پښتو لیکدود

پروفیسور عبدالخالق رشید

1 1,948

د رشاد پوهنې کلنی لکچر :

د علامه رشاد د پنځلسم تلین په درشل کې

بسی دور باید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون تو بار دیگر

پروفیسورعبدالخالق رشید  

د نهروپوهنتون استاد

********************

پښتو لیکدود

           په دي ورځو کې دځوان پوه روهیال صاحب له خوا یوښه پیغام  زموږ ترادرس پورې راورسید چې ګواکي په کندهارپوهنتون کې یو نوښتي  سیمینار پرپښتو لیک او لیکدود باندې جوړیږي ، زه هم ورته خوشاله شوم چې که داسې یو کار چې نن سبا د پښتو ژبې د خورو  ورو لکبڼو مخنیوي وکړي او هرڅوک په یوه بڼه اویو ډول  دخپلې ژبې په اړه په یوه علمي تګلوري باندې خپله لاره ورمخه کړي ، دا به ددغې ژبې له شته والي او پایښت سره په اوسمهال اوراتلونکې کې  لویه مرسته وي .په دغه اړه ما تیرکال یوڅه یادونه اووړاندیزونه  د استاد علامه رشاد د تلین د کلني لکچر چې د استاد له تلین سره په یوه مهال کې برابریدل لیکلي ول، خوخپاره نه شول،  په دې خاطر چې علامه رشاد په خپل وخت کې له دغې موضوع سره ځانګړې لیوالتیادرلوده او یوشمیرلیکنې يې په دغه برخه کې موږ ته اوس هم د لارښود حیثیت لري ، دغه لیکنه هم دلوی لیکوال علامه  رشاد د څوارلسم تلین د کلني لکچر په پلمه له ګرانو دوستانو سره شریک کوم .

ژبه او لیک  ، یا لیک او ژبه

            نن سبا ژبه هم لکه د ژوند دنورو پدیدو په شان په خورا چټکتیا سره ځان دعصرله غوښتنو او پرمختګونو سره له یوې خوا عیاروي اوله بلي خوا هغه پرمختګونه او بدلونونه چې یا یې خپله غواړي او یا هم ورباندې تحمیل کیږي مني . په تیرو وختو کې دغه کار دسیاسي ، مذهبي او فرهنګی برلاسیو تر سیورو لاندې ترسره کیده خو په اوسني عصرکې چې تکنالوژۍ هرڅه ته  ځان ور ورساوه ، د ژوند هره خوایي ترخپل جادویي سیوري لاندې راوسته ، دغه حالت هم پرژبه اوهم دهغې پراړوندو توکونو باندې ژوره اغیزه وکړه،هماغه عملیه په یوه بل ډول سره چې د زوراو زیاتي پوښتنه  په کې ظاهرآ نه رامنځ ته کیږي بلکه یو پرمختګ او یو مثبت حرکت بلل کیږي پرژبواودهغوی پرجوړښتونو باندې عملي کیږي ، ځکه خو اوس په نړۍ کې داسې ژبه نه لیدله کیږي چې ځان به له دغو تحولاتوڅخه په هراړخیزډول لرې وساتي .

همداده  لکه چې بدلون منل یې حمتي شول ، نو سمول اوعیارول هم  له دغه اصل سره په یوه وخت کې یوه انکارنه کیدونکې اړتیا ده . نن سبا دنړې په پرمخ تللو هیوادو کې نور یو زده کونکي ددې لپاره  وخت نه لري چې هرڅه  باید لکه توتي  دیوچا له خولې یوازې واوري اوټول عمرباید یوازې یوه کس اودهغه ړنګو بنګووینوته لاس ترزنه ناست وي .کیدای شي  څوک دا ومني یا نه، خوکه یو زده کونکي په رښتیا هم داوسنیو شونتیاوو په نظرکې نیولو سره د ژب  زده کړې لپاره ملاوتړي ،کولای شی په شپږو میاشتواویالږوکې په هغه ژبه کې په عادي توګه خبرې وکړي او هغه د خپلې اړتیاپه کچه زده اووکاروي . زه دا خبره دهغې تجربې له مخې دلته کوم چې ما خپله دخپل  ژبني تدریس په ترڅ کې په خپله محسوسه او عملي کړې ده. په هرډول زه خووایم چې ژبه تغیرمنونکې پدیده ده، څومره چې ژوند تغیرمنونکي دی ،څومره چې په چټکۍ سره مخ په وړاندې ځي ، له هغه سره ترهرڅه اوترټولو نږدې ملګرې ژبه ده چې په موازې او برابره توګه باید ځان ورسره مل اوبدل کړي، ځکه خو ژوند او ژبه دواړه  له یوه بل سره دومره نژدې دي چې کیدای شي په زیاترو ژبوکې د ژوند او ژبې د وینګ پیل هم په ورته او مشابه الفبا سره ووینو.  (*)

——————————————————–

(* )  له ما سره دا لاندې ژبې په دغه اړه دم ګرۍ په حافظه کې وې چې دلته یې په لنډه توګه اشاره ورته کوم :

ژوند        –   ژبـــه         { ژ}       ( پښتو )

زندگی     –   زبان  – زند   { ز}     ( فارسی )

زندگی    –   زبان            { ز}     (اردو )

 ژبه او لیک دود

سره له دي چي زه د ژبې او ژبنیو څیړنو په برخه کې ځان د حافظ غونډاری بولم ، په دې ما نا چې یوازې د اړتیا په وخت کې کله ناکله ورمخه کوم ، لکه چې نن هم دلته په دغه برخه کې خپل نظر له تاسو ګرانو لوستونکو سره رشاد پوهنې ته ددرناوي په  پارچې دغه موضوع له علامه رشاد سره هم د یوې مهمې علمي موضوع په توګه مطرح وه شریکوم .

 زه دژبې اولیک په اړه لکه نورنړیوال ژبپوهان په دې اندیم چې لیک د ژبې انځور دي،داچې دا انځور په ښه شان ایستل کیږي اویا بد دا به د ژب ویونکي اوانځورګرکمال وي چې سړی کولای شي پرهغه باندې دهغه د کمال په رڼاکې خبرې وکړي . کله چې انځورګریا لیکونکي هغه ته یومهال داسې  بڼه ورکړې چې دهغو بڼه لکه میخ داسې وه ، نو بیایي  ( میخي لیک دود ) نومولي دی ، کله یې چې لږ نور بدلون ورکړی بیا یې لاتیني بڼه ورکړې،همداسې یې د زما ن په تیریدوسره هندي ، آریاني ، عربي او نورو لیکدودیزشکلونه ورته تراشلي ، په هغوکې یې انځورکړې اوبیا یې هغه ته د ټولنیز تړون (قرارداد)له مخې د لیکدودنوم او بڼه ورکړي دي.اوس موږ کولای شو په دغه ترڅ کې دری څیزه ،  ژبه (Language ) ، لیکدود (Script )  او ویونکي (Reader)  له یوه بل سره په یو ه لړ کې په پام کې ونیسو.  ژبه ږغیزه ، ذهني او بیالوژیکي پدیده ده ، لیکدود یې لیکني او قراردادي(Contractive )  انځوردی ، ویونکی یاعامل (Operator )  یې انسان دی . زما په نظر په دغو دری واړو توکونو کې یوازې  (ژبه ) پرځای او ثابته پدیده  یا دکار موضوع ده . خو دا دوه نورتوکونه چې لیکدود او ویونکي دي ،دوی ته باید دثابتو اومطلقو پدیدو په سترګه ونه کتل شي  بلکې تل یې باید د تغیرمنونکو  پدیدویاتوکو په بڼه په پام کې و نیسوځکه چې کیدای شي دا دواړه هم بدلون ومومي او هم بدلون ورکړای شي .

د لیکدود بدلون د ژبې د ودې نښه  

لکه چې یاده مو کړه چې،ژبه له ژوند سره  په برابره او موازي توګه وده کوي ، خو له بده مرغه چې موږ نه ورته متوجه کیږو اویا په منلې پښتو خبره چې « سرمو نه ورباندې خلاصیژي »  اوکه نه خبره روښانه ده ، ځکه ژبه نن سبا دومره پرمخ تللې چې یوه بشپړه پوهه ( ژبپوهنه ) ورباندې اخته ده چې ځان یې له فزیک او اتومي څیړنواو نورو علوموسره په یوه کتار کې درولې دی .خو ځینو ټولنو اوځینو خلکو دهمدغه لوی علم  نومیالي په خپلو ټولنو کې دخپلو ژورو څیړنواومطالعاتو اودحقایقو دبیانولو پرلامل د ړندو سیاستوالو په اشارو له خلکو پریوه خواساتلي دي،یایي هم په نورو نورو نومونو او ښکیلونوکې را ایسارکړي او یایې له جدي پاملرنې پریوه خوا ساتلي دي. په امریکا کې یو لیوني مالیخولیایی سیاستوال هرڅوک پیژني خو چامسکي ته دډیرو لږو خلکو پام دی ، دا زموږ پښتو لنډه ګنډه درواخله ، دهرچا لپا ره دهرډول بی منطقه ویلو ستایوال شته ، خو دیوه زیار اویوه پالوال اویوه سیال له درد او دوکه خبره اوعلمي طرحې لاهم ترهیڅ ځایه ونه رسیدې . نه څوک پرې  خبرشول اونه یې دتحلیل او تشریح لپاره دمطلقې نا پوهۍ په وجه له یوشمیرسره زغم شته .ځکه چې دوي پریوه ډیره مهمه باریکه لار، په یو ه علمي تګلوري ګام اوچت کړي چې تراوسه یې د منښت اوپيژند  لپاره عیني استعدادهم  د را تګ لارې څاري . په هرډول دایوه ضمني یادونه وه چې باید ځیرک او موشګاف یاران هغوی چې د ژبپوهنې په برخه کې کارکوي ورته ځیروي .

راځو لیکدود ته ، په دغه اړه ترهرڅه دمخه ددغې خبرې یادول اړین دي چې په نړۍ کې یو زیات شمیر ژبې داسې دي چې دوی د لیکدود له سختې ستونزې سره مخامخ دي ځکه چې ځینې لیکدودونه په زیاترو وختو کې پر یوشمیرژبو باندې دبیلابیلوعواملوله مخې په زورتپل شوی دی ، سره له دې چې دا دومره ستونزمنه موضوع نه ده ، خو په یوشمیرټولنوکې له دغې موضوع څخه په لوی لاس دعلمي موضوع پرځای  کله کلتوري ، کله مذهبي او کله هم استعماري اړاو لانجه جوړه شوې ده چې په پایله کې همدغو دری واړو بندیزونود ژبود لیکدودنودبدلون مخه هم نیولې ده .  زیاتره شرقی ژبي تراوسه پورې  دلیکدود له ستونزو سره لاس اوګریوان دي ، تراوسه پورې ددغو ژبو لیکدودونه ددغو ژبو له ژبني جوړښت سره ځان نه شي عیارولای ، په ځینو ځایوکې خوخبره  په یوه استعماري برلاسی ماتم باندې بدله شوې ده . پښتو او فارسي وګورئ ، که سم ورته ځیرشو د همدغه نیمګري لیکدود له امله  د دغو ژبو په لیکني جوړښت د ژبنیو غږونو نښې او څیرې له سره نه لیدل کیږي .  دهرې ژبې په وینګ کې اولیک کې واولونه او کانسوننټونه دهغې ژبې شمزۍ جوړوي،ژبه همدغه توکې په پښو دروي  او ځانګړی شته والي  ته یې حق اوحقیقت ور په برخه کوې . خو له بده مرغه چې موږ تراوسه  په خپلو ژبو کې له داسې تعامل سره مخامخ یو چې د لوی سړي کمس ماشوم او د ماشوم کمیس لوی سړي ته وراغوندو، داځکه چې موږ دخپلو ژبو له جوړښت اوطبعیت څخه خلاف  هغوی ته دبیان اوښود داسې نښې اونښانې جوړې کړې اویامو دنورو په تقلید ورباندې تپلې دي چې نه سمې لیکل کیدای شي اونه هم سمې لوستل کیدای . یوازې په پښتو کې څلور بیلابیل او بیل مانا ویي باید موږ له ناچارۍ په  یوه بڼه ولیکو  لکه  ( لور(lur ) ، لور(lor) ، لور(lawar)  او   لور (lor) اوپه سلګونو دا ډول نور چې بله چاره نه لرو . موږ لږ ترلږه  ددې جرات  والا هم نه شو چې له اروپایی ژبو سره پر یوه لور او ورته والي سره ګام اوچت کړو .ان چې ومونه شوای کولای له هندي هغو سره په یوه سمت حرکت وکړو.  ځکه خو لکه سحراو جادو وهلي موجودات له خپل دغه ناروغ لیک دود سره د ودې او پرمختګ پرلور د ګامونو پورته کولو او حرکت پرځای رغړو .

    موږ په دې باورلرو چې لیکدود په نړیواله کچه په نوې ژبپوهنه کې یوه نړیواله ستونزه ده ، خوداهم باید ومنو چې نن سبا زیاترو ملتواوخلکو ددغې ستونزې دلرې کیدو په برخه کې یولړرغنده ګامونه هم پورته کړي دي ، خوله بده مرغه چې موږ په دغه برخه کې تراوسه  پورې هیڅ هم نه دي کړي ، کیدای شي دغه سیمینار لومړنۍ هڅه وي چې د پښتو او دری لیکدود په اړه په تیره یوه پیړۍ کې دلومړي ځل له پاره په تاریخي کندهارکې جوړیږي. داچې په عملي توګه به هم څه ترې راووځي اوکه نه دابه بیا یا په پخوانیو نیمګړتیاوو سترګې پټول وي او یا به هم دیوه بدلون اوهڅون نښه وي چې په دغه ترڅ کې به رامنځ ته کیږي . انفرادي هڅې به یوې خوا ته پریږدو،خو په ملي کچه هم زموږ د پوهانو داسې یوه ګډه علمي هڅه  چې له یوې هراړخیزې او ملي پایلې سره مل وي په دغه برخه  کې تراوسه نه ده شوې ،همداده چې دعیني کتنې او علمي ارزونې له مخې زموږ تراوسه نوي سلنه پښتو اوفارسی ویونکي په خپلو ژبو نه سم پوهیږي او نه یې هم سمه لیکلای شي . داځکه چې په دغه برخه کې موږ دیوه نظم او یوه تعلیمي سستم کلک بنسټ تراوسه پورې نه دی ایښي ، تاسې ګورۍ چې  پنځه نوي سلنه پښتو لیکونکي اوس هم  ( ی ګانې ) په توپیرسره نه شي لیکلای ، ان چې یو شمیر لیکوال ، ژور نالستان او شاعران تراوسه پردې نه دي توانیدلي چې دځان په وړاندې دغه ستونزه ( ی سمه لیکل ) چې ټول ټال نیم ساعت تمرین غواړي کیږدي او ټول عمر یې سمه ولیکي .  په همدې لړ کې  تاسې په دغه اړه فکرکړی او یا پوهیږئ چې زموږ نامتو لیکوالو چې اویا کاله مخکې څه لیکلي اوس بیا دهغوی لیکنې بیا  لیکنې ته اړتیا لري،دهرنامتو لیکوال ان د استاد الفت په ګډون لیکنې د لیکدود له مخې نورې په ګرانې سره  په اوسني نرخ د لوستلو وړدي .ځکه چې  دوی هم په خپلو لیکنو کې لیکدودي  ستونزې ان په خپل مهال په پام کې نه دي نیولې او نه یي  په فکرکې شوي دي، دوی نه د تخنیکي آسانتیاوواو نه هم د پښتو ژبې د خوریدو په اړتیا باندې ،هغه هم په داسې بیړنۍ توګه ډیرلږ باورمن وو. ځکه چې دوی دغې ستونزې ته دیوې علمي ستونزې  په توګه  نه  کتل او نه یې وړاند وینه کولای شوه. ما مخکې وویل چې د لیکدود ستونزه نړیواله ستونزه ده خو زیات ملتونه لکه موږ غوندې لاس ترزنه نه دي ورته ناست،په فارسي ژبه کې نن سبا  یوازې تاجکستان  وکولای شول چې نوردیو جامع لیکدود ددرلودلو په برکت دغه ستونزه که څه هم یوه موده ورته درنه تمامه شوه خو نن اوسنی نسل په فارسي لیکنه کې ډیرد آرامئ احساس کوي ، له یوه تا جیکی ژبپوهاند  ( سیایف ) څخه زموږ  پوښتنه داوه چې که خپل لیکدود بیرته عربي هغه ته راوړئ  څه ستونزه به وې ، هغه په صادقانه توګه ویل چې موږ نه غواړو او نه دا زموږ د ژبې فارسی تاجیکی په ګټه دی، یوطلایي چانس موږ ته برابرشو باید چې دا په آسانۍ  سره له لاسه ورنه کړو …  ترکانو هم دا کار وکړ خپل لیکدود یې له نړیوال هغه سره په یوه تول کې واچاوه ، دوی  هم اوس له هغې ستونزې سره لکه چې موږ یې تراوسه هم لرو نه دي مخامخ ، کردیانو له همدا اوسه  ترخپلې خپلواکې دمخه دخپلې ژبې د لیکدود لپاره لاتین لیکدود اعلان کړی دی ، دوی همدا وایی چې دوی کولای شي دخپل ملي تشکل ترڅنګ دخپلې ژبې لپاره چې دم ګرۍ  په عراق ، ایران ، ترکیه او نورو سیمو کې تیت اوپرک دي  دیوه واحد لیکدود خبره د خپلې خپلواکۍ ترڅنګ له همدا اوسه جدي ونیسي. یو شمیر ایرانیانو هم له عربي لیکدود سره خپل مخالفت څرګندکړی ، سره له دې چې دوی په یولړ سمونو باندې هم برلاسي شوې،خو بیاهم دا خبره مني چې په علمي لحاظ عربی لیکدود  د دغې ژبې دخوندې ساتنې لپاره یو بشپړ لیکدود نه دي او وړاندیز یې دادې چې خپل لیکدود د اروپایي ژبو لیکدود ته ور واړوي .پرتګالیانو هم  دخپلې پرتګالي ژبې لپاره  چې له لاتینې امریکا بیا ترافریقا او اروپا پورې (۲۴۰ ) ملیونه خلک ویونکي لری په ټوله نړې کې دیوه واحد لیکدود واحده بڼه په  (۲۰۱۵ ) کال کې اعلان کړه او له اړوندو حکومتونو څخه یې رسمي غوښتنه وکړه چې ددغه کاردعملي کیدو لپاره مرسته وکړي او وړاندیز شوي واحد لیکدود په خپلو هیوادو کې په واحده  اوسمه شوې بڼې سره وکاروي . جاپانیانو خود اوسنې تکنالوژۍ له برکته نه یوازې چې یو بشپړ لیکدود یې جوړکړ، بلکه دومره وده یې ورکړې چې په خپلولیکنو کې یې دهرې ژبې د کلیمې تشخیص هم په  ډیره آسانۍ سره وکړای شو . په دې مانا چې ان په خپل لیکدود کې دوی کولای شي  خپل لوستونکي ته وښيی چې کومې کلیمې او کوم جوړښتونه دجاپانې ژبې اوکوم لغتونه اوجوړښتونه له نورو ژبو دوی ته راغلي او یایې منلي دي . دوی په دغه برخه کې له رنګونو څخه چې زه فکرکوم هغه په خپله د ژبنیو او لیکدودي نښومهم  توکونه بلل کیږي کار اخلي،مانا داچې  جاپانیانو د خپلې پرمخ تللې تکنالوژۍ په لوړتیا کې بیاهم د خپلې ژبې پریوه مهمه برخه چې هغه لیکدود دی خپله جدي پاملرنه ساتلې ده.خواوس پوښتنه داده چې که موږ ته دجاپان دغه تجربه اووسایل راورسیږی اوزموږ پوهه هم دخپلې پشتوژبې په برخه کې په فارسی اوعربي باندې تړلې وي اودخپلې ژبې دکره وییونوپرځای پردي ویي کاروو، خدای خبرچې هلته به زموږ دلیکدود اولیکنې اولغوي زیرمې خبره پرچا اوکومې ژبې په رنګ ځان له موږ پردې ښيی …  دزیاتومعلوماتولپاره  وګورئ  ( Chritopeher Seeley The 20th century Japaness  writing system ) :

زموږ لیکدود ستونزې او وړاندیزونه

که موڅوک په ګناه هم نیسې خپله خبره به کوو،هغه داچې موږ همدا اوس په  پنځوس اوشپیتو ملیونو پښتنو کې تر سل تنه زیات سم په پښتو املا اوانشا لیکونکي کسان نه لرو، لوی اولیوني سیاستمداران به لرو ، لوی ډاکتران به لرو ، لوی شاعران به هم لرو ، لوی انجینران به هم لرو خوکله چې دژبې اولیک لوست خبره رامنځ ته کیږي دوی په کې دومره خوار اوغریب دي چې په خپله لیکنه کې د (ص ) او ( س ) په لیکلو اوکارونه کې لکه یو نوی خارجي زده کونکی  له ستونزې سره مخامخ کیږي . څه باید ووایو چې ولې له داسې ستونزې سره موږ مخامخ یو ؟ په دغه اړه مهمه خبره داده چې موږ باید ترهرڅه دمخه دخپل ښوونیز سستم  په برخه کې په یوه انتقادي نظربیا کتنه وکړو چې له بده مرغه په تیره یوه پیړۍ کې موږ دغې ستونزې  ته په شعوري توګه نه یو متوجه شوي . په هرډول راځۍ  یولړهغو ستونزوته یوه انتقادي کتنه وکړو هغه چې دیوه بشپړ اوبسیا لیک اولیکدود په برخه کې موږ ورسره مخامخ یو لکه :

 ۱ ـ زموږ دښوونځي زده کونکي چې کله په لومړي ورځ  په لومړي ټولګي کې په درس پیل کوي، دځینویې هغه الفبا په ذهن کې وي  هغه چې ملا او چړي ورښودلي اویایي هم دبغدادي سپارې په پاڼوکې زده کړې وي . کله چې ټولګی ته هم راځي هغه ته یو مسلکي ښوونکي چې خپله یې هم پر یوې علمي تګلارې (کریکولم ) برابردرس ویلی وي درس نه ورښیي ، کله چې معلم په ټولګي کې په لومړۍ ورځ  د تختې پرمخ  یو لغت  دبیلګې په توګه  ( ټولګی ) ، (ښوونځی ) ، ( آزادی ) ، ( ډوډی)  ، (لرګی ) او نور په یوه  (ی ) او یوه بڼه لیکي ، څرګنده ده چې د ژبې  د زده کړې دغه کوږ بنسټ به تر لوړو پورې همداسې کوږ  لوړیږي . دیوې ژبې د لیکدود په برخه کې ترهرڅه مهم او د پاملرنې وړټکي  په ټولو پرمختللو ټولنوکې دادی چې زده کوونکي باید په همدغه پیل کې د الفبا د زده کړې له یوه بشپړسستم سره بلد کړل شي . خو زموږ بیا  دغې ستونزې ته په همدغه پیل کې ملا ماته ده اویو ماشوم چې نوی د زده کړې په هیله  قلم او کاغذ په لاس کې نیسي موږ نه شو کولای په همدغه پیل کې د سم لیک اوسمې لیکنې په لور له یوې تنظیم شوې علمي او تعلیمي میتودلوژۍ سره سم لارښوونه کړو ،ځکه چې موږ په دغه ټکي ځان غره کوو چې ګواکي موږ په ژبه پوهیږو، په داسې حال چې دا پوهیدل نه دي دا یوازې غږیدل دي. چې له ژب پوهیدو سره په هراړخیزه توګه توپیرلري .

۲ ـ  بله ستونزه چې په نړۍ کې اوس دژبپوهانو له نظره  هغه هم دیوه ملي کریکولم په ترڅ کې  باید سمه شي  داده چې موږ  په افغانستان کې په منځني او ثانوي  دورو ښوونیزسستم کې د بیلابیلو مضمونود تدریس په ترڅ کې د ژبې موضوع ته ډیرفرعي اهمیت ورکوو او یایې هم ګرد سره له نظره غورځوو ، په دې مانا چې زده کونکي او ښوونکي مخکې تر دې چې د خپل مضمون د ژبې لیکدود ته ځیرشي، هغوی د مضمون په فکرکې کیږي ، داچې هغه په څه ډول تشریح او په څه ډول لیکل کیږي ، په دغه برخه کې له ژبې څخه یوازې د لیکنې په موخه هغه هم د آزموینې لپاره کاراخلي اوبس ،د بیلګي په توګه  د فزیک یوزده کونکي او استاد په  دغه عبارت کې چې ( په اتومي نړۍ کې دعلمي څیړنو د پرله پسې څارنې اصل ډیرمهم دی )  د بیلابیلو  یا ګانو راوړل او کارول او یاهم ګرامري جوړښت په پام کې نه نیسی اویاداچې پرې پوهیږي نه ، په داسې حال کې چې د داسې جملې سم نه لیکل ( په اتومی نړی کی دعلمي څیړنو د پرله پسې څارنې اصل ډیرمهم دی) نن سبا د یوې ژبې په زده کړه ، پیژندنه او څیړنه کې لویه ستونزه رامنځ ته کوي  چې دغې او دغې ته ورته لویو او مهمو ستونزو دپښتو ژبې د مطلقې ودې او پرمختګ بهیر له لوی خنډ سره مخامخ کړی دي ځکه چې مسوولې موسسې او ارګانونه او یاهم هغوی چې په دغه برخه کار کوي د ژبې په وړاندې خپل ملي او مسلکي مسوولیت نه احساسوي او خبره په غیرعلمي توګه ترسر تیروي .

۳ ـ خپرني او نشراتي ارګانونه  چې په هرهیواد کې دهغه هیواد له ټاکلو قوانینو اواصولو سره په خپرونو او نشرولو باندې پیل کوي ، هغوی هم  دژبې اولیکدود په برخه کې ځانګړي مسوولیت لري . له بده مرغه چې د پښتو آثارو او خپرولو په برخه کې  په دغو ارګانو کې هیڅ ډول تګلاره ، منظم پروګرام اولارښود نه لیدل کیږي ، دوی ته چې هرڅوک  هرڅه ولیکي ، هغه خپروي  او نشروي ، دوی دخپلو نشراتو لپاره د ارزونې او وړتیا داسې تګلاره چې دهغه اثرمفهوم او ژبه په معیاري لحاظ په پام کې ونیسي نه لري ، دغه نشراتي موسسې چې آثار په واحده بڼه نه خپروي او نه یې په قصدي توګه په فکر کې دي، دوی باید خپلې دغې نیمګړتیا ته متوجه شي ، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې نن سبا خپرنې ارګانو نه اومطبعي دخپل اعتباراو اعتماد په خاطر دیوه کره او واحد لیکدود په برخه کې ځانګړی تګلاره اولارښودي غړي اوکمیسیونونه او کارپوهان لري چي یواثرترچا پ دمخه پرلیکنیواصولواو بنسټونو برابر ټولنې ته له ادبي ارزونې وروسته وړاندې کوي . خو موږ له بده مرغه له دغه نعمت څخه تراوسه خبرهم نه یو په دغه برخه کې باید یوه یادونه وکړم او هغه داچې زماداخبره دتش له نامه سرایله مطبوعاتي آزادۍ سره (لکه چې په افغانستان هرډول مطبوعاتی اصولواومعیارونوپرخلاف کې روانه ده ) په هیڅ ډول اړونده نه ده اونه باید ګران لوستونکي دغه ټکي داسې تعبیرکړي چې زه ګواکي د مطبوعاتي آزادۍ  پرخلاف څه وایم، نه، هغه او زما بحث له یوه بل سره هیڅ ډول تړاو نه لري .ځکه خو زه هیله من چې یو شمیر شعوري دوستان چې د چا پ اوخپرونو په برخه کې اوږده تجربه لري دیوه بیلګیز بنسټ په توګه له خپلو چاپخونو پښتو کتابونه له یوه منلي ادبی معیارسره سم چاڼ کړي اود صلاحیت لرونکوکتونکو له نظره پرته یې چاپ ته ونه سپاري.

۴ ـ  دیوشمیر پښتوویونکي یاران چې پښتو ته یوازې په دغه ټکي رامخه کوي چې ګواکي مورنۍ ژبه یې ده اوهغه په بیلابیلو وختو اوځایو کې دټاکلو غرضونو پرلامل دوسیلې په توګه کاروي،په دغه برخه کې مې مراد هغه کسان دي چې دوی په تیرودوولسیزوکې دیرغلګروموخو، مطبوعاتواو تبلیغاتو سره مله شول ، په دوی کې یوشمیرپه ډیره بې پروایي اوپه شعوري توګه د خپلې ژبې د علمي اوملي ونډې  پر زیان تمام شول، دوی فکرکاوه چې دوی د ژبې اهل دي ، ان چې ځانونه یې دماهرانو او کارپوهانو په چوکاټ یوازې دخپلې ځاني ګټې په خاطرواچول ، په داسې حال کې چې په یوه ژبه لیکل اودهغې معرفي کول دیوه ملت امانت چې هغه باید وسیله نه  بلکه د یوه لوی هدف په توګه ورته مطرح وي . دغه ډله چې زه دتیرې دوولسیزو په ترڅ کې د ژباړونکو او ژبنۍ ما فیا په سترګه ورته ګورم، په رښتیا هم چې په همدغه ما فیایي دنده بوخته ډله ده ، دوی په بې زړه سویه د پښتو ژبې  په مسخه او سپکاوي کې رغنده برخه واخیسته، دوی یوازې  لنډمدتي موخی او پروګرامونه ان تراوسه هم دیوشمیر شبکوپه اشارو پرمخ بیایی چې دهیڅ ډول ودې اوپرمختګ تمه نه شي ترې کیدای . په یاده شوې موده کې دغو یارانو له ځانو څخه پرته له دې چې د پښتو ژبې دیوه ساده کورس شهادتنامه ولري  پښتومسلکي فرهنګ پوهان ، پښتو مسلکي ژباړونکي ، پښتو مسلکي استادان ، پښتو مسلکي ژورنالستان ،نطاقان اونورله ځانو جوړ کړل . دیوچا به پلاراو نیکه دپښتوژبي لیکوال اوشاعران وو خوزامن يی نن سبا باید دهغه په براند باندې دنورو مسلکي او بې خانداني برانډه پوهانو او استعدادونه خنډ نه شي ، دوی باید پردغه ټکي باندې ویاړمن نه وي چې  « هرمغل چې په سوات راشي شهزاده شي ». په تیرو دوو لسیزوکې پښتو ژبې ته دغو ژبنیو مافیایي کړیو څه په هیواد دننه او څه هم له هیواده دباندې لوی زیان رسولی دی. دوی نه سمه ژبه چا ته ښودلې ، نه یې سمه املا او لیکدود په خپلو لیکنو کې کارولی اونه یې د خپلې ژبې تقدس ته ترخپلې ځاني ګټې زیات ارزښت ورکړي دی . دغه یاران باید په دي پوه شي چې دوی که د استعمار او یرغل مطبوعاتي اوژورنالستکي چوپړیان هم دي بایددخپلې ژبې په برخه کې له احتیاط او زړه سوي څخه په تیره بیا د لیکدود په برخه کې کارواخلي .

  ۵ ـ پښتو ژبې او لیکدود ته له لسګونو ستونزو سره یوځای یوه هم د  (ی ) ګانو ستونزه وردغاړې شوې ده ، وګورۍ موږ کله  پنځه اوکله شپږ کم او زیات ځانګړي  وینګونه په یو بڼه اویوه  ګرافیم  (ی ) سره لیکو.  کیدای شي یوڅوک دا دلیل ووايي چې  نه  داهره یوه  (ی ) بیله بڼه لري او بیل وینګ لري ، سمه ده، داخبره سړی په ظاهري توګه قانع کولای شي ، خو کله چې یوڅه علمي تحلیل ته هغه هم د ژبپوهینزو زده کړو په برخه کې ور ننوځو، په دغه ترڅ کې بیا له یو لړستونزو سره مخامخ کیږي، موږ  نه یوازې  (ی ) لیکو بلکي په څنګ کې یو بل  پیټي هم پر( ی ) باندې ور زیاتوو چې هغه ټکي یاهم  همزه او یاهم نورې بڼې دي . په علمي لحاظ او دپوهانو د لید له مخې  زموږ او دنړۍ یوشمیر ژبو ته دغو بڼو یولړخو څه چې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړې دي ، که چیرې ددغه هروینګ لپاره  ځانګړي نښې په یوه بڼه غوره شي ، زه فکرکوم چې په دغه حال کې به موږ پریوه علمي بري ورمخه شوي وو . په داسې حال کې چې دم ګړۍ دا یوه ستونزه ده او وړده چې باید په دغه باره کې نه یوڅوک ، بلکي یوه کارپوه ډله  (نه بي سنده  ژبنۍ ما فیایي ډله )  لاس په کارشي اوپښتوژبه او لیکدود له دغې ستونزې څخه که څه هم په ظاهري کتنه ګران کار ښکاري  وژغوري . موږ باید د نن دهوسایی په فکرکې نه شو بلکي دغې پخوانۍ  نیمګړتیا او پوښتنې ته باید د راتکونکونسلونواو را تلونکو څیړنو په خاطردیوه مثبت حل په لټه کې شو.ځکه چې په نړیواله کچه نن سبا ژبپوهان په ژبوکې داډول ورته تورې د ژبو د ودې  او لیکدود دبشپړتیالامل  نه بولي . لکه : (ي – ۍ – ی –ئ  – ې ) چې دا په خپل ذات کې یوتوری (فونیم ) نه دی  بلکي  دوه او دری فونیمونه مود یوه  توري له پاره کارولي دي.

۶ ـ بله لویه ستونزه چې پښتولیکدود اود پښتود ودې اوسني بهیر ته ور دغاړې شوې ده ، هغه دګړدود( لهجې ) ستونزه اوموضوع ده ، سمه ده چې دا یوه نړیواله موضوع ده ، یو ه علمي موضوع ده چې دعلمي څیړنو په برخه کې په زرګونو څیړنې او تحقیقات په دغه برخه کې شوي او لاهم روان دي ، ژبه بې لهجو نه وي ، ځکه چې په یوه ژبه کې هره لهجه دیولړعواملو، طبعی ، کلتوري ، سیاسي او ان اقتصادي اړخونو او ځانګړنو لرونکې ده . ملتونه  او حالات دیوې لهجې پر شمزۍ باندې یوه معیاري ژبه رامنځ  ته کوي او هغه د خپل اند اوژوند د ویندویي او بولندویي ژبې  په توګه کاروي . له ښه مرغه چې موږ په نژدې تیرو پنځو لسیزوکې په یوه نسبتآ منل شوي معیار سره مخ په وړاندې ولاړو خو له دي سره سره بیاهم زموږ ژبپوهان هغه لهجوي ستونزې چې ورسره مخامخ یولاهم نه راسپړي او دحل یوه جامع لاره نه ورته پیداکوي ، یوشمیر چې داکارکوي او په دغه برخه کې دیوې معیاري ژبې رامنځ ته کول او دود ول غواړي هغوی را ته پیریان ښکاري او خبرې یې هم سحر او جادو، په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده ‎، هغو غواړي ددغې ستونزلپاره دیوه علمي حل پرپوله باندې ودریږي ، موږ وینو چې یو شمیر خو تر دغې پردي لاندې خپل عیبونه پټوي ، کیدای شي یوشمیر په انفرادي توګه لکه چې دمخه مو یاده کړه داکار د ژبې بډایتوب پرلامل ترسره کړي خو پوښتنه داده چې دا کار که په هرلامل اوهره موخه وي انفرادي کاردی چې دیوه فرد هڅه په ډاګه کوي خو داکاردیوې ډله ییزې هڅې په وړاندې دانفرادي وسیلې حثیت لري چې موږدغې انفرادي وسیله ته باد دهدف په سترګه ونه ګورو. بیاهم وایم هرڅوک چې پښتووسیله کوي، هغې ته د یوه معیاراوهدف په توګه کار نه کوي ، دیوې معیاري پښتو په نیت قلم نه وررته چلوي، څرګنده ده چې ستونزې زیاتیږي او ددغوستونزو ملامتیا به ډیر زر زموږ د راتلونکو له خوا پرموږ را اوړي . موږ باید لهجې دژبې په وړاندې د پیاوړتیایی موادو او زیرموپه توګه وکاروو نه داچې په لوی لاس یې دیوه منل شوي معیار او معیاری ژبې په وړاندې لکه بت پرته له یوه عام منښته ودروو. باوردی چې دغې ستونزې دم ګړۍ دپښتوژبې لاس او پښو ته په افغانستان او پښتونخواکې دواړو کې فولادي هتکړۍ ور اچولې او لیکدود هم ورته ګنګ ولاړدی. زما په اند داستونزه هله حل کیدای شي چې موږټول دیوه معیاري لیکدود چې په انفرادي هڅه باندې نه وي پیل شوی بلکه دیوه اکاډیمک ارګان اوصلاحیت لرونکو ژبپوهانواوادب پوهانو له خواجوړ وي علمي پلوي وکړو.

۷: د لیکدود کارپوهان، سمونکي او ان مسولان باید دغه ټکي ته ځیر وي چې دیوې ژبې لیکدود په دغه تخنیکي نړۍ او ددغو پرمختګونو په چټک بهیرکې  لکه زموږ کالي داسې زر زر زړیږي ، ښایي یوشمیردوستانو ته زما دغه خبره آسمان په توپ ویشتل ښکاره شي ، خو زه اوس خپله  په عملي ډګر کې له دغې ستونزې سره مخامخ یم . په دي مانا چې که موږ د خپلو نامتولیکوالو او شاعرانو لیکلي کتابونه خپلې مخې ته اچوو پوهیږو چې دهغوی لیکدود اوان ګرامري جوړښت داوس په پرتله څومره نیمګړتیاوې او ستونزې لري ، د استاد الفت او استاد بینوا ، په پښتونخواکې د حمزه او نورو نومیالیو آثار نور په داسې آثارو کې راځي چې موږ یې پرلیکدودیزو ستونزو او نیمګرتیاوو باندې له ورایه پوهیږو، زه په دي فکریم چې که یوه با صلاحیته کومیټه او دنظرخاونده خواخوږې ډله  دیوه علمي او اکادمیک ارګان له خوا ددغه مقصد لپاره چې باید ددغو معاصرو کلاسیکانو آثار له اوسني لیکدود ، یا به بله وینا له اوسنۍ املا او انشا سره برابرنه شي،د دوی آثار نور خپل هغه معنوي ارزښت چې په خپل وخت کې یی په هغه لیکدود اوهغه بڼه چې موږ بوډاګان پرې پوهیږو دنویوڅیړنواونوي پښت په وړاندې خپل ارزښت له پوښتنوسره مخامخ کوي . په دغه برخه کې یوه علمي فکر او یوه پراخ نظري تصمیم ته اړتیاده چې باید واک لرونکي یاران او موسسي په دغه برخه کې لاس په کار شي . موږ پوهیږو چې زموږ دغو نخبه ګانو په خپل مهال کې دغه شونتیاوې چې موږ یې لرو نه درلودي او یاداچې صادقانه باید ووایو چې نه پرې پوهیدل . کوم څه چې له دوی څخه موږ ته پاتې دي ، که هغه موږ د اوسني نسل په زده کونکي باندې په هم هغه اویا کلنه پخوانۍ بڼه او لیکدود لکه (چه ) او(چې) یا (کښې ) او (کې) لیکواویا لولو، موږ ته په عملي توګه دا پته لګیږي چې لیکدود د جامو بڼه لري باید ښوصورتونو اوسیرتونو ته له وخت او شونتیاوو سره سم په ښکلې توګه ور واغوستل شي .

۸ ـ  دلیکدود په اړه ژبپوهانو ته وړاندیزدی چې په لیکدود کې د غږونو(واولونو، اوغبرګغږونو )په ستونزه باندې کاروکړي اودغې لویې ستونزه ته دحل یوه داسې لاره ولټوي ، څو د دوی په مرسته اوهڅه موږ دغې ستونزې ته وروستی حل په ګوته کړو. زه چې کله پښتو په هندي دیونا ګري لیک دود باندې لیکم ، باوروکړئ چې هلته زه په روښانه توګه خپله پښتو په خپل ټول ادبي درنښت سره لیدای، کتی اولوستی شم.

۹ ـ دلیکدود بڼه اودپښتوژبې له پاره د یوه لیک دډول په نښه کول  (نسخ … نستعلیق اویانور)

۱۰ – د پښتوژبې له پاره دمعیاري لیکدواړتیا اووړتیا په هراړخیزه توګه د وړاندیزوړده، په دې شرط چې دټولو پښتو ژبوهیوادو، سیمو، لهجو، خپرونو، پوهنتونو، ښوونځیو، آثارو، زده کونکو، ژبپوهانو، عادي خلکو ونډه، اوتاریخي رسالت استازیتوب په کې وشي .

 درناوي

پروفیسور رشید

د نهرو پوهنتون د بښتو څانګې استاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. ثنا الله يوسفزی says

    استاذ خالق رشيد صيب د ژب پوهنی زدکړی د نبوغ څښتن علامه رشاد په سرپرستئ کی تر سره کړی او د دوو لسیزو راهسې د هند په نهرو پوهنتون کی د پښتو درس ورکوي. په پښتنۍمينه يي په هند کی د پښتو د زدکړو سويه د يو اضافي مضمون د سطحی څخه فوق السان ته ورسوله. د دومره مودی په اوږدو د د پښتو ژبی د ليکدود د ستونزو سره ښه بلد شوی vovels , phonemes , morphemes and syllabi
    د ځانګړيتوب او په ليکدود کی د موجودو ستونزو د کار سره مخامخ شوی. دا اوسني وړانديزونه د دغه اوږدی تجربی او په ذهن کی د تقابلی مطالعی د پانګی د چاڼولو را چاڼولو لاس ته راوړنه ده.

Leave A Reply