يوې حکومتي سرچينې رسنيو ته تائيد کړې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفير عبدالحکيم دليلي د زړه حملې له کبله وفات نن سېشنبه سهار مهال وفات شوی دی.
د دليلي وفات کېدو خبر د ملي پخلاينې په عالي شورا کې هم ځينو سرچينو تائيد کړی او ويلي يې دي چې نوموړی د زړه حملې له کبله وفات شوی دی. د ملي پخلاينې عالي شورا سرچينو زياته کړې چې دليلي په دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو پرمهال ښه او رغنده رول لوبولی دی.
دې سرچينې رسنيو زیاته کړې چې په دوحه کې د افغانستان سفير عبدالحکيم دليلي د انسانچاري په توګه د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره له نږدې او پر وخت همکاري کړې ده. دليلي د ۲۰۱۹ ميلادي کال په فيبرورۍ کې د قطر لپاره د افغانستان سفير په توګه وټاکل شو. نوموړي زدهکړې په قطر کې کړې وې او له سياسي ماموريت وړاندې يې په همدې هېواد کې د استازۍ دنده ترسره کوله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په قطر کې د افغان سفیر د مړینې له امله د غمشریکۍ لاندې پیغام خپور شوی دی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320