ملا منصور له وژل کېد وړاندې په پاکستان کې ځان بېمه کړی و

0 769

د پاکستان ډان ورځپاڼې تازه راپور ورکړی چې د وسله‌والو طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو لنډه موده مخکې په پاکستان کې د بيمې له يوه شرکت سره ځان بېمه کړی و.

ډان د پاکستان مرکزي څېړنو ادارې يا FIA په حواله ويلي، ملا منصور ګل محمد او محمد ولي په نوم د پاکستان جعلي پېژند کارتونه «شناختي کارډونه» درلودل د همدې کارډونو پر بنسټ يې ځان ته (life Insurance) اخيستې وه.

د يادې ادارې د مالوماتو له مخې په راپور کې زياته شوې، ملا اختر محمد منصور د پاکستان يادو جعلي پېژند کارتونو پر مټ دې هېواد کې د ځکمو او اپارتمانونو د پير او پلور کاروبار هم کاوه. ډان زياته کړې چې په وروستيو کې نوموړي د ځمکې او اپارتمانونو د پير او پلور په اړه د سوداګرۍ ټول‌ټال ارزښت ۳۲ ميليونه کلدارو ته رسېده.

په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وړاندې په پاکستان د بيمې يوې کمپنۍ ته ۳ لکه کلدارې هم ورکړې وې خو تر وژل کېدو وروسته يې دې کمپنۍ د منصور او د نوموړي نږدې ملګرو د اسنادو اروزنې په هدف د پاکستان عدلي او قضايي ارګانونو ته عريضه کړې وه.

د پاکستان د مرکزي څېړنو ادارې د مالوماتو له مخې، په دې څېړنو کې جوته شوې چې دې شرکت ته ورکړل شوې پېسي او پر جعلي پېژند کارتونو روان کاروبا د ملا اختر محمد منصور اړوند دي.

د څېړنو په ترڅ کې پرېکړه شوې چې له سود سره يو ځای د بيمې شرکت ته ورکړل شوې نعدې پيسې او د نوموړي جايدونو له ليلام وروسته ترلاسه کېدونکې ټولې پيسې دې د پاکستان خزانې ته وسپارل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply