غزل/ مصطفی آرین

0 958

 

چا ګناه په غاړه واخيـــست ماثواب غيږکې نيولې
ما جانان سره د سـتر او حجاب غيږ کې نيــــولې

ما بيګاه دی خوب ليدلې د تعبــیر معنا يې غواړم
ته دنيـــمې شپې غزل ئې ما رباب غيږ کې نيولې

ستا د مينې بياله ګۍ وه چې ورګډ شوم سـمندر شو
تا باران په لپو راوړو ما ســـيلاب غيږ کې نـيولې

يه آســمانه ستا د ستورو پيــغامونو نه قــربان شـم
چـــې ترتا يم رســيدلې ما عقاب غــيږ کې نــيولې

دا دونيا دې مدرسه شي ټول دمینې مضامین وي
سترآرمان په اوږو راشم انقلاب غيږ کې نيولې

ترهغې پورې ژوندغواړم چې په خپلوسترګو وينم
څوک قلم په لاس کې راشي چا کتاب غيږکې نيولې

چې آرين په کــې هلال شوعجيبه غوندې قانون دې
چا چاړه په لاس ورکړئ چا قصاب غــيږ کې نيولې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply