غـــزل

مصطفی آرین

0 703
خپل ځان چې لټومه ستاسې ښار کې يم ورک شوئ
يو سر يم يو مـــې سيورئ لويه لار کې يم ورک شوئ
ما ډير په غاړه واخيستو آزار د خپل د سيوري
چې ډير مې شو تر خپولاندې آزار کې يم ورک شوئ
يو څو نيزه لوئيدلئ يې آسمان دزړه نه لـــمــره
په ټکنده غرمه په سور انگار کې يم ورک شوئ
خلک هرڅه په رڼا گورې تا وليدم ماښام کې
يو ستورې ځليدلـــم په سهار کې يم ورک شوئ
اوس گرځـــه راپسې په دې پيکــه پيکــه منگولو
يو رنگ وم د نکريزو په بازار کې يم ورک شوئ
په تورو خاورو سرې نښې د وينو راکې ښکاري
غمئ د چــا د غاړې انتحار کې يم ورک شوئ
هــــغه آرين چـــې ومه اوس هغه آرين خو نه يم
جانانه اوس د بل چا په اختيار کې يم ورک شوئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply