طالبان د وحشت په وروستي حد کې

سید عبدالله پاچا

0 662

د چهارشنبې په سهار د کابل ښار چهلستون سیمه کې د فیفا اجرایوي مشر یوسف رشید په یو برید کې ترور شو، یوسف رشید کوم اړخ سره تړلی نه و او نه یې کومه ګنا درلوده، یواځې دا چې ښه سړی و، مشهور و او زیات خلک پرې خفه شول.

له تیرې یوې میاشتې راهسې په کابل او ولایتونو کې د ژورنالیستانو، مدني فعالانو او پيژندل شویو کسانو ترور روان دی.

دا قتلونه د نامالوم په نوم مالوم وسله وال کوي چې په طالبانو پورې اړه لري، خو په دومره توپير چې مسوولیت یې نه مني.

طالبانو له دې کار څخه څو هدفونه دي؟

لومړی: طالبان چې د پاکستان ملیشې دي، هر هغه کس پر طالبانو باندې ترور کوي چې څو کسان ورپسې خفه کیږي او یا پاکستان فکر کوي چې دا څېره یې اوس او یا وروسته مخالف ګرځیږي.

دویم: طالبان د سولې پروسه کې د فشار لپاره داسې خلک په نښه کوي چې له حکومت وغوښتل شي چې هر څه ژر سوله وکړي او په دې پروسه کې د طالبانو ټول وړاندیزونه ومنل شي.

دریم: طالبان چې پخوا یې د دا ډول ترور مسوولیت اخیست، اوس یې ځکه نه اخلي چې له نړیوالو سره یې ژمنه کړې، خو طالبان له خپل عادت او خپل بادار څخه مجبور دي چې دا کار وکړي.

څلورم: افغانان تر بل هر وخت د تاوتریخوالي څخه اندیښنه لري او له همدې کبله دا ډول مرګونه طالبان کوي چې خلک په ژوند کې تنګ او راتلونکی نظام د طالبانو په خوښه او ډول باندې ومنی.

پنځم: طالبان چې اوربند نه کوي، پوهیږي چې نورې ترهګرې ډلې شته چې جګړې ته دوام ورکولی شي او بیا د دوی ځای کم حسابیږي.

شپږم: که طالبان وایي چې دا بریدونه دوی نه کوي، نو بیا ولې په دې اعتراف نه کوي چې د دوی تر څنګ نورې ترهګرې ډلې هم شته چې تاوتریخوالي کې لاس لري.

له دې ټولو سره داسې تحلیل کولی شو چې طالبان هر هغه لار کاروي چې په کابل باندې یو ځل بیا د اسلام اباد واکمني وچلوي.

طالبان دې ته لار برابروي چې د حکومت پرضد د خلکو شور جوړ شي، د حکومت حاکمیت او مسوولیت تر سوال لاندې راشي.

طالب دې په دې پوه شي، که پر افغانانو له دې هم سخته ورځ راشي، بیا طالبانیزم نه مني او نه افغانان غواړي چې شا ته ستانه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply