نبیل: اووه زره پاکستانیان د طالبانو لیکو کې د افغان سرتېرو خلاف جګړه کوي

0 503

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، شاوخوا ۷۰۰۰ زره پاکستانیان د طالبانو په لیکو کې د افغان ځواکونو خلاف په جګړه بوخت دي.

هغه په خپله یوه تازه مرکه کې زیاته کړې، چې دغه پاکستاني جنګیالي زیاتره یې د حقاني شبکې غړي دي او افغانستان کې ورانکاره کړنې ترسره کوي.

د هغه په وینا، دغه پاکستاني طالبان په پکتیکا، زابل اؤ غزنی کې فعالیتونه کوي، چې ډېری وخت د جګړې د رهبرۍ مسوولیت هم لري.

د نبیل په وینا” د طالبانو سره ډیر زیات پاکستاني طالبان شته، زیاتره یې د حقاني شبکې سره دي چې په پکتیکا، غزني، زابل کې فعال دي او په مشرقي کې هم زیات د لشکر طیبه او د داعش ډلو کې پاکستاني طالبان فعال دي، تقریبآ د شپږو او اوو زرو کسانو پورې به ورسره وي.

رحمت الله نبیل وروسته له هغه دغه ادعا کوي چې افغان حکومت هم تازه ویلي، د هلمند او کندهار په جګړو کې يې لسګونه پاکستاني طالبان وژلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply