طالبانو نوي دستورات ترلاسه کړي

سیدعبدالله پاچا

0 719

د طالبانو مشرانو په اسلام اباد او جي ایچ کیو کې د پاکستان له استخباراتي او پوځي مشرانو سره ولیدل او هغوی سره یې د راتلونکي په تړاو سلا مشورې وکړې چې څنګه کولی شي افغانستان کې ګډوډي زیاته کړي چې دوی د پاکستان په مرسته باندې بیا واک ته ورسیږي او له کابل د اسلام اباد حکمونه جاري شي.

طالب مشرانو ته د پاکستان استخباراتو نوې طرحه ورکړي چې کولی شي پر حکومت فشار راوړي او تبلیغاتي برخه کې به پاکستاني استخبارات ورسره همکاري کوي.

دا طرحه کویټې شورا سره شریکه شوې، کله چې د طالبانو مشران له اسلام اباد څخه کویټې ته راغلل، کویټه کې یې طالب قومندانان او کویټې شورا ته هغه دستورات ورکړل چې ای ایس ای دې مشرانو ته ورکړي و.

د مالوماتو له مخې، په نوي دستوراتو کې څو يې په لاندې ډول دي.

لومړی: طالبانو خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې په مخامخ جګړه او ځانمرګو بریدونو دې تمرکز نه کوي، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې دې ځآنمرګي بریدونه او جګړې کمې کړي، د دې پر ځآی دې ښارونو باندې تمرکز وکړی، ښارونو کې دې هم چریکې بریدونه کوي، ځانمرګي بریدونه دې نه کوي.

طالبانو ولیدل چې ښارونو کې اطلاعاتو ته لاس رسی زیات دی او هره پيښه باندې خلک سخت غبرګون ښيي او ټول افغانستان کې یې په اړه خلک خبریږي.

په دې ډول بریدونو سره چې بې ګنا پياوړي کسان پکې په نښه کیږي، طالبان پوهیږي چې فشار پر حکومت راځي او د حکومتي ځواکونو امنیت چلنج کیږي.

دویم: طالبانو په دې لارښوونه کې زیات تمرکز په کابل ښار دی چې دیني عالمان، قومي مشران او خبریالان دې په نښه کړي چې تر ټولو زیات غبرګونونه له ځانه سره لري.

طالبانو دا لړۍ له وړاندې پيل کړې وه او اوس اندیښنې شته چې لا ډير شدت پيدا کړي او له دې لارې پر حکومت د خلکو فشار زیات کړي چې هر څه ژر د طالبانو په خوښه او ډول باندې سوله وکړي.

درېيم: طالبانو په نوي دستور کې موټرو پسې نښلیدونکو ماینونو باندې هم تمرکز زیات کړی او هر هغه څوک چې څو کسان پرې خفه کیږي او اوښکې توی کوي، په نښه کوي او له منځه یې وړی.

د طالبانو روان پلان کې یواځې خبریالان او مدني فعالان په نښه کیدل، خو اوس داسې ښکاري چې دا لړۍ دیني علماوو او قومي مشرانو ته وغځوي.

طالب د خپلو ګټو او واک ته د رسیدو لپاره هر هغه کار کوي چې انسانیت او مذهب ترې کرکه لري، خو طالب دا کار کوي او بیا ورته توجیهات د پاکستان د استخباراتي ملایانو څخه اخلي، هغه ملایان چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply