د طالبانو زور زیاتی، له مسؤلیت یې ځان خلاصولی شي

سید عبدالله پاچا

1 630

طالبانو په څلورم ځل هم پر کابل راکټي بریدونه وکړل، خو په دومره توپير چې یو ځل یې د بریدونو مسوولیت منلی او درې ځل نور یې نه دی منلی.

طالبانو د لوړې مراسمو باندې راکټي بریدونه وکړل، دا چې دې مراسمو کې زلمی خلیلزاد او د ناټو قومندان و، طالبانو یې مسوولیت و نه منه، خو کله چې د ازادۍ جشن و، پر دفاع وزارت یې راکټونه وتوغول چې بیا یې مسوولیت  ومنه.

تر دې وروسته طالبانو بیا دوه ځل پر کابل ړانده راکټونه وتوغول چې ټول راکټونه پر استوګونو کورونو او بازار کې ولګیدل چې شاوخوا شپيته کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، خو مسوولیت  یې و نه منه.

همداسې یې د شنبې په سهار یو ځل بیا پر  کابل ړانده راکټی بریدونه وکړل چې یو ملکي وګړی پکې شهید شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

دا د طالبانو د تاوتریخوالي دوام دی چې نه  غواړي د سولې مذاکراتو په  دوام کې اوربند وکړي او یا تاوتریخوالی کم کړي.

دا یوه بیلګه ده چې وړاندې مو کړه، طالبان دغه ډول هر سهار او هره شپه کلیوال باندې په ويښه تیروي، له کلیو او کورونو د افغان ځواکونو پوستو باندې بریدونه کوي او خلک یې ژوند کې تنګ کړي دي.

کنه څنګه کیدلی شي چې طالبان یو ډول بریدونه کوي  خو د ځینو مسوولیت مني او د  ځینو نورو مسوولیت نه مني.

طالبان د تاوتریخوالي مسوول دي، یا بریدونه خپله کوي او یا دا ډول بریدونو ته زمینه سازي کوي.

طالبان په ډاګه وایي چې په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې نشته، نو چې نورې ترهګرې ډلې نشته، دا بریدونه څوک او د څه لپاره کوي.

طالب د دې وطن لپاره سرطان دی او تر څو چې دا د سرطان دانه یا غوڅه شوي نه وي، او یا یې درملنه نه وي شوي، دې وطن کې به د جګړې اور دوام لري.

یوه هیله او اندیښنه سولې ته ده

که طالبان سوله وکړي، بیا یې هم ځینې جنګي ډلې دغه ډول بریدونو ته دوام ورکوي لکه د شنبې سهار یې چې پر کابل راکټي بریدونه وکړل، خو سیاسي ډلې یې مسوولیت و نه منه، ځکه برید جنګي ډلې کړی و.

که سوله کوي، طالبان پوهیږي چې هیڅ ورته نه پاتې کیږي، ځکه د طالبانو ټول زور تاوتریخوالی او د خلکو وینه تویدل دي، نور څه نشته.

که طالبان جګړې ته دوام ورکوي، نو د نړیوالو له لوري ملامت بلل کیږي او که سوله کوي، نو وسله وال ورسره سوله کې نه یوځای کیږي، خو دا ورځ رارسیدونکې ده چې طالبان به له خپلو کړو پښیمانه کیږي او حساب به ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. Dr Subhanullah Obaidi says

    سیدعبدالله پاچالیکتی ته په اشرې اوپه کلکه دردولوله موضع نه غواړم اضافه کړم چه: ما په کابل پوهنتون، بیاوروسته نوروهدفی وژنو اوبالاخره تازه کابل شهرباندی یوظخل بیا لکه ملحدوتنظیمی ډلوچه کال ۱۹۹۲ کی ورول بیاراژوندی کړل. پدې هکله ماپه کلکه وغندل اومستقیمن مې ددې ټولوفاجعوشاته دشړریانظار-شمالی ټلوالي جنګی اوعایداتي مجرمین ولاړ دی! زما اودزرګونوهېوادوالو اټکلونه نن صالح تصدیق کړل. صالح وویل چه کابل شهرباندي دراکتبازان مسوًلین پنجشېر کی پټ دی! له بله طرفه تازه په آرګ کی دحهادی مفسیدواووطنپلورونکو احزابورهبرانو اظهارات اوهاصتن دبن په کنفرانس کی کلیدی وطنخرڅونکی قانوني د * زون مفاومت* چه پخوا دشورای مقاومت په نوم یادېده، یادونه وکړه، ددې مطلب اومفهوم دادی چه دمجاهدپه قیافهو کي پټ شیطانان چه هېوادیې په نړیموکلونو کی وران، کابل شهر یې ویجاړ کړ، ۱۳۰ زره بېګناه کابلیان یې بېرحمانه توګه چه زیات یې دجنسی تېریوو قربانی شول، ووژل، اودوی په هیڅ وجهه دخپلوکثیفو شاهانه موضعکانو خوشی کونکی ندی اوحاضر دی چه یو ځل بیا هېوادکی دوینو سیلابونه وبهېږي! زه دهغو افغانانو په حال نهایت زیات تآثف کوم جه په رډو رډو سترګو ګوری چه سمیولرمجاهدین اودپرچم د ډلی قومندانان په ښکاره هلک وجنی، په ملکی کسانو اوکورونو بمبارۍ کوي خو بیاهم سترګی پټوی او پړه یې په هغوچااړوی چه میدان یې وړیدي اوزه باورلرم چه دا ملی خاینین، غله ، غاصبین او اداری موږمان به ختم کړي! ومن الله التوفیق! کامیابی دحق ده، او راځی به.

Leave A Reply