ابن بطوطه او د دۂ یونلیک

لطیف یاد

697

ابن بطوطه او د دۂ یونلیک (سفرنامه)

او افغانستان ته د دۂ سفرونه

—————————————

ابن بطوطه چې اصلي نوم یې محمد و د عبدالله زوی د محمد لمسی او د إبراهیم کړوسی دی چې په ۷۰۳سپوږمیز(قمري)درجب دمیاشتې په ۱۴ مه یاد ۱۳۰۴زیږدیز(میلادي) کال دفبروري دمیاشتې په ۲۳ مه نیټه دشمالي افریقې د مراکش دهیواد دطنجې Tangier په ښار کې زیږیدلی دی . دده سفرنامه یا یونلیک په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې دزیات شهرت نه برخمنه ده .ده خپل دغه سفر له نن ورخې نه (۶۹۱)) کلونه وړاندې یعنې په ۱۳۲۵ زیږدیز /میلادي کال کې کله چې ۲۳ کلن و پیل کړ او په ۱۳۵۲زیږیدیز کا ل یې پای ته ورساوه او پوره ۲۹ نهه ویشت نیم کلونه وخت یې ونیوه او ده په خپل سفر کې ۴۴ هیوادونه ولیدل او ۱۱۷،۵۰۰ کیلومتره لار یې په پلي ، خرو ، کچرو ، اوښانو، اسونواو کښتیو سره ووهله او په پای کې یې خپله مشهوره سفرنامه په عربي ژبه ولیکله چې ( تُحفَة اَلنُظار فی غَرائِب اَلأمَصار وعَجائِب اَلأسَفار) نومیږي چې دابن بطوطه په سفرنامې یا یو نلیک سره شهرت لري چې عربان ورته رحله ابن بطوطه هم وایی.

ده دخپل سفر په پیل کې په ۱۳۲۵ زیږدیز کال کې چې دمراکش دطنجې له ښاره دحج دسپیڅلې فریضې داداکولو په مو خه یې پیل کړ دمراکش دنورو ښارونو ترلیدو وروسته موریتانیا ، الجزایر، تونس، لیبیا، مصر، قاهره، سور ریاب ، ، مینا عیذاب، دمصر ختیزه صحرا ، سینا، فلسطین، غزه ، الخلیل، بیت المقدس، رمله، عکا، نابلس، جبله ،لاذقیه او نور ښارونه لکه بیروت، آسان البقا،طرابلس، جبل لبنان، بعلبک، دمشق، حمص، حماة، معرة النعمان، حلب، الساحل السوری، حصون اسماعیلیه، حجازاو اردن نه لیدنه کتنه وکړه او د لارې د نا امنۍ له کبله د خپل مقصد په لوري د شام او فلسطين له لارې مکې معظمې ته ورسېد اود حج له ادا کولو وروسته یې دمکې او مدینې او جدې ښارونه ولیدل او عراق ته لاړ او دکوفې ، نجف ، بصرې ،بغداد ، تکریت او موصل ښارونه یې ولیدل .له هغه ځایه بیا یمن ، سومالیې ، کینیا او تانزانیا هیوادونو ته لاړ .وروسته دپارس خلیج ته راغی اوبحرین ، قطیف ، احسا او یمامې ښارونه یې ولیدل او تر هغه وروسته بيا ايران ته ولاړ،ده په ایران کې دآبادان ، خوزستان ، اصفهان ، لرستان ، شوشتر ، شیراز او یزد ښارونه هم ولیدل. اوبیا ترکیې ته لاړ اودروسیې په جنوب کې دکریمیا سیمه چې دولګا په سیمه کې موقعیت درلود ولیدل او له هغه ځایه بلغاریا ته لاړ.ورپسې استراخان او قفقاز ته راغی اوبیا قسطنطنیې او استانبول ته لاړ . بيا د والگا درياب له لارې د آمو درياب پورې غاړه د ماوراء النهر ښارونو خوارزم او بخارا او له هغه ځايه د ترمذ او اوسني حيرتان له لارې بلخ ته راغی.

ابن بطوطه په افغانستان کې :

وروسته تر دې چې ابن بطوطه دحیرتان له لارې افغانستان ته راننوت نو لومړی یې له بلخه لیدنه وکړه او د ميمنې دغرنیو سیمو له لارې هرات ته لاړ. په هرات کې د سلطان غياث الدين غوري زوى سلطان حسين يې ډېر درناوی وکړ،.دی په خپل يونليک کې نوموړى سلطان په ښه خوله يادوي اودهغه ځينې سوبې او فتوحات یې هم ليکلي دي، بيا له هرات نه جام ، سرخس، مشهد، نيشاپور او بسطام ته تللى دى.

ابن بطوطه وروسته ددویم ځل لپاره افغانستان ته راغی او د اځل يې غوري او بغلان وليدل، او له هغه ځايه کندوز ته ولاړ او هلته يې يوڅه موده استوگنه هم کړې ده، له کندوز نه د اندراب له لارې د هندوکش له غرونو تېر شو، پنجشير، کوهستان، څرخ او غزني ته يې هم سر ورښکاره کړى، بيا کابل ته لاړ ، له کابله د گرديز اوگوملې له لارې دهند او سندهـ خواته ولاړاوډیلي ته ورسېد او دډیلي سلطان احمدشاه تغلق يې خورا ډېر درناوى او تود هرکلى وکړ او له سلطان محمدشاه تغلق سره د سندهــ دپښتنو د اړودوړ اوجگړو څه پېښې يې هم په خپلې سفرنامه کې خوندي کړې دي. دغه راز يې دهغه وخت دسياسي پېښو اوافغانستان دښارونوپه هکله يې خورا ښه معلومات ورکړي دي

دډیلي سلطان احمد شاه تغلق هغه ته دقضاء دنده وسپارله او تر دوه کاله پورې يې دغه دنده د مالکي مذهب سره سمه سر ته ورسوله اوپه هند کې تر نهو کلونو تم کیدو وروسته یې يوځل بيايې د سياحت مينه په زړه وورېدله، او په يو رسمي سفر له څو تنو ملگرو سره د چين په لوري وخوځېد، خو د مالديپ جزيرو ته چې ورسېد بيا تم شو، اوبيا له هغه ځايه په ۱۳۴۴ ميلادي کې سرانديپ(سریلانکا) ، بنگال ، بنګله دیش ( چاټگام، سلهټ ) اود هند د لیرې پرتو سيمو کمبوديااو فلیپین،ا ندونیشیا او سوماتر ا ترلیدلو وروسته چين ته ورسېد، او تر پېکنگ(بیجینګ)، پورې ولاړ، بيا وروسته فارس ، شام ، عراق او مصر ته ولاړ، او په څلورم ځل له مصر څخه دمکې معظمې دسفر په نيت روان شو، اوپه څلورم ځل يې حج اداء کړ.

ابن بطوطه په ۷۵۰ هـ کې د المغرب ( فاس ) ښار ته ولاړ او هلته يې ډېره موده تېره کړه، بيا د اندلس ( اسپانیا ) غرناطې ته ولاړ او دې وروستي سفر يې ډېره موده ونېوله، په ۷۵۳ هـ کې سوډان ته ولاړ اود افريقې د تورپوستوسیمې ټمبکټواو مالی یې ولیدلې او دتوات او اګدیز د ددښتو له لارې بېرته خپل هېواد مراکش ته وگرځېد اودخپل اوږده سفر موزې يې وکښلې او خپل له ځوره او سټریا نه ډک سفر يې پاى ته ورساوه. باید وویل شي چې کله ابن بطوطه تر دغه اوږد سفر نه وروسته بیرته خپل هیواد مراکش ته ستون شو دمراکش واکمن، سلطان المرینی دی دقاضي په توګه وټاکه . ابن بطوطه په ۷۷۹ سپوږمیز/قمری کال چې د۱۳۳۷ زیږدیز/میلادي سره سمون خوري په مراکش کې وفات شو او هماغلته خاوروته وسپارل شو.

دنوموړي دسفر لار نژدې ۷۵۰۰۰ پنځه اويازره ميله اټکل شوې ده .ده دخپل سفر حالات د ابوعنان د دربار يو اسپانوي عالم محمد د جزى الکلبي زوى ته واورول، هغه دده د سترگو ليدلي حالاتو ته د ( رحلة ابن بطوطة ) يا ( تحفة النظار وغرائب الامصار وعجائب الاسفار )ونوماوه او د کتاب بڼه يې ورکړه، دنوموړي د لاس دغه يونليک د پاريس په موزيم کې خوندي دى.

لويديز وال په نولسمه پېړۍ کې دابن بطوطه ددې سفرنامې نه خبرشول ، اود ۱۸۰۸ او ۱۸۰۹ او ۱۸۱۹ کلونو ترمنځ ددې يونليک ځينې برخې یې انګریزي ته وژباړلې او کيمبرج پوهنتون پروفیسر ګیب ددغه يونليک په بشپړه توګه په انگريزي و ژباړه او په ۱۹۵۸زیږدیز/ميلادي کال کې او تر هغه وروسته کلونو کې په دوه ټوکونو کې خپور کړ داهم باید زیاته کړو چې دابن بطوطه دغه سفرنامه یا یو نلیک دنړۍ په څلویښتو ژبواو له هغو نه په انګریزي فرانسوي، پرتګالي، اسپانوي، ایټالوي، روسي فارسي او اردو ژبو هم خپورشوی دی، خو زما وړاندیز دادی چې که کوم باصلاحیته شخص یې پښتو ته وژباړي نو ستر کاربه یې کړی وي، ځکه په دغه سفرنامې یا یو نلیک کې دافغانستان دهغه وخت دبیلابیلو سیمو او په تیره بیا دپښتنو په اړوند هم ځینې شیان شته .

ددې یونلیک لوستل ځکه مهم دي چې یو څوک دهغه وخت د تاریخ او جغرافیی ، دخلکو ددودونو ، دپاچا هانو او د خلکو دژوندانه دبیلا بیلو برخو سره آشنا کوي .زه دتاریخ دیوه زده کوونکی او مینه وال په توګه ټولو هغو کسانو ته چې دتاریخ او جغرافیی سره مینه لري ددغه یونلیک دلو ستلو سپارښتنه کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.