نړیوالو مرستندویانو د راتلونکو څلور کلونو لپاره افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې

0 1,087

د جینوا کنفرانس په ترڅ کې چې پرون پای ته ورسید نړیوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې.

نړیواله ټولنې ژمنه وکړه چې راتلونکو څلور کلونو کې به افغانستان سره ۱۲ میلیارده ډالره مرسته کوي. اروپايي ټولنې د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو، بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه، جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالر کلنۍ، کاناډا د درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالر، هالنډ ۲۲۰ میلیونه ډالر، ایټالیا په کلني ډول ۳۵ میلیونه یورو، ډنمارک د درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالر، ناروې ۷۰ میلیونه ډالر، استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالر او سويډن د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی. په ورته وخت کې هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

 د معلوماتو له مخې چې دا مرستې به په افغانستان کې پر تلپاتې سولې، پایداره پراختیا، فساد سره پر کارنده مبارزې او د افغانستان راتلونکي کې د ښځو پر فعاله ونډه ولګول شي.

د یادونې وړ ده چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۶م کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له افغانستان سره د ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د تر ۱۵ میلیارده ډالرو زیاتو مالي مرستو ژمنه کړې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply