شمالي وزيرستان کې نامالومو وسله‌والو ۴ قومي مشران وژلي

0 623

د شمالي وزيرستان اوسيدونکي وايي، پرون د نومبر په ۳۰ دې سيمه کې د نامالومو وسله‌والو له لوري ۴ قومي مشران وژل شوي دي.

د دوی په خبره دا پېښه پرون د شمالي وزيرستان په خېسور کې هغه مهال رامنځته شوې چې ياد څلور واړه قومي مشران په موټر کې د تګ پرمهال وو او په همدې حال کې د نامالومو وسله‌والو له لورې په نښه شوي دي.

ملک عمر، ملک میر سعدي، ملک نور رحمان،  او ملک رضا هغه قومي مشران دي چې د شمالي وزيرستان د تېرې ورځې په هدفي بريد کې وژل شوي دي. تر اوسه د يادو قومي مشرانو د ترور مسووليت کوم چا په غاړه نه دی اخيستی، خو پښتون ژغورنې غورځنګ او نور قبايلي فعالانو تل په ورته پېښو کې د پاکستان پوځ او استخباراتو په لاس لرلو تورن کړي دي.

له ۲۰۱۹ کال را په دېخوا په قبايلي سيمو کې هدفي وژنې زياتې شوي او له همدې کبله پښتون ژغورنې غورځنګ هم په خپلو وروستيو لويو غونډو کې د يادو وژنو پر مخنيوي ټينګار کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply