د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د روانې میلادي میاشتې په شلمه نېټه کابل ته پټ او بېړنی سفر کړی دی.

د سیحون د معلوماتو پر اساس، ښاغلي خلیلزاد کابل ته په بېړني سفر راغلی و او غوښتل یې د مذاکراتو اړوند د طالبانو د قطر دفتر پیشنهادي طرحه له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکه کړي، خو ولسمشر یې له لیدلو انکار کړی دی.

یوې باوري حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سیحون ته وویل، خلیلزاد غوښتل د طالبانو پیشنهادي طرحه ولسمشر ته ورکړي، خو ولسمشر ورته ویلي، چې د مذاکراتو د پیل بنسټ اساسي قانون او مشورتي لویه جرګه ده، نور هېڅ راز سند او طرحه افغانستان سولې ته نه شي رسولی.

سرچینې وویل،” د طالبانو په دې پیشنهادي طرحه کې راغلي وو، چې د افغانستان جنوبي ولایتونه دې په سملاسي ډول طالبانو ته وسپارل شي او دې زون کې مېشت ټول افغان سرتېري دې ووځي، هغه که ولسوالیو کې دي، که مرکزونو یا هم پر ډیورنډ فرضي کرښه.”

خو ولسمشر غني ویلي، چې دا طرحه هم له اساسي قانون سره په ټکر کې ده، هم هېواد کې د بې ثباتۍ لامل کېږي او هم به افغانستان په څوو برخو وېشي.

بلخوا، د معلوماتو له مخې، خلیلزاد کابل ته له پټ سفر وړاندې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي ته ویلي، که چېرې د افغانستان حکومت د نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا غوښتنې ونه مني، ښايي واشنګټن له افغان ځواکونو سره خپلې هر راز مرستې بندې او د طالبانو ملاتړ وکړي.

د سرچینې په خبره، د خلیلزاد په لاس افغان حکومت ته د طالبانو په لېږل شوې پیشنهادي طرحه کې دا هم راغلي وو،” مخکې له دې چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کړي، د یوې یا یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې باید د حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت ایجاد او د افغانستان د ټولو بنسټونو په رهبرۍ کې تغییرات رامنځته او طالبانو ډلې کسان دې وټاکل شي. د ملي اردو تشکیل باید له ۲۰۰ زرو څخه ۵۰ یا ۷۰ زرو ته راښکته شي.”

بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړیو ویلي، چې مذاکراتي ټیم کې د عبدالله عبدالله د برخې کسانو د امریکا په شمول له یو شمېر هېوادونو مالي امکانات تر لاسه کړي، نو په همدې اساس داسې ښودل غواړي چې ګنې افغان حکومت د سولې مخالف دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا کابل ته د خلیلزاد او د طالبانو د پیشنهادي طرحې په اړه کوم څه نه دې ویلي؛ خو د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړي چې کابل ته راغلي، هغوی د خلیلزاد سفر تایید کړی دی.

سرچینې وايي، چې خلیلزاد د ۹ ساعتونو لپاره کابل کې وو، خو ونه توانېد چې ولسمشر غني وګوري او د دې طرحې په تړاو خپل دلایل ورته وړاندې کړي.

سیحون نیوز