ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا هم پخوانې دې

عبدالمنان توحیدیار

0 930

د غزنې ولایت د پوهنې ریاست مالومات ښيي چې د غزني په دیارلس پښتون میشتو ولسوالیو کې طالبانو د نوي ښوونځیو د ودانیو جوړیدو مخه نیولې ده .

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د پوهنې د پراختیا او اسانتیاوو رامنځ ته کولو مخنیوی کوي، بلکې تر  دې وړاندې یې روغ ښوونځي په بمونو الوځولي دي.

طالبان د ښوونځیو ورانولو تر څنګ په لوګر کې تازه شاوخوا ۳۲ ښوونځي تړلي چې زده کوونکو ته د ښوونځیو د ورتګ اجازه نشته.

د غزني پوهنې ریاست وایي ، چې دغه ښوونځي د اقرآ پروګرام له مخې د کلیو پراختیا وزارت له لوري جوړیږي ، چې څلور ولسوالیو کې دغه پروګرام پلی شوی او یوازې پښټون میشتو ولسوالیو کې مخه نیول کیږي .

پوهنې ریاست همدا راز وایي ، چې طالبانو له کلونو راهیسې لس پښتون میشتو ولسوالیو کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې او د ښوونځیو جوړیدو اجازه نه ورکوي .

د غزني پوهنې رییس محیب الرحمن انصار وایي ، چې طالبانو د دغه ولایت ۱۳ پښتون میشتو ولسوالیو کې د ۹۰ ښوونځیو د ودانیو جوړیدو مخه نیولې ده .

د غزني اوسیدونکي پښتون میشتو ولسوالیو کې د دغه ۹۰ ښوونځیو د ودانیو پر جوړیدو ټینګار کوي او وایي ، چې کار چارې یې ژر پیل نه شي نړیوال بانک به دغه پروژې لغوه اعلان کړي .

د غزني پوهنې رییس محیب الرحمن انصار وایي ، چې طالبانو له کلونو راهیسې ۱۰ پښتون میشتو ولسوالیو کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې او د ښوونځیو جوړیدو اجازه نه ورکول کیږي .

طالبان له پوهنې سره مشکل لري، ځکه کله چې ماشومان او ځوانان زده کړې وکړي، بیا د طالبانو فریب نه خوري او نه شي کولی چې د جګړې لپاره یې استخدام کړي.

طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځیو ته ځکه اجازه نه ورکوي، بیا ځوانان په ژوند او کلتور باندې پوهیږي او طالبان ترې ګټه نه شي پورته کولی.

د طالبانو لپاره جاهله ټولنې پکار ده چې هغوی يې په اسانۍ سره د خپلو موخو لپاره وکاروي او جاهله ټولنه همداسې پيدا کیږي چې ښوونځي پرې وتړه او له زده کړو یې راوګرځوه.

طالبان پوهیږي، که خلک لوستي شي، د دوی د جګړې لپاره به بشري قوه بیا نه پيدا کیږي او له همدې کبله په یوه او بله پلمه باندې یا ښوونځي ورانوي او یا ښوونځي تړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply