د پنجاب ځیره خواره ملاه ته! 

لیکنه او شننه:  قاضي نجیب الله جامع

0 1,481
دې ورځو کې اورم چې د پنجاب د پوځ راشني ځیره خواره ملایان، چې اکثر یې د فرنګي سازش په بنسټ په مسلمانو خاورو کې د شر او فساد ډانګیان دې، د افغانستان په کورنیو چارو او روانو سیاسي بدلونونو کې افراطی دریځونه نیسي.
زموږ خطاب له افغان دریځه دوی ته دا ده، چې ستاسو او ننګ یې سره څه، ستاسو او زموږ ایمان او اسلام ته د خطر یې سره څه، تاسو پرون هم د اسلامي امت د ټوټه کولو، بیلتون او تفرقي سبب شوی یاست، او نن هم یاست، لومړی مو د بنګال په سر د پنجاب د خوندیتابه لپاره معامله وکړه، بیا مو د پنجابی یهودیت په بنسټ د مسلمانو بنګالیانو معصوم او مظلوم عزتونه، حرمتونه او شرافتونه ور ولټول.
تاسو او خدای د کشمیر د مسلمانانو په سر مو د پنجابیانو د ځمکو د خړوبولو په پاره مو د سیند طاس تړون په نوم مو له همدغه هندوانو سره معامله ونه کړله، د سړې جګړې پرمهال مو د نړۍ ټولو کفارو ته په خپل ملک کې اډې ورنه کړلي، همداوس د بحرین، اماراتو او سوډان سره د اسرائیلو د اړیکو په جوړولو کې د پنجاب د رول اړوند د فاکس نیوز راپور د څه شي کیسه کوې، د ( ای اس ای ) او ( سې ای ایې ) ترمنځ د افغان مجاهدینو د جنګولو او د طالبانو د اسلامي حکومت د راپرځولو مستند راپورونه د کوم اسلامیت یادوونه کوی، په افغانستان د یرغل او د طالب د راپرځولو امریکایی قومنداني، رهبرې او کوردینات ستا د رهبرانو په اجازه، ستا د استخباراتو په همکاری او ستا د ملایانو سره په معامله ونه شول، لعل جومات ستا واکمن بمبارد نه کړل، ډاکتره عافیه صدیقی ستا د جاسوسانو د مالوماتو په بنسټ امریکا ته ونه سپارله شوه، تا کرتارپور د هندو پنجابی سره د پنجابیت د اړیکي په بنسټ ۲۴ پرانیستي وی، ولي په پښتون او مسلمان افغان دې له کراچۍ تر پینډۍ لارې ونه تړلي، ستا د استخباراتو پخوانی مشر اسد درانی امریکا ته د القاعدي شبکي د مشر اسامه بن لادن په سر د پاکستان د همکارۍ اړوند اعترافات د کوم اسلام او ورورولۍ کیسه کوی.
سیکولار قانون، ملحد نظام، فاسد حکومت او په خاوره کې مو د منکراتو، فحاشیو، بی دینی او بی حسابه اخلاقی ځوړتوبونو خو مو شمیر نه کیږی.
د دې ټولو اړوند د سمیع الحق، حامد الحق رسنیز دریځ، فتوی، لاریون او جدجهاد چیرته وو، ملا فصل الرحمن کله دا شرارت، فتنه او فساد بللي، غږ دې پورته کړې وی او د اسلام د سپېڅلي دین له دریځه دې د پنجاب سیکولاره واکمنۍ غندلي، ننګولي او غبرګون دې ښکاره کړې وی.
همدا ټول غیرتونه، عزتونه او عزمتونه هم بی حسابه وګڼي، د پنجابی ملا او مسلمان وجدان ولي ویښ نه وه، ایمان یې چیرته وه او د دین غم یې په کومه تاخچه کې ایښي وو، چې په افغان وطن د امریکا او یرغلګرو متحدینو د یرغل تیره ۲۰ کلنه اوږده موده کې ولي د دوی له خاورې د همدغه یرغل په ترانسپورټی کاروانونو، خوراکې، ازوغې، ټانګونو، بمونو او د مسلمان وژنې په کتارونو برید ونشو، دایې ولي ذهن ته رانغلل، دا اسلامیت ترې کومو اوبو وړې وو او که دا هم نشوای کېدای نو پخپل حکومت او ریاست خو به یې کله هم فشار راوړې وو چې د افغان ـ مسلمان د وژلو وسایل منع کړې.
د بابړې ننګه، په پنجابي ـ فرنګي جبر کې د پښتون او بلوڅ مسلمان د قتل عام، اسراییلی محکومیت او نازیستی ټولوژني داستان او کیسه خو هسي اوږده، او په هغه اړوند د دوی ایمان، وجدان او خیانت خو هېڅ د قضاوت وړ نه ده.
هسې خو هم دین، ایمان او رمضان د پټان په پچه ختلي او پنجابی دې سړېتوب ته د ټینګي نه ده.
له دې ټولو یوه خبره څرګندیږی چې د پنجابی ملا، ميا، پير او حضرت د اسلام د برحقه پیغام د خپرولو، د اسلام د دښمنانو سره د مبارزي او په پنجاب واکمنه پاکستان کې د اسلام د شرعی سیاست، سیادت او حاکمیت د خپرولو او ورته د کار کولو پرځاى، د اسلام د بد نامولو، تخریب او حتا تحریف ماموریت مخته وړې، او د دوی ننوتل د پنجابی ـ فرنګي فیډریشن استخباراتی حمام ته، له دوی څخه ددې ټولني دعزت، شرف او دینی وراثت لباس ویسونکې جوړ کړل.
په همدې بنسټ په افغان قضایاوو کې د پنجاب د پروټوکولي، دربارې، استخباراتي او بدنامو ځیره خوارو په اصطلاح ملایانو دریځ که په هر دریځ وی ناوړه، شریر او فاسد ګڼو، غندو یې او د امریکایی یرغل د مدافعینو پټه، سړه او څارګریزه وسله او وسیله یې ګڼو.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply