اسرائیلو د نړۍ تر ټولو قیمته ماسک جوړ کړ

0 741

د جواهراتو يوه اسرائيلي شرکت، د يوه چينايي سوداګر په فرمايش تر ټولو «قيمتي» ماسک جوړ کړی دی. دغه طلايي ماسک چي الماس پکښي کارول سوي، څه د پاسه يو ميليون يورو ارزښت لري.

د يوول په نامه د جواهراتو يوه اسرائيلي شرکت، د چينايي ميليونر په فرمايش تر ټولو ګران محافظتي ماسک جوړ کړی دی. 

دغه لوکس او ګران بیه ماسک له ۲۵۰ ګرامه ۱۸ قراطه سرو زرو څخه جوړ شوی چي په ۳۶۰۸ تورو او سپينو قيمتي غميو ښکلی شوی دی. د دغه ماسک بيه يو ميليون او ۳۰۰ زره يورو ته رسيږي.

په امريکا کي يوه ميشت چينايي سوداګر د نوموړي ماسک فرمايش ورکړی وو.

د يوول په نامه د جواهراتو د جوړولو شرکت بڼسټ ايښودونکي، اسحق لويی په دې اړه ويلي چي دغه ماسک په عين حال کي چي حفاظتي نقش لوبوي، يو هنري اثر هم شميرل کيږي او په نړۍ کې تر ټول ګرانبیه ماسک دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply