ناټو: طالبان د افغانستان خلکو ته ارزښت نه ورکوي

0 652

د ناټو سازمان وايي، وسله‌وال طالبان د افغان ولس پر وړاندې هېڅ ډول اخلاقي ژمنتيا نه لري او له همدې کبله د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو او امنيتي ځواکونو پر وړاندې د يادې ډلې بريدونه زياتېږي.

د ناټو سازمان ملکي استازی سټفانو پونټيکورو په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د وسله‌والو طالبانو له لوري په سراسر افغانستان کې روان تاوتريخوالی د افغانانو په زيان دی او په باور يې دا ډله د دغه زيان اوښتو په اړه هېڅ توجيه نه لري.

د ناټو سازمان دې ملکي استازي په خپل ټوېټر کې ويلي: «خطرونه، بې حده وژنې، د افغانانو د غږ چپ کول او سړې هوا کې بې د خلکو بې کوره کېدل دا ښيي چې طالبان د افغانستان خلکو ته ارزښت نه ورکوي.»

وسله‌والو طالبانو د ناټو ملکي استازي دې څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو يو وار بيا د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه زيات کړي او د رسمي شمېرو له مخې د دغه بريدونو ډېره قرباني ملکي وګړي ورکوي چې په څنګ کې یې طالبان د عام منفعه ځایونو په ورانولو او له منځه وړلو اسره نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply