په بغلان کې هره مياشت ۶زره کسان برېښنايي تذکرې اخلي

0 640

په بغلان کې د احصایې ریاست چارواکي وايي چې هره میاشت ۶زرو کسانو ته په دغه ولایت کې برېښنايي تذکرې وېشل کيږي.
د بغلان د احصايې او معلوماتو ريس محمد عارف عظيمي وايي چې د نومبر مياشتې په اوږدوکې يې تر دې دمه څه کم ۵ زره الکترونکی تذکرې ويشلې او هره مياشت په منځنۍ کچه شاوخوا ۶ زرو کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکول کيږي.
د بغلان د احصایې رئیس دا راپور تېره ورځ د «لیندۍ پر۵مه» د بغلان ولایت سرپرست والي ذبیح الله احساس ته وړاندې کړی دی. د بغلان ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د یاد ولایت سرپرست والي ذبیح الله احساس پرون په ناڅاپي ډول له دغې ادارې لېدنه کړې او د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ او د دغې ادارې د کارمندانو حاضري يې څارلی دی. خبرپاڼه وايي چې ښاغلی احساس د ټولو کارمندانو پر حاضري ټيڼګار کړی او ويلي يې دي چې د قانون په رڼاکې د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې باید بشپړ آسانتياوې برابر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply