!مور او پلار یې لا هم د راتلو انتظار باسي

لیکوال: مطیع الله سحر

0 1,797

سهار وختي له خوبه پاڅېده ځان یې تیار کړ له مور، پلار او له کورنۍ یې خدای پاماني واخیستله په ډېرې خوشحالۍ له کور څخه ووتله په وتو وتو کې یې مور پرې غږ راوکړ چې لورجانې ګوره ډېر پام کوه چې په لاره کې ډېره ګڼه ګوڼه ده خدای نا خواسته کوم څه درباندې ونه شي.

لیلا هم په خندا خندا مور ته په شاه راغګېده مورې دعا کوه هېڅ به هم نه کېږي.

د لیلا د کور مخته د حملې موټر ولاړ وه موټر ته پورته شوه په موټر کې یې نورې ټولګۍ والې هم سپرې وې له هغوی سره یې هم روغبړ وکړ، ټولګۍ والو یې هم چې د ليله مخ ته کتل ډېره خوشحاله ښکارېده،

ټولګۍ والو له لیلا څخه د هغې د خوشحالۍ د راز پوښتنه وکړه چې څه خبره ده نن ډېره خوشحاله یې.

ليلا خپلو ټولګي والو ته وویل چې تنها زه نه باید تاسې هم خوشحاله ووسئ.

ټولګي والو یې بیا وویل چې موږ څه ته خوشحاله ووسو ته خو موږ ته ووایه چې د څه لپاره خوشحاله شو.

لیلا خپلو ټولګي والو ته وویل چې تاسې څومره ساده یاست نن مو د حقوقو پوهنځي د څلورم کال وروستی سیمیستر نوی شروع کېږي که خدای غوښتي وي سږ کال ژمي ته به پخېرسره د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي څخه به د فراغت اصناد واخلو.

ټولګۍ والو د لیلا په خبرې پورې وخندل چې دا وګوره له اوسه پوره یو سیمیستر لا پاتې ده دا دومره خوشحاله ده دا خو که فاریغه شي له خوشحالۍ نه خو به یې زړه وچوي.

لیلا هم ورته وویل چې تاسې ریښتیا ووايئ ځکه چې فراغت ته ډېره خوشحالېږم او زما د مور او پلار هم دا ارمان ده چې ما لومړۍ د فراغت او بیا د واده په جامو کې وویني نو ځکه خوشحاله یم چې د مور او پلار خو به مې دا یو ارمان پوره شي.

په خبرو خبرو پوهنتون ته راورسېدل ټول خپل ټولګي ته لاړل استاد هم راغی خپل درس یې زده کوونکو ته وړاندې کړ د نورو ورځو په څېر ټول درسونه یې وویل. پوهنتون رخصت شو لیلا او ورسره نورې څو ټولګي والې په تولګي کې پاتې شول په ګډه یې تېر درسونه تکرارول چې په دې وخت کې یو دم د ډزد اوازونه شول لیلا د ټولګي له کړکۍ څخه بېرون ته وکتل چې ګوري د کابل پوهنتون د شمالي دروازې له خوا پنځه مسله کسان راروان دي او ډزونه کوي لیلا ډېره ورختا شوله نورو ټولګي والو ته یې وویل چې هلئ تختئ چې حالات سم نه دي،

په پوهنتون کې هم شور ما شور جوړ شو هر چا منډې وهلې لیلا هم منډې کړې څو ځلي یې د ودانۍ په زینو کې یې خپه به واوښتله په ځمکه به راپرې وته خو بېرته به پاڅېدله لاندې چې راښکته شوه ساه یې هم بنده بنده کېدله لاره هم ترې ورکه شوه له ډېرې ورختايۍ یې  نېغه پر وسله والو ورمنډه کړه،

وسله والو هم د لیلا ښایسته، ډنګې ځوانۍ او د هغې ننۍ خوشحالۍ ته او د مور او پلار ارمانونو ته یې ونه کتل او د کلاشینکوف شپېلۍ یې د لیلا سینې ته مخامخ ونيوله، لیلا چیغه پرې غږ وکړ چې ما مه وژنۍ ما څه کناه نه ده کړې له دې سره یې شاجور د لیلا په سینه خالي کړ سپین لاسوه سپین مخ یې په سرو وینو سور شو او د ژوند وروستۍ څو غټې غټې سلګۍ یې وکړې او له خپلو ارمانونو سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه.

د لیلا په څېر ډېر ځوانان نن له خپلو ارمانونو سره له دې دونیا سترګې پټې کړې نن یې په لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

د لیلا مور او پلار اوس د لیلا کتابونو ته اوښکې تویه وي او د لیلا هغه ښاسته ځواني یې لا ډېر دردوي خو دوی ته اوس هم دا یو خوب ښکاري دوی لا هم د لیلا د راتلو په تمه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply