زه پوهیږم چې د امریکا مخالفت او د امریکا بد ویل نن ورځ یو نورم یا مود ګرځیدلی. ډیری افغانانو ته دې که د امریکا په اړه حقایق وویلې که د دوی په زړه نه وي نو تاته هم په ټیټه ګوري. خو ماته دا مهمه نه ده چې څوک راته ټیټ ګوري که جګ. ماته دا مهمه ده چې زه حقیقت ووایم او د نورو برعکس ترخې خبرې وکړم. لیکنه اوږده ده هیله ده تر اخره یې ولولئ.
امریکا به راتلونکو څو هفتو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ ته راښکته کړي. د امریکا وتل داسې نه دي چې څادر په اوږه کړي او روان شي. د امریکا وتل یوه پروسه ده چې تیاره شروع شوې. وسایل به ورو ورو باسي، د ناټو پاتې ډیری غړي به ورو ورو رخصتوي بیا به خپل عسکر ورو ورو باسي.
یو وخت په افغانستان کې یو لک امريکايي او زرګونه یا لسګونه زره د امریکا د متحدینو (برتانیه، فرانسه، جرمني، ترکیه اونورو) سرتیرو شتون درلود. هغه وخت به مې چې افغانانو ته ویل چې امریکا د تل لپاره نه پاتې کیږي، له افغانستانه یوه ورځ وځي، که افغانان د افغانستان دا طلايي چانس ضایع کړي او خپل هیواد پکې په پښو ونه دروي نو امریکا به د افغانستان اختیار یو ځل بیا پاکستان ته ورکړي ځکه یوازې پاکستان کولای شي د ټالیب یا بلې مذهبي ډلې به مټ دا هیواد قابو کړي. په افغانستان کې د پاکستاني مذهبي ډلو د کامیابي لوی دلیل دا دی چې دوی بې کچې وحشت کوي. امریکا خو څه نا څه احتیاط کاوه خو د پاکستان ملیشه به مو د یوې سپګې لپاره ټول پوستین ته اور واچوي او د یو دښمن لپاره به لکه دا اوس لسګونه بیګناه خلک هم ووژني تر څو افغانان په زور رامات کړي.
بیا بیا مې وویل چې امریکا په هر صورت له افغانستانه وځي او که په افغانستان کې یو قوي سیاسي ټیم وجود ونلري او افغانان د هیواد امنیت ونشي ساتلای نو امریکا مجبوره ده چې لکه د تیر په شان یو ځل بیا افغانستان پاکستان ته وسپاري او ورته ووايي چې ما او زما ملګرو ته ترینه خطر متوجه نشي نور چې څه ورسره کوې ستا خپل کار دی. له وحشي ټالیب سره د امریکا خبرې د دغې پالیسي پیل دی.
خو کرزي د یو ولسمشر په حیث پرته له کوم تحلیله دا دعوه کوله چې بیغمه اوسئ امریکا نه وځي. یو زیات شمیر باسوادانو هم فکر کاوه چې امریکا نه وځي او لکه جاپان، یا کوریا، یا کویټ یا دوبۍ غوندې دلته هم دایمي پاتې کیږي. خو دوی پدې نه دي خبر چې جاپان، کوریا، جرمني، عربي ممالک او نور نه یوازې دا چې امریکا ته هر کال ملیاردونه ډالر نغدې پیسې ورکوي بلکې هغه ځمکې چې بیسونه یې پرې جوړ کړي د هغو کرایه هم ترینه نه اخلي او مفتې یې ورکړي. د دې تر څنګ د دغو بیسو له کارمندانو لکه خپلو خلکو مالیه هم نه اخلي. همدارنګه ځینې وخت ځايي حکومتونه ان بیسونه هم ورته پخپل مصرف جوړوي. مثلاً جنوبي کوریا نه یوازې امریکا ته د کال څه کم یو ملیارد ډالر ورکوي بلکې د امریکايي عسکرو لپاره نوي بیسونه چې ملیاردونه ډالر مصرف پرې راځي هم جوړوي. جاپان هر کال دوه ملیادره ډالر نغدې امریکا ته ورکوي تر څو امریکايي عسکر په جاپان کې پاتې شي. یوازې سږ کال سعودي امریکا ته د ۳۰۰۰ امریکايي سرتیرو په بدل کې چې په سعودي کې میشت دي، پنځه سوه میلونه ډالر ورکړل او د راتلونکي کال لپاره یې هم مخکې له مخکې پیسې ورته په بانک کې اچولي. (عربو د ۱۹۹۱ د جګړې په بدل کې امریکا ته ۳۶ ملیارده ډالر ورکړل). لنډه دا چې له عربو نه تر اروپا او آسیا پورې د امریکا د نژدې هر بیس په بدل کې ځايي خلک امریکا ته پیسې او امتیازات ورکوي. دوی امریکايي ځواکونه د ځان د امنیت لپاره ساتلي. عرب پرې ایران ډاروي، جاپان او جنوبي کوریا پرې له شمالي کوریا او چینه ځان ساتلی، اروپا پرې له روسیې ځان ساتلی. امریکا هم د دغو بیسو په مټ خپل نفوذ تر لرې لرې ساتلای. په بله معنا له یو بل نه ګټې کوي.
خو برعکس په افغانستان کې یې مونږ ته پیسې راکولې، زمونږ هیواد یې جوړ کړ. زمونږ نظام او دولت یې جوړ کړل، اردو، پولیس، امنیت او نور دولتي بنسټونه یې راته جوړ کړل. سرکونه، ښوونځي، کلینکونه او یو زیات شمیر نور جوړښتونه یې راته جوړ کړل. دا نن چې مونږ میلونونه زده کوونکي او لسګونه زره محصلین بهر او په افغانستان کې دننه لرو د امریکا د راتګ په وجه یې لرو. ښه مې یاد شي چې مخکې د امریکا له راتګه افغانان به خارج ته د یو ټیلیفون لپاره پيښور ته تلل. پوهیږم په یو شمیر افغانانو باندې حقیقت چندان ښه نه لګیږي او غواړي د خپلې بهادرۍ غوړې غوړې افسانې واوري خو حقیقت همدا دی چې ما درته لیکلي. هغوی چې د ټالیب په وخت کې ژوند کړی وي پوهیږي چې د هغه وخت او د اوس تر مینځ د ځمکې او اسمان توپیر شتون لري. هو هغه وخت د پښتنو په سیمو کې امن وو ځکه پښتانه د ټالیب له لارې ټول پنجاب ته تسلیم شوي وو او د هیواد او راتلونکي غم کې نه وو. جګړه یوازې یو څو ځایو پورې محدوده وه چې تر ډیره تاجیکو مخکې بووله. دا چې ډیری پښتنو پرته له کومې انساني ازادي درلودلو تر ټالیب لاندې په امن کې ژوند کاوه نن فکر کوي چې د ټالیب په وخت کې تر ننه ډیر امن وو. خو پدې فکر نه کوي چې نن کوم وحشت تر ډیره په پښتون روان دی پرون دغه وحشت په نورو بالخصوص د شمالي په خلکو روان وو او د وحشي ټالیب پنجابي مجاهدینو ترینه ان ښځې بوتلې. د خبرې هدف دا دی چې د امریکا له راتګه مخکې مونږ په مادي او معنوي لحاظ راغورځیدلي وو. نن که کورنۍ جګړه لرو نو یو افغانستان او نظام هم لرو چې نړۍ یې په رسمیت پيژني. جوړښتونه او سیستمونه لرو او تر ټولو مهمه دا چې د یو روښانه سبا لپاره امید لرو. دا ځینې چې وايي امریکا زمونږ دښمنه ده، آیا یو دښمن تاته ستا هیواد جوړوي؟ ستا دولتي او نظامي بنسټونه جوړوي؟ که امریکا ریښتیا هم له افغانستان سره دښمني کولای نو ټالیب به یې درته پریښی وای ځکه ټالیب د افغانستان په تیارو او جهالت کې ساتلو لپاره تر ټولو ښه وسیله ده.
امریکا چې راغله مونږ د دې په ځای چې ګټه ترینه واخلو او ځان پرې جوړ کړو کانسپریسي تیوریانې مو ورپسې شروع کړې. کله مو داعش او ټالیب ورپورې تړل، کله مو د یورانیمو او نورو معدنیاتو په غلا تورنوله، کله مو د مخدره موادو قاچاقبره ګڼله، کله مو ویل چې د روس او چین د کنټرول لپاره راغلې او له افغانستانه نه وځي، کله مو ویل چې په افغانستان کې یو بوټی دی چې د اتوم بم هم پرې تاثیر نه کوي او د هغه غلا ته راغلې…. لنډه دا چې ددې په ځای چې له امریکا ګټه واخلو ټول وخت مو په بې معنا قیصو تیرکړ. دومره فکر مو نه کاوه چې که د هر څه لپاره راغلې اوس خو راغلې راځئ ګټه ترینه واخلو.
دا دومره کلونه تاسې لګیا یاستئ ټالیب او داعش په امریکا پسې تړئ خو پاکستان لګیا دی د ټالیب او داعش پواسطه په امریکا فشارونه راوړي او پخپله نفع یې کاروي.
چا ګټه وکړه؟ تاسې که پاکستان؟
نړیوال سیاست په کانسپریسي تیوریانو نه کیږي بلکې په حقایقو پوهیدلو او ددغو حقایقو د ځان په ګټه راڅرخولو کیږي لکه پاکستان یې چې کوي. تاسې چې نړیوالو ته وایئ چې امریکا داعش یا ټالیب سره مرسته کوي او بیا ورسره جګړه کوي څه فکر کوئ نړیوال یې له تاسې سره مني؟ ستاسې استخبارات تر نړیوالو قوي دي؟ که دغو خبرو حقیقت درلودای دومره نړۍ د امریکا تر مشرۍ لاندې افغانستان ته پوځونه رالیږل؟ اوس ونه وایئ چې ټوله نړۍ ستاسې په ضد یوې خواته شوې. تاسې چې د حقایقو په ځای کانسپریسي تیوریانې غږوئ نو طمع مه لرئ چې نړیوال مو هم خبرو ته اهمیت ورکړي ؟ تاسې له یوې خوا وایئ چې د ټالیب مرکزونه په پاکستان کې دي خو له بلې خوا وایئ چې ټالیب او داعش د امریکا خلک دي او له بلې خوا وایئ چې امریکا دې په پاکستان کې د ټالیب مرکزونه بمبار کړي. له بلې خوا وایئ چې امریکا مو دښمنه ده. او له بلې خوا وایئ چې امریکا دې افغانستان سره خپلې نظامي مرستې نورې هم ډیرې کړي…. ملت خو پریږده حتا د دولت په کچه هم مونږ د امریکا په اړه یو ثابت دریز نلرو. برعکس پاکستان د دولت په کچه د هر هیواد لپاره یو ثابت دریز لري چې له کوچني مامور نه تر د پوځ جنراله پورې ټول هماغه دریز مخکې بیايي.
د همدې ګنګس او غلط سیاست په وجه ته هم مړ یې او هم پړ یې برعکس د خپل ښه سیاست په وجه پاکستان هم ټالیب ساتي او هم ګټې کوي. تا ته غوا راغلې وه، ددې په ځای چې لوشلې ده وه تا ورپسې قیصې شروع کړې چې دا غوا ولې راغلې، له کومې خوا راغلې، رنګ یې ولې داسې دی، ښکر یې ولې تیره کړي…. لنډه دا چې د بني اسرایلو غوا دې ترینه جوړه کړه او ټول وخت دې د غوا د لوشلو په ځای په بې معنا خبرو تیر کړ. پاکستان ان له خپلې خوا لاس را اوږد کړي او دا غوا ولوشي خو تا ته خدای کورته راوستله ته یې نه لوشې او په بې معنا خبرو خپل وخت ضایع کوې. زمونږ بدبختي دا ده چې مونږ له نړیوالو قدرتو سمه ګټه نشو اخیستلای. د دې په ځای چې له امریکا مو ګټه اخیستې وای دا دوه لسیزې مو د امریکا په اړه د سرچوک په اوازو تیر کړل.
د دې بدبختیو یو ستر لامل دا دی چې ډیری افغانان تر حقایقو په کانسپریسي تیوریانو ډیره عقیده لري ځکه کانسپریسي تیوریانې غوړې دي او زړه ته مو ژر لویږي خو حقایق سپیره دي او منل یې دومره خوند نه کوي. بدبختانه اوس کانسپریسي تیوریانو کې دومره ننوتي یو چې د هرې کاسې لاندې راته نیم کاسه او د هر کار شاته راته دسیسه ښکاري.
د کانسپریسي تیوریانو تر څنګ یو زیات شمیر خلک مو لا هم فکراً سل کاله شاته ژوند کوي او نړۍ ته د هماغه وخت په اساس ګوري. ډیری سیاسي چارپوهان مو لا هم سل کاله پخواني سیاسي تحلیلونه غږوي. دوی ته اوس هم برتانیه د نړۍ امپراتوره او افغانستان د نړۍ یو مهم هیواد ښکاري.
خو نن د نړۍ نقشه بدله ده. نړیوال سیاست بدل دی. نوې دښمنیانې او نوې همکاریانې رامینځ ته شوي. د برتانیې امپراتوري له مینځه تللې. شوروي اتحاد له مینځه تللی. نن د روسیې سرحد له مونږ نه څه کم دوه زره کیلومتره لرې دی. د افغانستان او چین تر مینځ د هندوکش غرونه پراته دي.
امریکا چین له افغانستانه نشي کنټرولولای. د امریکا لپاره چین ته اسانه لاره زیړه بحیره، د چین بحیره، جاپان او جنوبي کوریا څخه ده. لسګونه زره امریکايي سرتیري او سلګونه جنګي الوتکې او بحري بیړۍ یې تیار هلته شتون لري. همدارنګه د روس د کنټرول لپاره بهترین ځایونه اروپا په ځانګړې توګه شرقي اروپا (بالخصوص یوکراین، پولنډ، استونیا، لیتوانیا)، توره بحیره، جورجیا، ترکیه، الاسکا او د بیرنګ ابنا دي چې په دغو ځایو کې ناټو یا امریکايي ځواکونه تیار شتون لري. د افغانستان له لارې د روس او چین کنټرولول نه له نظامي لحاظه او نه له منطقي لحاظه د منلو وړ دي.
ایران هم پرته له افغانستانه کنټرولولای شي. د ایران د کنټرول لپاره د فارس په خلیج، بحرین، کویټ او اماراتو کې شتون لري. ضرورت نلري چې د افغانستان له لارې پرې حمله وکړي. تر عراقه ایران ته ډیرې لارې لري. چې عراق باندې یې حمله وکړه دغسې یې په ایران هم کولای شي. بیا وایم یو ځل نقشه وګورئ.
یوازې د منځنۍ آسیا هیوادونه داسې دي چې له افغانستانه کنټرولیدلای شي. خو امریکا د منځنۍ آسیا په هیوادو کې دومره دلچسپي نلري ځکه دغه هیوادونه د روس دومره تر نفوذ لاندې دي چې امریکا به هیڅکله هم پرې درنده سرمایه ګذاري ونکړي.
بل د افغانستان معدنونه دومره هم نه دي چې څومره یې مونږ غټه وایو. که د یوارنیمو په شمول د افغانستان ټول معدنونه خرڅ کړې نو د امریکا د یو کال مصرف هم نشي پوره کولای. همدارنګه په نړۍ کې هغه معدنونه ګټور دي چې راویستل او انتقال یې اسانه وي. خو په افغانستان کې یې راویستل او انتقال دواړه مشکلات لري. که د افغانستان معدنونه ویستل دومره اسان وای د ظاهر شاه په ۴۰ کلنه د امن دوره کې به مو وخته راویستلي وو او لکه نورو هیوادو ځان به مو پرې جوړ کړی وو. بدبختانه د افغانستان د معدنو راویستل او د هغوی تر مارکیټه رسول هم ډیر مصرف غواړي. د دې تر څنګ دریم لوی مشکل یې امنیت دی. چې امنیت نه وي هیڅوک به مو هم معدنونه نه اخلي. همداسې به پراته وي. نه به زمونږ په درد خوري نه د نورو.
د معدنو استخراج لپاره لمړی شرط امنیت دی. دوهم معدنونه په رقابت ګټل کیږي. ځکه خو د لوګر د مسو معدن د امریکایانو په شتون او د امریکايي کمپنیو د مخالفت سربیره د امریکا په ځای چینایانو وګټه. خو شخصاً زه د چین په ځای د غربي کمپنیو ملاتړی یم چې د معدنو قراردادونه ورسره وشي. ځکه د چین هیواد چې چیرته هم کار کوي نو له انجنیر نه تر کارګره چیناییان راولي. بل دا چینایان بیا ستا د هیواد تاریخي اثارو (که چیرته کشف شي لکه د لوګر د مسو معدن کې چې کشف شول) او چاپیریال دومره پروا نلري. دولت ته هماغه یوه اندازه پیسې ورکوي چې کومې قرارداد کې لیکل شوي وي. برعکس غربي کمپنۍ ډیری ځایي خلک نیسي ځکه تر غربیانو دوی ورته ارزانه تمامیږي. لدې کار سره دولت ته د پیسو تر څنګ یو شمیر افغانان هم په کار لویږي. د دې نه علاوه غربي کمپنۍ مجبورې دي د خپل دولت پواسطه وضع شوي د کار قوانین عملي کړي چې هغه هم د افغانانو په ګټه دي.
یو شمیر نورو ویلې چې له افغانستانه یې یورانیم یوړل. کاشکې دې ډلې هم لږ خپل تحقیق او تحلیل کړی وای چې یوارنیم خپله په امریکا کې هم ښه ډیر دي او څو لسیزې یې د نړۍ تر ټولو ډیر یورانیم خپله تولیدول. بل یورانیم خالص نه پیدا کیږي بلکې د خالص کولو لپاره یې باید اتومي بټۍ جوړې شي چې دا د هر هیواد د وس خبره نه ده. د ناخالصه یورانیمو (هغه ډبرې چې یورانیم پکې وي) له افغانستانه وړل دومره قیمته تمامیږي چې د دغو ډبرو له قیمت نه پرې د لارې مصرف ډیر راځي. دا داسې ده چې یو څوک له پيښوره کابل ته شګه راوړي حال دا چې کابل کې ښه پریمانه شګه شته. همداسې امریکا کې هم کافي یورانیم شته چې خپل ضرورتونه پرې پوره کړي. هغوی چې وايي له افغانستانه یې یورانیم یوړل هسې د خلکو د غلطولو لپاره دروغ وايي.
بل آیا خبر یاستئ چې اوسمهال امریکا ان تر سعودي هم ډیر تیل تولیدوي. تیر کال امریکا د نړۍ نژدې شل سلنه تیل تولید کړل. سعودي د نړۍ دولس سلنه او روسیې یوولس سلنه تیل تولید کړل. امریکا دومره لویه ده چې د تیلو، یورانیمو او نورو منرالونو هر ډول معدنونه پکې شته. هغه کوم شیان چې نلري هر هیواد غواړي پرې خرڅ یې کړي او خپله ګټه پرې کوي. ضرورت نلري چې زرګونه ملیارده ډالر مصرف کړي تر څو ستا د یو څو ملیارده ډالرو معدنیات درنه غلا کړي.
همدارنګه هغه ډله خلک چې وايي امریکا د مخدره موادو له قاچاقه ګټه کوي باید پوه شي چې امریکا د کال شاوخوا سل ملیارده ډالره د نشیی موادو په مخنیوي مصرفوي او نژدې همدومره پیسې د معتادینو په دوا لګوي. ستا ټول مخدره مواد چې هغه ډیر دې کرلي وو پنځه ملیارده ډالره ګټه هم نه کوي. اوس نو تاسې حساب ورته وکړئ. آیا یو کس به د پنځو ملیاردو ډالرو ګټلو لپاره سل ملیارده مصرف کړي؟ خو بس یو شمیر خلک پرته لدې چې حقایق او ارقام په نظر کې ونیسي له خیټې یوه خبره وکړي او نور یې ورسره په پټو سترګو ومني. نه تحلیل شته نه تحقیق. هو د افغانستان چرس ریښتیا هم په امریکا کې نوم لري.
لږ فکر وکړئ. د امریکا جي ډي پي یا د اخیستلو قدرت نژدې یوویشت زره ملیارده (یوویشت ټریلینه) ډالره دی. مخدره مواد خو بیخي مه حسابوه خو ستا له الف نه تر یا پورې ټول معدنونه هم د دې نیمايي نه کم کیږي. امریکا تر ټولې اروپا لوی او د نړۍ دریم لوی ملک دی. تاسې لږ په انټرنیټ کې د امریکا طبعي معدنونه وګورئ چې زمونږ د هیواد څو چنده معدنونه لري. امریکا پنځوس ایالته لرې او افغانستان یې تر تکزاس ایالته کوچنی دی. د امریکا که یوازې درې یا څلور ایالته مکمل غنم وکري نو د ټولې نړۍ د غلې ضرورت پوره کولای شي. خو دولت یو زیات شمیر کروندګرو ته پیسې ورکوي تر څو خپله ځمکه ونه کري ځکه که دوی یې وکري نو د غلې قیمتونه به دومره راولیږي چې ټول کروندګر به تاوان وکړي. زه د امریکا په داسې ایالت کې اوسیږم چې تر زر کیلومتره شمال، جنوب، شرق او غرب ته مې هیڅ غر نشته او ټولې د کرلو ځمکې دي.
لنډه دا چې نه امریکا ستا هیواد کې دایمي پاتې کیدو ته راغلې وه. نه مو د معدنیاتو غلا ته او نه مو مخدره موادو خرڅولو ته. امریکا یوه غلطي وکړه چې افغانستان ته راغله او اوس پکې بنده ده. البته هغه وخت دا د امریکا غلطي نه وه. په امریکا وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې په لمړي ځل حمله وشوه او په یوه ورځ یې تر درې زرو ډیر خلک ووژل شول. که د امریکا په ځای هر بل قدرت وای په دښمن یې حمله کوله. البته اوس ریښتیا هم په یو دوه کې حیرانه ده. که یې پریږدي بیا به د ترهګرو ځاله شي او غرب ته به خطر وي او که یې نه پریږدي بیځایه یې هر کال لسګونه ملیارده ډالر ضایع کیږي. که زه یا ته د امریکا په ځای وای نو وخته به مو پاکستان ته ویلي وای چې افغانستان ستا شو چې څه پرې کوې خو چې ما او زما ملګرو ته ترینه مشکل جوړ نشي.
امریکا نور غواړي په هر قیمت لدې سیمې ووځي. د امریکا په دولت یې د ملت فشار بیخي ډیر شوی. د ټرمپ د تیر ځل کامیابي یو دلیل دا وو چې ټرمپ ویل چې د امریکا بهرني جنګونه به ختموي او امریکايي سرتیري به ټول بیرته کور ته راولي. دا چې اوس له ټالیب سره ناسته ده او خبرې کوي دا یې د وتو د پلان یوه برخه ده. دا چې زه او ته یې لدې ناستې سره مخالف یو او د افغانستان په تاوان یې ګڼو پدې معنا نه ده چې دا ناسته د امریکا په تاوان هم ده.
دا هم کیدای شي چې د بایډن راتګ د امریکا وتل یو څه وځنډوي خو دا ځنډ به د امریکا د دایمي پاتې کیدو په معنا نه وي او د امریکا د وتلو پروسه به په یو شکل نه یو شکل جریان ولري.
بل دا که منئ که نه خو پاکستان یو ازاد هیواد دی. چې د امریکا او چین خبره منلو کې یې ګټه نه وي نو هیڅ به یې خبره ونه مني. امریکا نشي کولای په پاکستان تر حده ډیر فشار راوړي ځکه له لاسه به یې ووځي. دا اوس خو د پيسو په زور امریکا په پاکستان خپله خبره منلای شي خو که له ځانه یې لرې کړي بیا به دومره هم ونکړای شي. په ۱۹۹۸ کال کې امریکا ډیر ورته وویل چې اتومي چاودنې ونکړي خو پاکستان ونه منله او چاودنې یې وکړې. امریکا هم بندیزونه پرې ولګول. خو پاکستاني سیاستوالو د سپټمبر د ترهګرو له حملو د ځان لپاره دومره ګټه واخیسته چې نه یوازې امریکا بندیزونه ترینه لرې کړل بلکې نوره ملیاردونه (شاوخوا ۳۳ ملیارده) ډالره مرسته یې هم ورسره وکړه. هغه وخت پاکستان د خپلو ګټو لپاره هماغه مړسترګی ټالیب قربان کړ کوم یې چې نن بیا په غیږ کې ناست دی.
امریکا څه چې د پاکستان ګټه د خدای په خبره کې هم نه وي نو نه یې مني. هو که کومه غټه پیښه وشي او امریکا مجبوره شي چې له پاکستان سره جګړه وکړي نو لوټې لوټې به یې کړي خو فکر نه کوم داسې څه پیښه دې وشي او د وړو وړو قیصو په سر امریکا هم نه غواړي له یو اتومي هیواد سره جګړه وکړی. بل په دغسې جګړه کې امریکا ته هم ضرر رسیږي. ځکه پاکستان کولای شي خپلې لویې اتومې وسلې او کوچنۍ تکیتکي اتومي وسلې (نوې یې جوړې کړي) د نړۍ ترهګرو او د امریکا ضد هیوادو ته ورکړي. هغه وخت به بیا له یو تهدیده څو تهدیده جوړ شي. ځکه نو امریکا نشي کولای په پاکستان ډیر فشار راوړي. هغه کار چې امریکا له پاکستانه په نرمه کې اخیستلای شي په زور یې ترینه نشي اخیستلای. افغانان فکر کوي چې زورور شوې بیا نو باید هر ځای کې له زوره کار واخلې خو برعکس نن ورځ زورور هیوادونه نه غواړي په اسانه خپل زور استعمال کړي ځکه په هره جګړه کې ان ګټونکی یو څه بایلي تر څو جګړه وګټي. په بله معنا کمزوری کیږي او د نورو له سیالیو غورځیږي. مثلاً امریکا چې کوم رعب تر ۲۰۰۳ یا د عراق تر جګړې مخکې درلوده هغه اوس نلري او د نړۍ یو زیات شمیر هیوادو یې کمزوریانې د عراق جګړه کې ولیدلې. د خبرې هدف دا دی چې که څه هم امریکا د عراق جګړه وګټله او صدام یې مات کړ خو خپله یې هم ډیر تاوان وکړ. ځکه وایم چې هیوادونه تر ډیره کوښښ کوي چې زور یې ثابت پاتې شي او تر وسه کوښښ کوي چې د خبرو له لارې له نورو سره خپل مشکلات حل کړي. که په همدې فکر د افغانستان تاریخ وګورو نو افغانستان چې کله هم زورور شوی ډیر زر یې زور له مینځه تللی یعنې خپل زور یې نه دی ساتلی. دا ځکه خو مونږ داسې دولتونه نلرو چې ډیر وخت یې دوام کړی وي.
هغوی چې ماشومانه خبرې کوي چې پاکستان د امریکا ښځه یا زوی ده یا د برتانیې مستعمره ده، تل یې د ملت په سترګو کې خاورې شیندلي او دښمن یې ضعیف ښودلی. همدا د دوی په اصطلاح ضعیف دښمن پرې دا ۴۰ کاله لوبې کوي. دښمن کمزوری ګڼل د شکست خوا ته لمړی قدم دی. د دښمن حقیقي زور به معلوموئ او د هغه مطابق به ځان جوړوئ. پاکستان نن ورځ د نړۍ یو اتومي قدرت دی او قوي هوايي ځواک لري. په بیځایه غټو غټو خبرو او کنځاو پاکستان نه کمزوری کیږي. برعکس په قوي سیاست او ځان جوړونه پاکستان ماتولای شو.
دا خبره یاد ولرئ چې افغانستان د امپراتوریو نه بلکې خپله زمونږ د خلکو قبرستان دی. نور په بیځایه غټو غټو خبرو مه غلطیږئ. مشرانو مو همدا کاذبه نشه درلوده چې هیواد مو در په در شو. مونږ باید په حقیقت کې ژوند وکړو. خپلې کمزوریانې ومنو او د اصلاح لپاره یې کار وکړو. هغوی چې درته غر غوښه او سیند ښوروا کړي په خبرو یې مه غلطیږئ. خان وپيژنئ او د ځان لپاره کار وکړئ.