ولسمشرۍ ماڼۍ: طالبان اوس د افغان حکومت او ولس پر وړاندې جګړه کوي

0 725

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، وسلوالو طالبانو اوس د امریکا پر وړاندې جګړه درولې او د افغان حکومت سربېره یې د ولسونو پر وړاندې جګړو ته زور ورکړی دی.
ارګ د  امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د تېرې شپې د ټوېټ په غبرګون کې وايي، چې وسلوالو طالبانو اوس امریکا پر وړاندې نه جنګیږي؛ مګر د افغان حکومت سربېره یې د افغان ولس پر وړاندې جګړو ته زور ورکړی دی. مايک پومپيو تېره شپه په خپله ټويټر پاڼه ليکلي و، چې د ٢٠٢٠  زيږديز کال پر مهال چې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون شوى، په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى د طالبانو له لوري ندی په نښه شوی او نه وژل شوی .
د ولسمشري ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، چې د افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژنې کچه بیخي تر صفر کچې ده او زیاتوي چې دا دې ښکارندويي کوي چې ټوله جګړه د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه مخې ته وړي.  هغه په یو ویډویي کلېپ کې وايي، چې وسلوالو طالبانو د امریکا پر وړاندې جګړې درولې او د افغان پوځيانو سربېره یې ولسونه د خپلو حملو لاندې راوستي دي چې په خبره یې هره ورځ ملکي وګړو ته د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې مرګ ژوبلې اوړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٢٠ کال په فبرورۍ مياشت کې دامريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تړون لاسليک شوى و چې د امریکايي چارواکو په خبره طالبان دې تړون ته بشپړ ژمن پاتې شوي او د دوی پر پوځیانو یې بریدونه درولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply