!سفر ليک مې

ثاقب الرحمن ستوری

0 658
شايد په لوستلو يې درد احساس کړئ!
زه د کورنۍ په غړو زښت ګران وم د مور او پلار ترڅنګ مې د وروڼو د سرتاج وم هر ورور مې داسې مينه راکړې چې د هغوي مينې زه د سفر په جريان کې ليونى کړى وم د لار په دې تنګو سختو کې مې په هر انسان سترګې ور مخامخ شوي د ورور مينه مې پې راتلله
هيڅ به نه صبريدم او د شنو سترګو به مې لکه د ژمي د باران په څير اوښكې روانې شوي،
د بابا هغه غږ مې هيڅ له ياده نه وته چې د سهار اذان به وشو ثاقب الرحمنه ځويه جګ شه لمونځ وکړه د مورکۍ د هغې ريښتنې مينې ارمانجن وم د مسجد د امام مولانا صلاح الدين خوږ غږ مې هيڅکله تر غوږونو نه رارسيد شايد د زښتو کړاونو د وجهي مې په غوږونه هم کوڼ شوى وم
د پوهنتون له نوم مې کرکه پيدا شوي وه،
يوه ورځ مې وغوښتل چې خپل هيواد پريږدم
لامل يې د کانکور ازموينې ناکامۍ ترڅنګ د پلوټۍ په ازموينه کې د امريكې روپو غوښتنه وه،
د سفر مخکې زه د سختو سوچونو سره مخ شوم د ژوند مې زړه تور شوى وو هر شپه به تر دوه دريو بجو پورې خوب نه راتلو ځينې وخت به دومره سوچونو واخيستم چې ځان سره به مې وويل شايد زړه مې وچوي يا مې اعصاب کار پريږدې د سفر نه يوه ورځ مخکې ماذيګر وختي کور ته راغلم
مورکې مې را باندې پوهه شوه چې ځوي مې سخت خفه ښکاري،
لکه څنګ چې مې پاس يادونه کړې ده چې د مور مينه چې په دې نړۍ کې يې مثال نشته،
مورکۍ هيڅ کومه خبره نشته يوازې د کانکور ناکامې او د پلوټۍ په امتحان کې د ډالرو غوښتنه مايوسه کړی يم کاش چې بابا مې مالداره وو اوس به د پلوټي زده کړو ته تللى وم او پلوټ به راڅخه جوړ شوى وو
کور ته ماذيګر وختي په دې خاطر راغلم چې د خپلې خوږې مورکۍ ديدن ترڅنګ د کورنۍ غړي مې ووينم،
لومړي د کتابونو المارۍ څنګ ته وراغلم او کتابچه مې راوخسته د سترګو مې اوښکي بې واکه راروانې شوي زړه مې په لړزيدو شو،
د کورني غړو ته مې پکې د ډاډګيرنې الفاظ وليکل
اى زما پلار خوږې مورکۍ او زما وروڼو زه درنه په يو غير قانوني سفر ځم هغه د شمشاد په مرکه کې چې مې ويلى وو نور ژوند نه غواړم په افغانستان کې تير کړم داسې الفاظ مې هم ور اضافه کړ د ټولو نه مې د بښنې ترڅنګ د دعاګانو غوښتنه وکړه خط مې زمونږ د کلي يو کس ته ور کړ چې زه ورته د مينې نه لالا نوم اخلم او نوم يې ضياءالرحمن سيدې دى هغه ته مې ورکړ او دا ټنګار مې پري وکړ چې زما د سفر په اړه چاته څه وونه وايې چې ستورى په غير قانوني سفر هيواد پريږدي،
ماښام شو ټول وروڼه مې کور ته راغلل د ماښام ډوډي تيار شوه خو زما هيڅ د ستونې کپه ښکته نه تيريده خو په داسې انداز مې يو څو کپونه واخستل چې څوک را باندې پوهه نشې
يوازې دا فکر راسره وو دا د وروڼو خوږې خبري د پلار د جرګو او مرکو بحثونه د مورکۍ مې نازک او خواږه الفاظ دا به وي او زه به نه يم،
ماسختن ناوخته شوو ټول وروڼه مې خواره شو هر يو خپل خوب خوني ته ولاړل. زما هيڅ زړه نه ښه کيده چې د دې څخه نن شپه جدا شم،
خو چې کله مې ټول وروڼه سره جلا شول زه هم خپلې خوب خوني ته ولاړم او په کتابونو مې سترګي مخامخ شوي ټول کتابونه مې را واخستل او پاک مې کړل بيرته مې کتابونه په خپلو ځايونو کې کيښودل
هيڅ خوب نه راتللو د سهار اذانونه وشول شيطان دې وخت کې را باندې غالب شو او سترګي مې پټي شوي وي؛
د سهار ناشته تياره وه مورکۍ مې را پسې استازى راوليږه چې راشه ناشته وکړه چې دوکان ته بيا ځې لاړم ځان مې برابر کړ ناشته څه ناشته وه يو پياله شين چاى مې په زور وڅکو،
مور مې راته د دوکان بکسه راکړه خو هيڅ مې زړه نه کيدو چې دوکان ته ولاړ شم په هر څه پسې مې مخ اړوو سبا به دلته زه نه یم او دا ټول به وي
لنډه دا چې دوکان ته ولاړم سهار وختي مې د دوکان څخه د مصرف خرچه را واخسته،
ورور مې قاري لالا دوکان ته راغلى ټول حساب يې وکړل،
او ما د ملګرو سره دا وويل کړې وو چې زه به غرمه دغه خطرناک او انسان خوړونکې سفر ته دوام ورکوم،
د غرمې ډوډۍ ته کيناستم ځان مې مريض کړ،
او د سر نه دوسمال تاو کړ مخکې مې يادونه وکړه چې زه په وروڼو زښت ګران يم سمدستي قاري لالا وويل ځه چې ولاړ شو روغتون ته په دروغجنه خوله مې ورته وويل زه ځانته ځم ته پاتې شه لالا مې د دوا لپاره نوري روپي هم راکړي نور هم خوشحاله شوم
زمونږ د کلي ډير اخلاقي انسان ابن امين استاذ سره مې دوه ورځي مخکې خبره کړې وه
بس ماذيګر مې د کلي نه سفر پيل کړ او ماسختن زه ننګرهار مخابراتو چوک ته راورسيدم او خپلي شميرې مې هم بندي کړې وې ترڅو چې کورني پر ما خبريږي ما د نيمروز په لوري حرکت کړى وو،
نور نه غواړم تاسو وخت ونيسم در څخه مننه کوم چې دغه زما څوک کرښي مو ولوستلي رب مو د داسې دردونکو خالاتو په امان ساته،
دا ډول خاطري ليکل انسان ته هيله بخښونكې وي انسان لکه د پولادو قوي کوي؛
هغه ځوانان چې په خارجي هيوادونو کې ژوند کوي او د زده کړو ارمان کوي اوس هم وخت نه دى تير راشئ خپلو درسونو ته دوام ورکړئ؛
ښاد ياد اباد ودان واوسئ ملګرو!
په درنښت
ثاقب الرحمن ستوری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply