امریکا په افغانستان کې ۱۰ پوځي هډې وتړلې

0 698

امريکايۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې په قطر کې د امریکا او وسله‌والو طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې، امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ پوځي هډې تړلي دي.
د واشنګټن پوسټ د راپور پر بنسټ، امریکایي پوځیان د لغمان له ګمبیري، د هلمند له بست، د ننګرهار له ډي‌الینکر، د پکتیا له لایټیننګ، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د اروزګان له ترېنکوټ، د فارياب له میمنې، د کندوز له جونز  او د زابل له کلات هډو وتلي دي.
په راپور کې زياته شوې، پر دې سربېره چې امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ هډې خالي کړي، خو بیا هم له افغانستان څخه د دغه هېواد ځواکونو د وتلو بهیر غیر یقیني ښکاري او داسې نه برېښي چې امريکايي ځواکونه به ژر له افغانستان ووځي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، افغان او امریکايي چارواکو هم د امریکا ۱۰ نظامي هډو د تړلو پخلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ موده وړاندې اعلان وکړ، د نوي ميلادي کال تر پیل پورې به خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي. خو د نوموړي دغه اعلان بیا د ناټو ځینو غړیو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply