د اکټوبر ۷مه ـ د وحشت او اشغال کرغېړنه څپه 

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

1,727
له نن ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اکټوبر له ۷مې څخه ۲۰ کاله وړاندې امریکا د صلیبۍ نړۍ په مشرتابه په ګران افغانستان د انساني تاریخ تر ټولو وحشیانه، جنایتکارانه، ظالمانه او بې رحمانه یرغل وکړل.
داسي یرغل چې د افغانانو د هویت او ارزښتونه د سپکولو هڅه یې وکړه، اشغالګرانه سیاستونو یې پلې کړل، په سلګونو زره ښځې، ماشومان او افغانان یې شهیدان او ټپیان کړل، د افغانانو د تسلیمولو او د اشغال یوغ د منلو په موخه یې د یوې شمیرنی له مخې ۸۰۳ زندانه جوړ کړې وو، باګرام او ګونتنامو خو په نړیواله کچه د امریکایې وحشت، جنایت او د افغانانو د مظلومیت، شکنجې او ربړولو تر ټولو مشهور چنګیزي نومونه دې. همدارنګه امریکا او متحدینو یې پر افغان انسان او افغان خاوره له کلسټر شیمیایې بمونو نیولې بیا د بمونو د مور تر بم پورې رنګارنګ ممنوع او شیطاني وسلې وکارولې، دوی د افغانانو د کورونو حرمتونه مات کړل، دلته یې په کابل کې د خپل لاسپوڅې او ګوډاګې رژیم له ادرس څخه، د افغان ملت ترمنځ د عقدو، فتنو، تربګنیو، بدیو او خوابدیو کرغېړن بزغلی وکرل، داسي چې اربکیان، سنګوریان او اوسنې مقاومتیان د یادو استخباراتي پروژو او مضره دسیسو ښکاره بېلګې دې.
دوی پر همدې هم بسنه ونه کړله، بلکي د واحد افغان ملت د ټوټه کولو، شړه ولو او ماتولو په موخه یې په بن کې د افغانستان د سیاسي قدرت مقتدر دریځ یې په لوی لاس په قومونو، ژبو او سیمو وویشل، ترڅو د فرنګ هغه دسیسه چې د افغانستان د مرکزیت او اقتدار د له منځه وړلو له لارې د افغانستان کمزورې کول او ماتول دې پلې شي، دوی تردې هم مخکې لاړل او د افغانانو ګډ تاریخ، ګډ ارزښتونه، ګډ هویت او د هغه شریکي تومنې د بد خونده کولو استمعارې هڅه یې هم وکړه چې له افغانستان، افغان تاریخ، هویت او د یوه ملت کېدو له لارې د بعضي نا افغانه، اشغال پلوه او ابن غلامانو انکار وو.

ځکه امریکا او ملاتړي صلیبي ایتلاف یې په تیر ۲۰ کلن فساد او کسات کې ګڼ بې قامه، بې مقامه، بې ادرسه، بې هویته او د افغانستان له عزمت او تاریخ څخه ناخبره او حتا پردې په دې ستر ولس تپلي او واکمن کړي وو.
داسي چې د استعمار ددې بړیڅو په وجود کې د ډیورنډ په ټولي فرضي کرښې تور پنجاب اغځن تارونه تیر کړل، ولس مو فقیر او ګدایګر شو، د نړۍ په کچه لومړی فاسد هېواد وپیژندل شو، د وطن قیمتی او نادیره کانونه مو چور او تالان شول، تعصب او عقدې وکرل شوی، د افغانستان له ملي حرم ارګ څخه د اخلاقي فساد او بې مروتۍ خبرونه راووتل او په ټوله کې ددې ۲۰ کلن اشغال، نیواک او زبېښاک لاسته راوړنې دا شوې چې د برق بټن مو په تاجکستان او ازبکستان کې دې، د ګازو او تیلو ذخیرې مو په ایران او ترکمنستان کې دې، له پاپړو تر اوړو باید هند، ایران او قزاقستان ته لاسونه اوږده کړو او هو د پیسو د ثبات نبض مو په وطنی صادراتو نه بلکې په امریکایي خیراتي او زهرجنو استعمارې ډالرو ولاړ او ککړ دې، چې هغه هم په امریکایي بانکونو او خزانو کې بند دې.
اوس چې الحمدالله اشغال، فساد او کسات یې د طا لب په بي مثاله، ثبوت شوی او ریکارډه قربانۍ او سرښندنې سره ختم او پای ته رسیدلی، ګران افغانستان ته سوله، آمن او خپل اختیاره افغان نظام او حکومت راغلي، افغانان متحد، خوښ او یوې سیالي او بسیا راتلونکې ته هیله مند دې، ملي او دیني ارزښتونو مو رنګ راوړی، افغانستان د خپل طبیعی ثبات پر لور ګامونه اخلي، د واحد افغانستان دویشلو او بیلتون پردۍ نارې هم غلي شوی او تر ټولو مهمه داچې افغانان خپل برخلیک پخپله او خپله خوښه ټاکي او هو داځل مو د جګړې او سیاست میدانونه دواړه یوځای ګټلي، نو د اکټوبر د ۷ مې، بدرنګه او له وحشت، اشغال او کسات څخه ډکه کرغېړنه څپه هم پای موندلی.
اوس به د یوالي، زغم، په خپل ولس د تکیي او په لویه کې د آزادۍ او خپلواکۍ په دې عجیب عزت او عزمت کې باید ټول د ګران افغانستان د سیالي، ابادې او په ځان بسیا ورځی له پاره په ټولو سیاسي، اقتصادي، نظامی او فرهنګي ډګرونو کې کار وکړو، له دې راغلی الهی نصرت فرصت، غنمت او نعمت څخه باید د زیار، کار او اخلاص له لارې بشپړه ګټه واخلو.

د یوه آباد، سیال او تل پاتي خپل اختیاره ګران افغانستان په هیله.

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.