ولسمشر غني د سولې په اړه له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره سلامشورې کړي

0 711

ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاينې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف سره د سولې په اړه په وروستيو تحوولاتو خبرې او سلامشورې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دغه لېدنه نن يکشنبه د ليندۍ په ۹مه له غرمې وړاندې په ارګ کې شوې. خو په ياده لېدنه کې د سولې اړوند بحثو شويو مسايلو په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.
د ارګ له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: «په دې لېدنه کې د سولې پروسې، د ملي پخلاينې عالي شورا د تشکيل پر څرنګوالي او د يادې شورا د لومړنۍ ناستې په اړه خبرې اترې وشوې.»
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو مرکچي پلاويو د مذاکراتو پر تګ‌لاره توافق ته له رسېدو خبر ورکړی. خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي يوه غړي نادر نادري بيا په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي چې تر اوسه په دې په بشپړه توګه توافق نه دی شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply