ناتو؛ له افغانستانه د سرتېرو ايستل به ډېر ګران پرېوځي

0 845
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان څخه به په بېړه د سرتېرو ايستل، نه يوازې د امريکا، بلکې د ناټو غړيو هېوادونو لپاره ډېر ګران پرېوځي.
ده دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي هيله وښووه چې ولسمشر ټرمپ به له افغانستانه د سرتېرو په ايستو لاس وښوروي.
اسوشيېټيډ پريس خبري اژانس د سټولټنبرګ له خولې وايي، ناټو دا مهال له يوې سختې پرېکړې سره مخ ده.
ده ويلي؛ شل کاله په افغانستان کې وجنګېدو، جګړې ستړي کړي يوو، خو په بېړه له افغانستانه نه وځو.
د ده په خبره، که امريکا دواړه پښې په يوه موزه ننباسي او سرتېري باسي، له پښېماني پرته به څه په لاس ور نه شي.
ينس سټولټنبرګ ويلي دي؛ دی باور لري، که له افغانستان څخه بهرني سرتېري ووځي، هغه داعشيان چې په سوريه او عراق کې ځپل شوي، په افغانستان کې به ځالې جوړې کړي او بيا به نه يوازې امريکا، بلکې د ناټو غړي هېوادونه يو هم قرار ته نه پرېږدي.
ناټو په افغانستان کې شاوخوا دوولس زره سرتېري لري چې د افغان سرتېرو په روزلو بوخت دي.
امريکايان غواړي چې د راتلونکي مېلادي کال، د جنوري تر پنځلسمې پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر دوه نيم زره تنو ته راکښته کړي.
خو ينس سټولټنبرګ ويلي، که بېخي سخته شي او امريکايان هم ووځي، د ناټو سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي، ځکه دوی افغانستان ته تر دوه زره څلرويشتمه کاله هلته د پاتې کېدو وعده ورکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply