ننګرهار کې پر طالبانو قیامت جوړ دی

سیدعبدالله پاچا

1,010

تازه له درې کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د ننګرهار ځينو ولسوالیو کې طالبانو پيدا شوي او جګړې یې پيل کړي دي.

هسکه مېنه، پچیر اګام او خوږیاني هغه ولسوالۍ دي چې تازه طالبانو پکې بیا سر راپورته کړی او لومړیو بریدونو کې یې ځینو سیمو کې عامو  خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې.

له دې بریدونو سره یو ځای افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر طالبانو بریدونه پيل کړي او تېرو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا دوه سوه طالبان په هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبان داسې فکر کوي چې بهرني ځواکونه د جګړې له ډګر ووتل او دوی ته به اسانه وي چې ځینې سیمې ونیسي، خو دوی د ځانګړو ځواکونو، کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت قطعاتو له زور نه دي خبر چې طالب ترې بیا نه اسمان ته ختلی شي او نه ترې په ځمکه ننوتلی شي.

هر ځل طالبان همداسې کار کوي، کندهار، هلمند، غزني، لغمان ولایتونو کې یې همداسې بریدونه وکړل، متقابل بریدونو کې طالبانو د خپلو مړو جسدونه پريښودل او پښې یې سپکې کړې.

هر ځل طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ کیږي او تيښته کوي، خو دا چې طالبان له خپل عادت او تاوتریخوالي مجبور دي، بیا پردې او لادونه جګړې ته رامخ ته کړي او پر افغان ځواکونو یې ووژني.

طالبان په دې جګړو باندې پيسې اخلي او وسله وال د جنت په حوسونو باندې تېر باسي، د هرې جګړې مالوم قیمت دی او پيسې یې د طالبانو مشران په دوحه او پاکستان کې ترلاسه کوي او خپل ژوند پرې جوړوي.

د طالبانو به دا خیال له سره وځي چې فکر کوي دا وطن چې تیرو شل کلونو کې ساتل شوی دی، بهرنیانو ساتلی دی، اوس به ورته مالومه شي چې د بهرنیانو یواځې نوم و، دا وطن د دې وطن رښتنې اولادونه ساتي.

طالبانو ته هر ځل ماتې کې د دې وطن د زړه ورو سرتیرو زور ورمالومیږي او هر ځل له درنې مرګ ژوبلې سره خپلو سمڅو ته ستنیږي.

که طالبانو د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار نه اخیستلی، یوه میاشت یې هم مقاومت نه شو کولی، خو دا چې طالب عام خلک د سپر په توګه کاروي، په همدې خاطر باندې ډير کله له جګړې ژوند وځي.

د طالب سر به خلاصیږي چې دا وطن د ۹۰یمو کلونو وطن نه دی، دا وطن اوس فعاله امنیتي او دفاعي ځواک لري چې په هر قیمت ترې دفاع کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.