پاکستان او ایران دواړه افغانستان ته په کمین کې

عبدالمنان توحیدیار

0 2,105

پاکستان او ایران چې د افغانانو او افغانستان سرسخته دښمنان دي، اوس یې د ګډو ګټو لپاره مشترکه جبهه رامنځ ته کړې چې د سویل لویدځې حوزې اړوند ولایتونو کې مشترک عملیات کوي او مشترکې موخې تعقیبوي.

سویل لویدیځه حوزه کې ایران او پاکستان ځکه په مشترکه جبهه جوړیدو باندې سلا شوي، دواړه هېوادونه شومې موخې لري.

دا دواړه هېوادونه جنګي طالبانو ته امکانات برابروي او بیا یې د یو هدف لپاره کاروي چې د افغانانو وینه تویه، افغانستان وران او د دوی ګټې پکې ترلاسه شي.

د مالوماتو له مخې، د کویټې شورا په لارښوونه ۴۰۰ طالبان له نیمروز او فراه څخه کندهار ته د جګړې لپاره تللي دي.

که څه هم دوی په کندهار کې سخته ماتې وخوړه او شاتګ ته مجبور شول، خو په دې جګړه کې یې زیات شمېر خلک بې کوره کړل، د انارو باغونه یې یا وسوځول او یا یې حاصلات په بوټو کې خراب شول.

طالبان اوس د افغان ځواکونو د توان نه دي او هڅه یې دا ده چې یوې سیمې لپاره د وسله والو اشر وغواړي، جګړه وکړي او بیا بیرته شاتګ وکړي.

طالبان په دې ډول کړنو سره امکانات او پيسې ترلاسه کوي او د جګړې له درکه د طالبانو مشران ښه هوسا ژوند لري.

سویل لویدیځ حوزه کې استخباراتي مالومات ښيي چې ایران او پاکستان په همغږي باندې جګړه مخکې وړي او د کندهار جګړې د مدیریت لپاره د ایران د استخباراتو شپږ کسان د طالبانو لیکو کې لیدل شوي دي.

ایران په سویل لویدیځه حوزه کې د اوبو له مدیریت ډار لري، که دا اوبه مدیریت شي، د ایران برښنا کمیږي او زیات شمېر ځمکې به یې بې اوبو شي.

پاکستان بیا له هر چا سره همکاري کوي چې افغانستن وران کړي او د افغانانو وینې تویدنې ته دوام ورکړي.

هغه طالب قومندانان چې د ایران د ګټو لپاره کار کوي او هغه طالب قومندانان چې د پاکستان په امر باندې فعالیتونه کوي، یوه مشترکه جبهه یې ترې جوړه کړې او هر ځای چې عامه ځایونه وي، ویجاړوي یې.

طالب چې د جګړې لپاره روزل شوي ډله ده، هیڅکله پرته له جګړې ژوند نه شي کولی، ځکه دوی دې درکه زیات امکانات په لاس راوړي او حاضر نه دي چې دا امکانات او طاقت یې له لاسه ووځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply