طالبان اوس هم تاوتریخوالي ته پلمی لټوي

سید عبدالله پاچا

0 989

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره وایي، تاوتریخوالی او له وخت مخکی ژمی به میلیونونه افغانان د خوړو، اوبو او سرپنا له کمښت سره مخ کړي.

د ګډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې مشر فیلیپو ګرندي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته هم اشاره لره وویل، چې دا او له وخت مخکې ورښتونه به میلیونونه افغانان خوړو اوبو او سرپنا ته اړ کړي.

ګرندي ویلي ((یو پیغام چې زه یې جنیوا کنفرانس ته لرم، مه هیروﺉ، دا ښه دی، چې په اوږد مهال کې ورته پلان جوړ شي، خو په لنډ مهال کې، د بېځایه شوو په شمول میلیونونه افغانان به بشري مرستو ته اړتیا ولري. دوی غذا ته اړتیا لري، پاکو اوبو ته اړتیا لري. روغتیایي برخه کې سرپنا او نورو ته برخه کې اړتیا ولري))

د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې مشر  وایي، په دوحه کې د روانو خبرو پایله به افغان کډوالو راتګ روښانه کوي.

ګرندي په ټولو افغان پریکړه کوونکو او پالیسۍ جوړونکو غږ وکړ، چې کډوال او بې ځایه شوي مه هیروﺉ، دوی به ستاسو له سترګو لرې، خو ښایي زړه ته مو نیږدې وي.

خو طالبان له دې ټولو مالوماتو سره چې د بې ځایه شویو د ژوند په اړه یې لري، جګړې نه بس کوي او هره ورځ له یو ولایت یا ولسوالۍ د جګړو له کبله خلک بې ځایه کیږي او بې سرپنا ځایونو کې ژوند غوره کوي.

تاسو وګورئ، په افغانستان کې چې څومره بې ځایه شوي دي، پوښتنه ترې وکړئ چې ولې بې ځایه شوی دی.

ځواب به یې دا وي چې طالبان یې له کورونو د سنګر کار اخلي او دوی مجبور دي چې د سر ژغورلو لپاره خوندي ځای ته پنا یوسي.

افغان حکومت دومره امکانات او بودجه نه لري چې هر ځای کډوالو ته رسیده ګي وکړي، سرپنا ورته جوړه کړي او مرستې ورسره وکړي، یواځې اړینو بې ځایه شویو ته لومړنۍ مرستې رسوي.

که له یو ولایت په اوږده موده کې خلک بې ځایه کیدلی، خو افغان حکومت به یې له یوې لارې لاسنیوی کړی وی، خو دا چې طالبان هره ورځ په یو ولایت یا ولسوالۍ کې جګړه کوي، هره ورځ ورسره د بې ځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

طالبان ښه په دې پوهیږي چې تاوتریخوالي باندې یې د ډيرو افغانانو ژوند تریخ کړی، خو بیا هم له تاوتریخوالي لاس نه اخلي او د تاوتریخوالي د دوام لپاره بیلابیلې پلمې لټوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply