کابل کې د دیني مدرسو استادان او زده‌کوونکي بایومټریک کېږي

0 577

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل ښار او ولسوالیو کې به د ۴۹۲ دیني مدرسو ټول زده‌کوونکي او استاذان بایومټریک شي. صالح نن د لړم په ۲۸مه په خپل فېسبوک لیکلي چې په کابل ښار کې  ۳۶۲ او ولسوالیو کې ۱۳۰ دیني مدرسې راجسټر دي چې زده‌کوونکي او استاذان به يې بایومټریک شي.

نوموړي په دې اړه لیکلي: «د مرکزي احصايي ادارې ته مو سپارښتنه کړې چې دې چارې ته لومړیتوب ورکړي او له دیني مدرسو باید غلطه ګټه پورته نه‌ شي.»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح داسې مهال د یادو مدرسو زده‌کوونکو او استاذانو د بایومټریک خبره کوي چې وړمه ورځ یې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې دوې مدرسې وسله‌والو طالبانو ته پر تبلیغ کولو تورنې کړې وې.

نوموړي دا هم ویلي و چې یادې مدرسې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره هم مستقیمې اړیکې لري. صالح په  همدې حال کې پر کابل پوهنتون د برید څلورم طراح رحمت‌الله د نیولو خبر هم ورکړی دی. هغه دغه راز له کابل پوهنتون او د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون غوښتي چې د دې بریدګرو پر وړاندې دې دعوه خلاصه او جدي چلند دې ورسره وکړي.

د ولسمشر غني لمړي مرستیال په کابل کې د جنایي جرمونو په اړه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه جنایي پېښه نه ‌ده ثبت شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply