د فلسطين ديني عالمانو رئيس په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله

0 556

په نړيوال کچه د ديني عالمانو له لوري په افغانستان کې د جګړې له ناروا بللو سره دا ځل د فلسطين ديني عالمانو رئیس او د قدس شريف امام ډاکټر الشیخ عکرمه صبري په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او ژر تر ژره يې د بندېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په اردن کې د افغانستان سفارت ته په يوه لېږلي غږيز پيغام کې ويلي، په افغانستان کې روانه جګړه د قرانکريم النساء سورت ۹۳م ايات پر بنسټ شرعي جواز نه لري او دوام يې د شريعت خلا عمل دی.
ډاکټر عکرمه صبري دغه راز زياته کړې په افغانستان کې د مسلمانانو وژنه ناروا ده او ټينګار يې کړی چې مخالف وسله‌وال دې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د ستونزې حل په لټه کې شي. له دې سره افغان حکومت هم د فلسطين ديني عالمانو رئيس او د قدس شريف امام له دې فتوا هرکلی کړی او زياته کړې يې ده چې د نوموړي دغه دريځ سوله‌ښوونکی او اړين دی.
بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، پر ډاکټر صبري سربېره په نړيواله کچه د معتبرو ديني عالمانو له لوري ورته دريځ نيونه او فتوا، د تاتريخوالي کمولو او مخنيوي په اړه د افغانانو له سولې‌غوښتونکي ليدلورې د ملاتړ په مانا دی.
له دې وړاندې د ګڼو نورو هېوادونو معتبرو ديني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او پر وسله‌والو طالبانو يې غږ کړی چې د جګړې پر ځای دې په قطر کې پر سياسي مذاکراتو خپل تمرکز زيات کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply