوې له هغې ډيرې مهمې دي.

اکثره ادارې د کارکوونکو سلوکي او اخلاقي اړخ يا پرې پانګونه له پامه غورځوي. دوی فکر کوي چې يوازې تخنيکي مهارتونه بايد ارزښت ولري، چې له کبله يې د بدلونونو، ابهاماتو يا ستونزمنو حالاتو په صورت کې تخنيکي خلکو تر منځ بیلابيل ډول شخصيتونه، تکبر او ځان غوښتنې تبارز کوي، شخړې پيدا کيږي او حالات کړکيچن کيږي.

پداسې حالاتو کې هغه کارکوونکي چې د مفاهمې ښه توان ولري، کړکيچ وپيژني او له ځانه ښه سلوک او پر بل د پوهيدنې اخلاق وښيي تر نورو ټولو ښه وي.

کله چې په اداره کې د ښه کلتور او چاپيريال رامنځ ته کولو لپاره د خلکو پر ځانګړنو فکر کوئ، نو بهتره ده چې دې کارکوونکو ته لومړيتوب ورکړئ.

۱. دا خلک ښه اوريدونکي وي

اکثره خلک د ښې مفاهمې توان پر خبرو خلاصوي يا فکر کوي هغوی ښه دي چې خپل پيغام په بهتره توګه نورو ته ورسوي، خو لدې سره په برابره توګه دا هم مهمه ده چې د مفاهمې په توان کې دې ښه اوريدنه هم شامله وي. پر خلکو متمرکز ښه کارکوونکي له نورو اوري او څه چې يې اوريدلي وي له نورو سره يې سموالی معلوموي، يعنې ستاسې پر خبره چې زه څومره پوه شوم، هدف مو دا دی… او د نورو پر احساساتو يا نظرونو پوهيدو لپاره پوښتنې کوي.

تر ټولو ساده يې دې موضوع باره کې څه فکر کوئ يا څه احساس لرئ؟

۲. دا خلک د احساساتو ځيرکتيا لري

سره لدې چې پوهنيزه ځيرکتيا (پوهه او کاري تجربه) پر دنده د برياليتوب تر ټولو ښه وړاندويونکی دی، خو کله چې مو دنده پيل کړه او د خپلې ونډې پراخولو، څو لومړيتوبونو اداره کولو، ودې، د نورو مشرۍ او اداري سياستونو ته ګورئ نو هلته بیا د احساساتو ځيرکتيا ډيره اړتيا پريوځي.

people eating inside of cafeteria during daytime

۳. دا خلک پراخه سينه لري

له پراخې سينې هدف لوړ زغم يا ډيره حوصله ده. داسې خلک د جنجالونو په صورت کې د حالاتو ارزولو، بیلابيلو نظرونو اوريدلو او سمدستي غبرګون ښودلو څخه د ډډې توان لري. د داسې توان يوه بله ګټه پر پريکړو فکر هم دی يعنې له پريکړې وروسته د هغې عملي کولو لپاره له زغم څخه کار اخيستل دي.

د چارو په اړه په پراخه سينه او سړو مغزو فکر څوک ښې پايلې ته رسوي. دا هغه خلک دي چې تاسې غواړئ د ادارې پر کلتور او چاپيريال پراخه اغېزه ولري.

۴. هغه خلک چې له تا ويلو ما ويلو ډډه کوي

پر احساساتو حاکم او ځيرکه خلک پوهيږي چې څرنګه اصل خبره له تا ويلو ماويلو پرته ووايي، ورسره پوهيږي چې د خپلو احساساتو په رڼا کې پر اصل خبره ځان پوه کړي.

يا يې که په بل ډول ووايو دا ډول خلک کړکيچن حالاتو ته له آرامو مغزو سره ورځي، له احساساتو پرته اصل خبره اوري، له متوقع نتيجې سره حالت بيانوي او په پرانيستی ټنډه او پراخ ذهن حل لټوي او له نورو يې اوري. د دې توان خلکو استخدامول د ګټور او له درناوي ډک چاپيريال رامنځ ته کوي او کړکيچن حالت د ټولو له تمې سره سم حلوي.

۵. هغوی چې پر خپلو احساساتو واکمن وي

هر څوک بايد ځان وپيژني او د ځان پيژندنې تر ټولو ښه معيار پر خپلو احساساتو واک لرل دي. پر احساساتو واک لرل پر دې پوښتنه رانغاړو چې هر څوک له ځانه وپوښتي: آیا کولای شم د مثبتې پايلې يا ښو لاستو راوړنو لپاره پر خپلو احساساتو واکمن واوسم؟ دا خبره که څه هم آسانه ښکاري خو هر څوک يې نشي کولای.

پر احساساتو واکمنو خلکو سره کار کول هم آسانه وي. که چيرې تاسې پوه نشئ چې مقابل لوری به پر کومه خبره له واکه وځي يا کومه به پرې بده لګيږي نو تل به له خبرې سره احتياط کوئ، له سمې خبرې ډير به دې پسې ګرځئ چې څه مو په عذاب نه کړي.

عموماً داسې ګڼل کيږي خلک غواړي په داسې ادارو کې کار وکړي چې مشران يا پريکړه کوونکي يې د احساساتو ثبات او متقابل درناوي لپاره مشهور وي، او هر څوک پوه وي چې ضرور نه ده حالات څه ډول وي، مشر به تل پر خپلو احساساتو واکمن وي.

people sitting on chair

۶. هغوی چې ډير سرونه نه لمدوي

د نن په زمانه کې ځان مصروفه ښودل د وياړ يو نښه ده، له ډيرو به واوري چې آن سر ګرولو ته نه يم وزګار، خو څوک به ترې دا پوښتنه وکړي چې له سرګرولو زيات د وخت مديريت او چارو ته لومړيتوب ورکولو ته اړتيا لري.

داسې ګڼل کيږي چې بريالي خلک د وخت پر ارزښت پوهيږي او په يوه وخت کې يوازې يوې چارې ته لاس اچوي او د ډيرو سرونو له لمدولو ډډه کوي. يوه نوی څيړنه ښيي چې په يوه وخت کې د ډيرو چارو سر ته رسول د هر کار پر کيفیت اغېزه کړي او تر ډيره يې يوه ناوړه چاره بولي او ورسره وايي چې داسې نښې شته چې پر مغزو هم ناوړه اغېزه کوي.

په يوه وخت کې د ډيرو چارو سر ته رسول تمرکز خرابوي، د کار اعتبار او خوند له منځه وړي او د چارو موده اوږدوي او چارې ډير وخت نيسي.

۷. هغوی له کاره خوند اخلي او پر ځان پام کوي

داسې ګڼل کيږي چې نړۍ د استعداد او مهارت له کمبود سره مخ ده، او ماهره کارکوونکی هیڅکله بې دندې نه وي، نو ځکه نن سبا مخ په ډيريدونکي ډول ماهره کارکوونکي د کار داسې ځايونو ته لومړيتوب ورکوي چیرې چې دوی وکړای شي خپل مسلکي او شخصي ژوند تر منځ مساوات وساتلی شي.

د مساواتو ساتلو يوه تر ټولو ښه بيلګه د کوويډ ۱۹ يا کرونا له کبله له کور څخه کار کول وو، او اوس ځينې شرکتونو له کوره کار کول د خپل عادي ماموريت برخه ګرځولی او دا بحث شته چې ښايي ډيرې ادارې خپلو کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې له کوره کار وکړي يا هر وخت چې يې زړه وي دفتر ته راشي.

ورسره دا بحث هم مخ په ډيريدو دی چې ادارې بايد خپلو کارکوونکو ته مناسب ټولنيز چاپيريال برابر کړي، يوه څيړنه ښيي هغوی چې په هر ساعت کې پنځه دقيقې وقفه اخلي يا بهر طبعي هوا ته وځي نو کاري تمرکز يې ښه کيږي، انرژي اخلي، کار ته هڅيږي او ټوله ورځ يې طبعيت آرامه وي.

۸. هغوی چې پر ځان حاکم وي

پر ځان له حاکم کيدو بحث يوازې تر وخت او سلوک محدود نه دی. دلته ترې هدف د ژوند، چارو او لومړيتوبونو ټاکل دي. په دوامداره توګه بهتره او مفيد کار ته اوړيدل دي او له ژوند څخه عمومي قناعت دی، يا په بله وينا د دې پر ځای چې تل له بل ګيله وکړي پخپله د خپلو ستونزو حل لټوي همداسې پوهيږي چې څه دې پورې اړه لري او له څه بايد تير شي.

په دفتري چاپيريال کې پر ځان حاکميدل ښايي له دې لارو معلوم کړئ، دا يې ځينې محدودې بيلګې دي:

الف: لکه څرنګه چې ومو ويل، په يوه وخت کې ډير سرونه نه لمدوي

ب: غونډې پر وخت پيلوي او ختموي، او په غونډو کې پر اړونده موضوعاتو بحث کوي فروعاتو ته نه ځي يا چا ته اجازه نه ورکوي چې د غونډې اجنډا پردئ کړي يا ترې ووځي.

ج: هغوی حدود ټاکي، او کله چې اړتيا وي نه وايي، د خپل وخت قدر کوي او ورته يې پام وي.

د: هغوی پوهيږي چې څه وخت يا د ورځې په کوم ساعت کې تر ټولو ښه کار کولای شي او دا وخت تر ټولو مهمو چارو ته ځانګړی کوي.

ی: د وخت ضايع کوونکی چارې او خلک پيژني لکه ټولنيزې شبکې، ټليفون او غيبت کوونکي يا پر سياست غږيدونکي خلک؛ له بې ځايه غونډو ډډه کوي، پوهيږي کوم ټليفون څه وخت د ځوابولو دی او داسې نورې چارې چې ښايي پر ذهني تمرکز او دوام يې ناوړه اغېزه وکړي، څخه ځان ساتي.

دلته موږ له کارکوونکي يادونه کړی، هدف مو هر هغه څوک دي چې په اداره کې کار کوي، له همدې کبله هر څوک اړتيا لري چې ادارې لپاره يو ښه سرچينه او زحمت کشه کارکوونکی واوسي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply