انجلۍ پیغله شوه، خو ارمان يې ګور ته یووړ

لیکوال: مطیع الله سحر

0 1,332

په افغاني او په ځانګړي توګه په پښتنه ټولنه کې تل د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي دلته ښځې خپل ټول ارمانونه هغې ابدي نړۍ ته له ځان سره وړي.

ملالۍ د دولسم ټولګي څخه فارغه شوه د دولسم ټولګي شهادت نامه  یې راواخیسته او د کور په لور په منډه مڼده راروانه شوه په لاره له ځان سره په دې سوچونو کې وه چې که کورنۍ یې اجازه ورکړي نو خپلې لوړې زده کړې په هم ډیر ژر پیلوي په دې سوچونو کې وه چې د کور دروازې ته راورسیده او د کور دروازه یې په زوره زوره ټک ټک کړه، د ملالۍ کوچنۍ ورور له خپلې کوټې رواوت او د کور دروازه یې ملالۍ ته خلاصه کړه.

ملالۍ خپل کوچینۍ ورور اریان په غیږ کې ټینګ ونیوه او په مخ یې ښکل کړ، د خپل فراغت او د لومړي مقام اخیستلو زیری یې پرې وکړ.

دواړه په ډيره بیړه د کوټې په لور روان شول، په کوټه کې یې مور، پلار او د کورنۍ نور غړي تول سره ناست و، او کیسې کولې چې ملالۍ کوټې ته ورننوتله او له ډيرې خوشالۍ نه یې د خپلې بریا زیری پرې ونه شو کولی او له سترګو یې اوښکې روانې شوې مور یې ورته متوجه شوه او د اوښکو د تویدو پوښتنه یې ترې وکړه.

مور: ملالۍ څه خبره ده چې ژاړې؟

ملالۍ : مورې نن مې په ښوونځي کې لومړی مقام تر لاسه کړ او د دولسم ټولګي شهادت نامه یې هم راکړه.

د ملالۍ مشر ورور دانیال په کابل پوهنتون کې د کمپویوټر ساینس پوهنځي د څلورم کال وروستي سیمیستر محصل وه خپلې خور ته یې وویل چې نن زه هم ډېر خوشحاله شوم چې په خېر سره دې ښوونځی خلاص کړ او لومړی مقام دې تر لاسه کړ هڅه وکړه چې په کانکور کې هم سمې نمبرې واخلې او کابل پوهنتون ته د خپلې خوښې پوهنځي ته کامیابه شې تر څو څلور کاله نورې زده کړې هم وکړې.

ملالۍ: وروره ښه خبره ده خو مخکې له پوهنتون نه زه هم باید د خپل ژوند ملګری پیدا کړم دانیال وخندل او ورته یې وویل:

دانیال: وه زما خورجانې لومړۍ پوهنتون خلاص کړه بیا  نو د ژوند ملګري په اړه دې فکر کوه.

ملالۍ: ورور جانه زما هم د ژوند ملګري ته دومره عاجله نه ده خو که زه چېرې پوهنتون وایم لومړۍ باید کوژدن وکړم

دانیال: دا نو څه مانه پوه نه شوم.

ملالۍ: ورور جانه ته خو ښه پوهېږې چې موږ سم په عزت کې ژوند کړی تل مو د مور او پلار عزت ساتلی او تل به یې ساتو. که زه پوهنتون پېل کړم نو د کلي خلک به مې مور او پلار ته پېغور نه ورکوي چې پېغله لور پوهنتون ته لېږي درس پرې وايي….

دانیال: وه خورجانې ته څومره ساده یې د خلکو خبرو پسې مه ګرځه خلک به هر څه وايي نو موږ اوس د خلکو ومنو! د خلکو په خوښه ژوند وکړو.

ملالۍ: نه ورور جانه ته پوه نه شوې زموږ د مور او پلار عمر زیات دی که چېرته خلک زما پر سر هغوی ته خبرې وکړي خدای مه کړه په دوی باندې کوم څه ونشي. خو ملالۍ اخر هم خپل ورور رضا کړ چې دا خبر ورسره ومني.

د شپې ډوډۍ ته ناست ول ملالۍ خپل مور او پلار ته وویل چې ما خو اوس ښوونځۍ هم خلاص کړ غواړم چې د ژوند ملګری هم ځان ته پیدا کړم مقصد که زما لپاره خواستګاري ته څوک راتلل او ستاسو له نظره ښه او با عزته خلک دي چې جواب یې نه کړئ ځکه چې ښځه خو هسې هم د بل د کور وي څومره چې په حیا او عزت کې خوندي کېږي هغومره ښه ده.

د ملالۍ مور ملالۍ ته وویل چې لورې کوژده به دې وشي ته دې خپلې زده کړې وکړه خو مور به یې چې هر څومره ورته ویل ملالۍ بس همدا یوه خبره کوله چې نه زه باید کوژده وکړم.

د ملالۍ پلار په ژړه غوني اواز او زړه نا زړه ورته وویل چې لور جانې ما اوبښه لور جانې ما ډېر بد کړي دي.  ملالۍ پاڅېدله او د خپل پلار اوښکې یې پاکې کړې ملالۍ خپل پلار جان ته وویل زما په خبرو خفه شوې چې داسې ژاړې.

پلار: نه نه لور جانې زه له تا نه هېڅکله هم نشم خفه کېدلی زه له خپله ځانه خفه او بیا تاسو ټولو خجالت یم زما په خوله مې درته نه رازي چې څنګه یې درته ووایم لور جانې مانه ډېره لویه تېروتنه شوې ده.

ملالۍ: په خندا سره وویل پلار جانه ته مه ژاړه او مه خفه کېږه که ما کوم څه غلط ویلي وي بښنه غواړم او بل  تا تر نن ورځې هېڅ تېروتنه نه ده کړې او نه به یې هم وکړې.

پلار: لور جانې ما په خپل ژوند کې داسې تېروتنه کړې چې هېڅ د منلو وړ نه ده خدای تعالی  ولې هغه وخت زما ژوند رانه وانه خیستلو.

ملالۍ: پلار جانه ته ولې داسې وایې  خېر ده کنه راته ووایه چې اخر څه خبره ده ما هم پرې پوه کړه زه به هر څه سم کړم.

پلار: لور جانې ما په وړوکوالي کې ستا کوژدن د جمال ماما زوی له جواد سره کړې ده او ستا خاوند اوس جواد ده.

ملالۍ: هغه د جمال ماما  لېونی زوی جواد یاده وې

پلار: هو

ملالۍ: پلار جانه دا ته څه وایې پلار جانه داسې ټوکې مه راسره کوه

پلار: کاشکې دا مې در سره ټوکې کولی دا هر څه مې چې وویل دا ریښتیا دي.

ملالۍ: پلار جانه تا ولې داسې کول پلار جانه تا خو یوازې زما نه زما د ټولې کورنۍ ژوند دې تباه کړی پلار جانه ته د دې له پایلې خبر نه وې چې اخر به څه کېږي.

له دې خبرې یوازې د ملالۍ مور او پلار خبر وه د هغه ورونه او خویندې له دې خبرې هېڅ خبر نه وه او د دې خبرې په اورېدو سره یې په کور کې سم ماتم شو. سهار ملالۍ او ټوله کورنۍ یې خندېده او د شپې بیا ټوله کورنۍ په سرو سترګو ژړېده.

ملالۍ خپل مور او پلار ته سوال وکړ چې خېر ده سبا ته ورشئ ماما سره مې خبرې وکړئ ورته ووايئ چې ستاسو زوی خو لېونی ده هغه خو په هېڅ هم نه پوهېږي زما د لور ژوند مه تبا کوئ شاید ماما مې دا خبره در سره ومني.

پلار: لور جانې له کله نه چې پوه شوی یم چې د هغه زوی لېونی شوی ده ستا ماما ته وایم چې له دې ریشتې به تېر شو زما د لور ژوند به نه تباه کېږي. د کلي ټول سپن ږيري مشران مې څو څو ځلي وروستل خو هغه د هيچا خبره نه مني هغه اوس غواړي چې ستا واده وکړي له خپل زوی سره.

سهار د وخته چې د ملالۍ کورنۍ له خوبه پاڅېدله مور یې د خپلې لور خوا ته ورغله چې ملالۍ له خوبه پاڅوي غږ یې پرې وکړ ملالۍ جانې وه ملالۍ پاڅېږه لمونځ دې قضا کېږي خو ملالۍ غږ نه کولو.

مور: وه د ملالۍ پلاره ته راشه ملالۍ له خوبه نه پاڅېږي هر څومره غږونه مې پرې چې وکړه نه پاڅېږي هله زر راشه.

کله چې د ملالۍ پلار راغی د ملالۍ مخ ته یې وکتل د ملالۍ لاس یې په لاس کې واخیست او په زوره زوره یې چیغې کړې د ملالۍ مور له خاوند نه وپوښتل څه شوي هله نو راته ووایه. د ملالۍ پلار په دېرې خواشینۍ سره د ملالۍ مور ته وویل چې لور مو خپل عمر پاک خدای ته سپارلی ده هغه نورې خبرې نشي کولی، د دې خبرې په اورېدلو سره د ملالۍ مور په ځمکه راولوېده.

کله چې د ملالۍ مشر ورور دانیال راغی ګوري چې په کوټه کې ملالۍ، مور او پلار ټول سره پراته دي هر یو ته یې منډې کړې او نارې پرې ووهلي خور جانې، مور جانې، پلار جانه پاڅېږه خو یو هم ورته غږ نه کوي په ډېرو چيغو او نارو وهلو سره دانیال هم په ځمکه راولوېده.  د یوې غلطې پرېکړې له امله په یوه شپه کې د کورنۍ ټولو غړو له دې دونیا نه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply