د افغانستان جګړی په اړه د نړۍ د جیدو علماو فتوا

0 765

د افغانستان جګړی په اړه د نړۍ د جیدو علماو فتوا په ملاتړ د افغانستان د متحدو علماو اعلامیه

الحمدالله و صلواه و سلام علی رسول الله و علی اله و صحبه وسلم د افغانستان مسلمان او متدین ولسه : دا چې زمونږ ګران هیواد افغانستان او زمونږ مظلوم او کړیدلی ولس پدی وروستیو کلونو او په ځانګړی توګه په دی وروستیو میاشتو او ورځر کي د ترهګرو ډلو او په ځانګړی توګه د طالب او داعش ترنامه لاندی انسان وژونکو ډلو لخواه د یو راز سترو جنایتاتونو شاهد دی ، چی قربانیان یی هم عام او بیګناه وګړي دی . ترهګري او افراطی ډلي هره ورځ جنایت زیږوي او په بیلابیلو کړنلارو او تاکتیک په کارولو سره د افغانستان بی دفاع او مظلوم ولس له منځه وړي ، کله چی اوریدل کیږي ترهګرو ډلو انتحاری او انفجاری بریدونه ترسره کړل او بیګناه ولس یی قرباني کړ نو پوښتنه را منځه کیږي چی دغه ترهګر څوک دی ؟ هغه چی د اسلامی نظام د ټیګښت او په افغانستان کی په ظاهره د الهی قوانینو د پلي کولو مدعیان ځانونه بولي بیا ولی او په کوم جرم هره ورځ له بیګناه انسانانو قرباني اخلي او په ټولنه کی د ویري او وحشت څپي خوروی .

دا چی د طالبانو او ورته نورو ترهګرو ډلو وروستیو خونړیو بریدونو او جنایتونو په ملی او مخ شول ، چی د نړیوالی ټولنی ، حقونو بنسټونو او د اسلامي نړۍ د جیدو علماو له کلک غبرګون سره مخ شول ، چی په بیلابیلو ناستو او غونډو کی د افغانستان د اوسنۍ جګري په اړه څرګندونی او اعلامیي خپری کړلي ، چی د نړیوالو بنسټونو سربیره د نړیوالۍ اتحادي د علماو رییس شیخ احمدالریسونی ، د بنګله دیش هیواد جیدو علماو او په افغانستان کی تر (۲۵۰۰ ) تنو زیاتو علما غونډه چی د لوی جرګی په تالار کی د افغانستان د اوسنی جګړي د څرنګوالي په موخه جوړه شوي وه ، ټولو په غږ د بیلابیلو اعلامیو په خپرولو سره د افغانستان د اوسنی جګړي د څرنګوالي په موخه جوړه شوي وه . ټولو په یو غږ د بیلابیلو اعلامیو په خپرولوسره د افغانستان اوسنی جګړه حرامه او د شرعي نصوص خلاف وبلله ، یادو علماو زیاته کړی ده ، دا چی اوس مهال وسلوالو د طالبانو د قطر په دوحه له امریکایانو سره در سولی هوکړه لیک لاسلیک کړی او د هغوی پر وړاندی یی له هر ډول بریدونو او تاوتریخوالی څخه لاس اخیستي ، نو له همدی امله په افغانستان کی دغه اوسنی جګړه کاملا حرامه او ورور وژنه ده او مسلمانانو وژنه یوه ستره ګناه ده او د اسلامی احکامو په رڼا کی د مسلمانانو پر وړاندی هر ډول بریدونه یو حرام او ناروا عمل دی . همدارنګه د نړۍ او هیواد جیدو علماو د جګړي په ښکیلو خوارو غږ کړی چی د سولی د خبرو اترو له فرصت څخه دی ګته پورته کړی او نور دی په هیواد کی جګړی ، ورور وژنی او مسلمان وژنی ته د پا ټکی کیږدي . شیخ احمدالریسونی، د بنګله دیش جیدو علما او مفتی شیخ محمد احمدالطیب چی د مصر هیواد یو سر مفتی دی هم څه موده د مخه د افغانستان جګړه حرامه او ورور وژنه بللی وه ، همدا رنګه د سعودي جید عالم شیخ عبدالعزیز او د نړۍ د نورو سترو علماو و مفتیانو د بیلابیلو فتواګانو په صادرولو سره د افغانستان جګړه ورور وژنه او حرامه ګڼلی و ، خو شیخ احمدالریسونی ، د بنګه دیش او افغانستان جیدو علماو یو ځل بیایی د مسلمانانو د ذهنونو د رښانولو په خاطر د طالبانو اعمال نارواه ، د اسلام او انسانیت ضد عمل وباله او له هغوي څخه یی وغوښتل چی نور دی په افغانستا کی جګړي او تاوتریخوالی ته د پای ټکی کیږدي ځکه چی دغه جګړه حرامه او مسلمان وژنه ده .

نو له همدی املهع د افغاستان د علماو متحده شورا چی د هیواد د بیلابیلو قومونو جید او مخور علما پکښي ګډون لري د څپل اسلامي او انساني مسوولیت له مخي د افغانستان په ګدون د نړی د سترو او جیدو علماو له وروستي اعلامیو او څرګندونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او له هیواد له ټولو علماو، مخورو او قومي مشرانو څخه هیله او غوښتنه کوو تر څو د ولس و پوهاوي او څپل ایمانی او انسانی مسولیت د رفع کولو په خاطر د جوماتونو د منبرونو او ټولنو له لاري د دغی شومي پدیدي : جګړي او ورور وژني : د غندني په موخه پراخ تبلیغات ترسره کړي ځکه چی الله (ج) فرمایلی : (مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ) مایده ۳۲ ژباړه : څوک چی یو نفش پرته له کوم جرم نه ووژني ، پدی مانا چی د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وي او هر هغه څوک چی د یو انسان ژوند وژغوري دا مانا چی د ټولو انسانانو ژوند یی ژغورلی وي . همدارنګه د اسلام مقدس دین له نظره هر انسان له یوی کورنۍ سره تړ او لري ، برید، ظلم ، وژنه او یا تیری د یوی کورنۍ په هر غړی په حقیقت کی زور زیاتی او تیری په اسلامیت او انسانیت دی ، او د قراني آیاتو په رڼا کې د هغه قاتل جهنمی دی ، څنګه چی الله تعالی فرمایلي : ( وَ مَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فيها وَ غَضِبَ اللهُ‌ عَلَيْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظيماً ) سوره نساء آیت ۹۳ ژباړه : څوک چی یو مومن په قصد سره قتل کړي د هغه سزا تل پاتی دوزخ دی ، او الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي ، هغه له خپل رحمت څخه بی برخی کوي او د هغه لپاره لوی عذاب دی . همدارنګه د اسلامي او انسانی قوانینو مطابق ماشومان ، ښځی ، سپین ږیري او ټول غیر نظامیان په هره جګړه کی باید په امن وی ، کله چی مسلمانانو مکه معظمه فتحه کړه نو د اسلام ستر پیامبر (ص) خپلو کسانو ته لارښوونه وکړه ، ترڅو ماشومانو او ښځو ته زیان ونه رسوي او څوک چی په کورونو کی دی نو محفوظ دی ، حال دا چی طالبانو هره ورځ زمونږ له مظلوم او بی ګناه هیوادوالو څخه قرباني احلي ، جوماتونه ، ښوونیز مراکز او ورته نور عامه ځایونه او هیواد والو مو په امن کې ندي ږ نو له همدې امله یو ځل بیا پر ټولو افغانانو او د جګړي پر ښکیلو ډلو په ځانګړی توګه طالبانو غږ کوو چی نور دې له جګړی او ورور وژنې لاس واخلي او په څپلو منځونو کی دې سوله وکړي .

و من الله التوفیق د ۱۳۹۹ کال د لړم ( عقرب ) میاشتي (۶) د ۱۴۴۲قمری کال د ربیع الاول میاشتي (۱۰) نیټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply