کوېټ ديني علماوو په افغانستان کې روان جګړه ناروا وبلله

0 1,222

د کوېټ ډېر شمېر ديني عالمان پر دې باور دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د شريعت په خاطر نه بلکې د قدرت طلبۍ په موخه دوام لري او له همدې کبله يې ياده جګړه ناروا او د سالاممی اصولو  او غوښتنو سره پّ ټکر کې بللې ده.

دغو ديني عالمانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې ختمولو په هدف د امريکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د قطر له هوکړې وروسته د يادې جګړې دوام هېڅ شرعي جواز نه لري.

دا اعلامیه زیاتوي: «په افغانستان کې روانه جګړه شرعي جواز نه ‌لري. په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې وسله‌والو طالبانو له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړه.»

وسله‌والو طالبانو  له امريکا سره تر ۱۱ پړاوه مذاکراتو وروسته د افغانستان سولې په اړه هوکړه وکړه. د هوکړې له مخې وسله‌وال طالبان مکلف بلل شوي وو چې د جګړې په کمولو سره به بين‌الافغاني مذاکراتو او په دوامداره اوربند ته لار خلاصوي.

که څه هم دامهال د بين‌الافغاني مذاکرات باب پرانيستل شوی، خو جګړه د تېر په پرتله څو برابره زياتوې ده چې د افغان حکومت په شمول عام ولس او نړيوالې ټولنې يې د کمولو په اړه له وسله‌والو طالبانو په وار وار غوښتنه کړې ده. خو تراوسه طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply