ایا پوهېدلئ؟ د لاهور اسلامیه کالج د افغانستان د امیرانو په مرسته جوړ شوی و

0 596

ایا پوهېدلئ؟ د لاهور اسلامیه کالج د افغانستان د امیرانو په مرسته جوړ شوی و

  • ډاکټر نفیس الرحمن درانی
  • جرمني مېشتی څېړونکی
امیر
د عکس تشریح،امیر حبیب الله خان د اسلامیه کالج لاهور د بنسټ ډبره ایښې وه

په نولسمه پېړۍ کې مسلمانانو ته د دیني زدکړو ترڅنګ د معاصرو علومو ور ښودلو لړۍ د نورې نړۍ په څېر د هند په پنجاب کې هم پیل شوې وه.

په همدې لړ کې مونشي چراغ دین په ۱۸۸۴ کال کې د (انجمن حمایت اسلام) په نامه د یو تنظیم بنسټ کېښود.

ویل کېږي چې یو ځل په یوه غونډه کې یو عیسایي پادري د اسلام د پیغمبر محمد (ص) پر ضد ناسمې څرګندونې کړې وې.

مونشي چراغ دین د دغو څرګندونو پر ضد اعتراض وکړ، او نوموړی د خپل همدې اعتراض له کبله له هغې غونډې و ایستل شو.

همدا پېښه، یعنی له غونډې یې ایستل تر یوه حده د دې لامل شول چې نوموړي د (انجمن حمایت اسلام) بنسټ جوړ کړ.‌

دې بنسټ له مسلمانانو چنده راټولوله او پر هغو پیسو یې بېرته همدوی ته زدکړې ورکولې، اسلامي اثار یې خپرول او په دې توګه یې د مسلمانانو خدمت کاوه.‌

د دې تنظیم یو نوښت دا و چې په ۱۸۹۲ کال کې یې په لاهور کې د (اسلامیه کالج) په نامه یوه علمي اداره رامنځته کړه.

د عملي ادارو په اړه د هغه مهال د حکومت له قانون سره سم پکاره وه چې اسلامیه کالج کې د لا ډېرو محصلینو ځایولو لپاره یوه مناسب ودانۍ ورته جوړه شوې وای،‌ خو کالج پخپله د دې کار مالي توان نه درلود.

د افغانستان امیر د مرستې ټتر وواهه

امیر
د عکس تشریح،د (انجمن حمایت اسلام) تنظیم غړو لومړی له امیر عبدالرحمن خانه مرسته وغوښته

په لومړنیو کلونو کې د دې کالج پرنسپل یا مدیر چوهدري نبي بخش په نامه یو کس و، چې د چوهدري سلطان محمد خان کشر ورور هم کېده.

چوهدري سلطان محمد خان هغه مهال د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې دنده ترسره کوله او د مشر سکرتر یا مونشي تر څوکۍ رسېدلی و.‌

چوهدري نبي بخش خپل ورو سلطان محمد خان ته وړاندیز وکړ چې د لاهور اسلامیه کالج په اړه افغان امیر ته ووایي، او د هغه ملاتړ ترلاسه کړي.‌

په ۱۸۹۵ کال کې کله چې د افغانستان شهزاده نصرالله خان لندن ته په سفر روان شو نو د لنډې مودې لپاره په لاهور کې هم تم شم.

کله چې د (انجمن حمایت اسلام) غړي د شهزاده لیدو ته ورغلل او د خپل تنظیم خبره یې ورته وکړه نو نصرالله خان ورسره د کالج جوړولو بودیجه کې څلور زره هندۍ روپۍ مالي‌ مرسته وکړه.‌

په ۱۸۹۸ کال کې په لاهور کې د افغانستان سفیر سردار اسماعیل خان هم د اسلامیه کالج لیدو ته ورغی او له خپله جېبه او همدا راز د افغانستان د دولت په استازیتوب یې د مرستې ژمنه وکړه.

تر ۱۹۰۲ کاله د افغانستان دولت د لاهور اسلامیه کالج سره د کال دوه زره هندۍ روپیو د مرستې ژمنه کړې. پر هماغه کاله امیر حبیب الله خان هم ورسره د درې زرو هندۍ روپیو اضافي مرسته وکړه.‌

پر دې سربېره د افغانستان د واکمنې کورنۍ غړو هم وخت نا وخت له یادې ادارې سره مالي مرستې کولې. دا کلنۍ مرستې د وخت په تېرېدو زیاتېدلې او یو مهال تر شپږ زرو هندۍ روپیو رسېدلې وې.‌

د افغان مشرانو د همدې مالي مرستو له برکته په ۱۹۰۶ کال کې د اسلامیه کالج لاهور نوې ودانۍ لپاره پنځوس کاناله ځمکه په پنځوس زره هندۍ روپیو واخیستل شوه،‌ او یاد کالج نن هم پر هماغه ځکه اباد دی.

د امیر حبیب الله خان لخوا د بنسټ ډبرې اېښودل

امیر
د عکس تشریح،حبیب الله خان د لاهور اسلامیه کالج د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال

د افغانستان امیر حبیب الله خان د ۱۹۰۷ کال د مارچ پر ۳مه نېټه لاهور ته د خپل سفر پر مهال د کالج د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

ګڼ‌ شمېر کسان پر هغه ورځ د افغان امیر هرکلي او د نوموړي وینا اورېدو ته ور ټول شوي وو.

کوربنو یې د حبیب الله خان درناوي او هرکلي لپاره لنډ متن ولوست او نوموړي ته یې د سپینو زرو کوچنۍ ډبی هم ډالۍ کړ.

ورپسې افغان امیر لنډه خو اغېزناکه وینا وکړه او دا اعلان یې هم وکړ چې د لاهور اسلام کالج لپاره به د افغان دولت کلنۍ مالي‌ مرسته له شپږ زرو هندۍ روپیو نه دولس زرو ته لوړه شي.‌

حبیب الله خان پر دې ژمنې سربېره د کالج بودیجې سره شل زره هندۍ روپۍ اضافي مرسته هم وکړه.‌

نوموړي پر دې خبره هم خپګان څرګند کړ چې له دې زیاته مرسته یې ونشوه کړای، ځکه په وینا یې په خپل هېواد افغانستان کې هم د علمي ادارو پر جوړولو بوخت و،‌ او هغه ورته لومړیتوب و.

امیر حبیب الله خان خپله وینا کې د لویدیځو او معاصرو علمونو پر زده کولو ټینګار وکړ. نوموړي وویل:

“ځینې خلک لویدیځ ساینسي علوم دومره بد بولي لکه شیطان. خو زه په هغو کسانو کې نه یم.‌ بلکې زه هر ځای د زدکړې په لټه کې یم. خو دا هم په یاد ولرئ چې ساینس هم د دین یو ښاخ دی”.

د لاهور اسلامیه کالج او د پاکستان جوړېدل

کالج
د عکس تشریح،د لاهور اسلامیه کالج د پاکستان جوړېدو په خوځښت کې کلیدي رول درلود

په ۱۹۱۲ کال کې د اسلامیه کالج د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې او پر هماغه کال پکې صنفونه پیل شول.

له دې کالجه فارغو شویو کسانو ته به هغه مهال (حبیبیان) ویل کېدل، چې د کالج بنسټ اېښودونکي افغان امیر حبیب الله خان ته د مننې او درناوي یوه بېلګه وه.‌

په راتلونکو کلونو کې د دې کالج محصلینو د نړۍ په چارو کې، او په ځانګړې توګه د هند د مسلمانانو په سیاسي مبارزه کې مهم رولونه ولوبول.

دې کالج او زدکوونکو یې همدا راز د پاکستان د جوړېدو په مبارزه کې هم اساسي رول درلود.

په همدې کالج کې په ۱۹۴۱ کال کې د پاکستان قرارداد هم تصویب شو او ځینې محصلین یې د محمد علي جناح شخصي ساتونکي هم وو.

پخپله جناح هم ۱۱ ځله د اسلامیه کالج لیدو ته ورغی، ځکه د پاکستان جوړولو په تکل کې د دې ادارې د محصلینو پر انرژۍ او ژمنتیا یې باور درلود.

د نورو مخورو کسانو ترڅنګ نومیالي شاعر علامه محمد اقبال هم په یاد کالج کې تدریس کړی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply