د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا د نیویارک ټایمز د تورونو په غبرګون کې ویلي، ولسمشر غني نه، بلکې ۵ نور عوامل دي، چې خبرې یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره، د جګړې زیاتوالی، په دریځونو کې د نرمښت نه شتون، د سرتاسري اوربند په اړه د افغانانو او نړیوالو غوښتنه له پامه غورځول، میم زر ما، ټول زما تګلاره او په ټوله کې د یو اړخ لخوا د ارادې او روحیې نشتون  ددې باعث شوی دی، چې خبرې ټکنۍ شي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډ‌ونه جوړوي، هغه موضوع چې په کور دننه او بهر د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوې ده.

افغان حکومت هم وویل، چې سوله ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې يې زیاتې هڅې کړې دي.