د عامې روغتیا د وزیر ۴ خپلوان د رشوت اخیستو په تور نیول شوي

0 770

د افغانستان لويې څارنوالۍ تائيد کړه چې د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني ته نږدې ۴تنه د عامې روغتيا وزارت له کارکوونکو څخه د رشوت اخيستو په تور نيول شوي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي، ياد کسان د رشوت پر اخيستلو تورن دي او له ملي امنيت سره په همغږۍ تېره شپه نيول شوي دي. نوموړی زياتوي چې لويه څارنوالي به په خورا دقت او د تعادل په پام کې نيولو سره دغه قضيه تعقيب او پايلې به يې له خلکو سره شريکې کړي.د افغانستان لویې څارنوالي او د ملي امنیت ځواکونو د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني ورور، زوم او دوه خپلوان سلاکاران د وزير ورور شکران عثمان، د نوموړي تره‌زوی کاوه سرمست، د ترور زوی يې حامد فرامرز او د نوموړي سلاکار فريدون سلطاني شامل دي.

د یادولو ده چې د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني د جمعیت قوماندان او د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور نفر او د هغه له خواحکومت ته ورپېژندل شوی دی. د عامې روغتیا پخوانی وزیر هم د جمعیت او د عبدالله عبدالله له خوا مقرر شوی وو. عامې روغتیا وزارت ډیر بودیجه لري چې د ګټې وټې ښه وزارت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply