خليلزاد لکه چې بيا د باجوه او د اسد دُراني پيغام راوړی

سيد حسين پاچا

0 1,004

خليلزاد لکه چې بيا د باجوه او د اسد دُراني پيغام راوړی

اوس د امريکا، پاکستان، خليلزاد او د طالبانو اصلي څېره لا ښه بربنډه شوه چې پمپيو څه وويل او دوی ((طالبانو + پاکستان)) څومره افغانان وژلي دي؟

د امريکا وپاکستان + … ټولو هڅه دا ده چې افغانستان د پاکستان ټولو نامشروعو غوښتنو ته واداره کړي. تېرځل يې د نجيب د وخت حکومت جهاديانو ته مجبوره او دا ځل يې بېلکيو حمارګلو يا د پنجاب وړيا ملېشو ته مجبوره کړی او له خوږې ګوتې يې ورته نيولی چې افغان حکومت د حامدالحق په خولې د خپل پلار او د نصيرالله بابر چرګوړو او بچيانو ته تسليم کړي، خو خپله بيا د هيرا منډي د بندولو غږ نه کوي.

نوټ : بېنظير که څه هم سيکولره وه، خو ايمان يې له ډېرو شعوري وناشعوري بنسټپالو ان تش په نامه له ديوبنديانو ښه وو چې په زغرده يې ويلي وو : ((طالبان د برتانيا طرحه (پلان) وه چې مالي و نظامي ملاتړ يې امريکا وسعودي کولو او روزنه يې زموږ وه او زموږ موخې مخته وړي، نو اوس ښه ترا جوته شوه چې د طالب پروژه هېڅ ديني صبغه نه، بلکې څارګري (استخباراتي) او نيمه نظامي صبغه لري يا په بله مانا وړيا ملېشه ده، خو د دين (مذهب) په نوم راباندې راتپل شوې چې له نورو نړيوالو استخباراتو سره د سيمه ييزو استخباراتو موخې هم مخته وړي چې افغانوژنه، هېواد ورانونه او د هېواد د تاريخي هويت ختمونه او ترورېزم ته وده ورکونه ده چې لېرې او نژدې موخې مخته وړي چې مرکزي اسيا بېثباته کړي.

يادونه :

ولسمشر ټرمپ د خپلې مخينې له مخې يو کلانکاره هوټلي وو، ځکه خو د امريکا غوندې يوې سترې مشرۍ ته د بشريت په تاريخ کې يې په ډېره سپکه سترګه وکتل، ځکه خو د اکوړې مدرسې يو خام چرګوړي حامدالحق هم له خپل صلاحيت او ديني بنسټ پورته او بې تړاوه څرګندونې وکړې او د حکومتونو په کچه استازولي يې وکړه چې دا د اصولو له مخې خو څه ان چې له اخلاقي پلوه هم ورسره په کار نه وه، خو د پنجاب هغه واکمنې کړۍ د همدې ډول اپلتو لپاره دغسې بېتجربې چرګوړي روزلي چې وخت ناوخت بې وخته اذانونه کوي او د مشر ملا صاحب نه تر هبت الله پورې يو هم د بل چا اذان نه اوري..ټرمپ خو الله تعالی په نړيواله کچه سخت په شرمونو وشرمېده، خو خليلزاد، پاکستان، طالبان، حکمتيار، ص رباني او بانډتيان به يې کله په شرمونو شرميږي؟

داستان بروتهايم

عصمت قانع

پېزوان مې خړو اوبو دروړ

په غم شريکه ياره نيسه ګودرونه

کرنيل امام په خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې مولوي محمد نبي محمدي داسې راپېژني :

کرنيل امام ورپسې زياتوي :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

طالبانو ته دا څڼو ډيزاين وسټايل دا هم لکه چې د جهنمي کرنيل امام ابتکار دی ځکه خو يې په پورته مشخصو خصوصيتونو د طالبانو ډله رامينځته کړه چې څنګه يې غوښتل چې له سياسي او هم له اسلامي شعوره خلاص، خو تش په نوم د مذهب په نوم د دوی د موخو آلې او د جنګ و بربادۍ افزار وي. مولوي محمد نبي محمدي يې هم تش د تقوی په نوم تېر ايستلی وو.

همدا اوس چې له ډېرو طالبانو وپوښتئ زياتره يې هېڅ له ديني واسلامي ارزښتونو سره هېڅ اشنايي نه لري او هېڅ خبر (آګاه) نه دي، خو څنې يې پرېښي او د طالب په نوم به له خلکو سره په live کې هم دعوې دنګلې وهي.

ملا برادره!

د پنجاب په غوجلو کې عنين شويه اوس يې ښه خوند وکړ چې پمپيو څومره خوشاله او تاسې وپنجاب په ګډه څومره افغانان ووژل او څومره ميندې او مېرمنې مو بورې او کونډې او څومره ماشومان مو يتيمان کړل؟

په شرم خو تاسې نه پوهېږئ چې څومره دروغ مو پر خپل مړ مشر ملا صاحب ملا محمد عمر له قبر نه وويل؟ د اسلام او د مذهب په نوم او د الله تعالی د رضا لپاره جنګېږئ، خو بيا دومره ديوسان وختئ چې کله ناکله خو د مېرمنو په جامو کې ونيول شوئ او د خپلو ميندو او مېرمنو په لباس کې ونيول شوئ، ولې هغه وخت مو الله تعالی په ياد نه ووي که څنګه؟

عجيبه تش په نوم د اسلامي امارت (اسارت) دعوه کوئ او باټې وهئ او بيا لا د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د وخت عدالت او اسلامي نظام غواړئ، خو راشده خليفه ګانو او نه نورو صحابه وو او تابعينو او تبعې تابعينو ستاسې په شان نه په ژوند او نه يې پر مرګ پر خپلو اسلافو او مشرانو دروغ ويلي او نه يې د هغوی له قبرونو خلکو ته د دروغو الهامونه او پيغامونه استولي، نو تاسې دا د شرم پرتوګ مو هم له ځانه ايستلی دی.

اذا لم تستح فافعل ما شئت

کله چې چا کې شرم نه وي، نو بيا چې څه يې خوښه وي هغه دې کوي.

اوس خو دې دا پخپله خوله ومنله چې ټول مشران دې پاکستان دي او تاسې يو کار د هغوی له خوښې پرته نه شئ کولی. له دې وروسته خو منکر کېدای هم نه شي.

پمپيو: تېر کال هېڅ يو امريکايي پوځي وژل شوی نه دی، خو طالبانو څومره افغانان ووژل؟

سرچينې: خليلزاد دا ځل د لنډمهاله حکومت له طرحې سره راغلي؛ له ځينو سره يې کتلي، خو ويل کيږي چې ولسمشر ورسره نه ګوري

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

پروېز مشرف، د اور پر ليکه :

پروېز مشرف زموږ د مجاهدينو [بوجۍ دينو] په تړاو داسې وايی :

موږ [پاکستان]، امريکا او سودي عربستان د شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدينو په رامينځته کولو کې مرسته وکړه. په مدرسو کې مو په مذهبي جوش سنبال، وسلې او پيسې مو ورکړې، تجهيز مو کړل او د شوروي اتحاد پر ضد مو د جهاد لپاره مو افغانستان ته ولېږل.

It has famously been said that “short-term gain for long-term pain” is foolhardy, but this is exactly what happened to the allies in the jihad against the Soviet Union occupation of Afghanistan, not least the United States, Pakistan, and Saudi Arabia. We helped create the mujahideen, fired them with religious zeal in seminaries, armed them, paid them, fed them, and sent them to a jihad against the Soviet Union in Afghanistan. We did not stop to think how we would divert them to productive life after the jihad was won. This mistake cost Afghanistan and Pakistan more dearly than any other country. Neither did the United States realise what a rich, educated person like Osama bin Laden might later do with the organisation that we all had enabled him to establish. Worse, the United States didn’t even consider the rebuilding and development of Afghanistan after the Soviets departed.

او د طالبانو په تړاو بيا داسې وايی :

طالبان کومه نوې پدېده نه وه، بلکې د شوروي اتحاد د وخت هماغه د مدرسو شاګردان ول چې مخکې ورته په مدرسو کې د هماغه يو شان ته ښوونکيو له لورې تدرېسېدل، خو دا وار (پلا/ځل) يې ليبل بدل وو. يا په بله مانا هلته ”مجاهد/مجاهدين“ او اوس ”طالب/طالبان“ دی/دي.

The Taliban were not a new, post-Soviet phenomenon. They were taught by the same teachers in the same seminaries that had produced the mujahideen. But now the label had changed. When we sided with the Taliban, it was for good reasons: first, that they would bring peace to Afghanistan by bringing the warlords to heel; second, that the success of the Taliban would spell the defeat of the anti-Pakistan Northern Alliance. There was nothing wrong with our intentions, except that we did not realise that once the Taliban had used us to get to power, we would lose influence with them.

مشرف ورپسې زياتوي :

We invited Mullah Omar to Pakistan a number of times after he gained power, but he always refused, citing wartime conditions in his country. We also offered to send him for umra, the small pilgrimage to Mecca, but he parried this offer too. He always met delegations from our intelligence agency but never allowed any of his field commanders to interact with us; he said they were continuously involved in operations. Thus, our relations with the Taliban were never smooth; in fact, they were quite uncomfortable.

مشرف ورپسې زياتوي :

((موږ د واک د ترلاسه کولو وروسته ملا عمر ته څو ځله پاکستان ته بلنه ورکړه ، خو هغه تل د خپل هېواد د جنګي شرايطو له امله انکار کولو. موږ هغه ته د عمرې لپاره مکې ته د استولو (لېږلو) وړانديز هم وکړ ، مګر هغه دا وړانديز هم ونه مانه)).

ملا صاحب به تل زموږ د استخباراتو له استازو (هيئتونو) سره کتل، خو خپل قوماندانان يې ځانته نه پرېښوول چې له هغه سره وګوري. د متقي لپاره به دا ښه لاسوند وي چې ويلي دي : ((په موږ دې څوک دا ثابته کړي چې موږ له استخباراتو سره اړيکي لرو)). له دې جوتيږي چې مشر ملا صاحب د استخباراتو په ولکه کې وو او چا ته يې د ليدو لپاره نه پرېښووه.

پوښتنه :

ايا د طالبانو او په تېر کې زموږ د مجاهدينو حج وعمرې استونه د افغانوژنې، د افغانستان بربادونې، سوځونې، کمزوري کولو او شاته پاتې کونې، بېثباته کونې او په ډېر کم د تل لپاره دوامداره جنګ ساتلو په تېره بيا د جوماتونو، ښوونځيو، کلينيکونو، روغتونونو او لوړو زده کړو مرکزونو او پوهنتونونو، سړکونو، برېښنا بندونو او برېښنا کوټونو او ټول د خيرښېګڼې ځايونو د ورانولو او سوځولو او مخنيوۍ لپاره جبيره کېدای شي؟ په تېر جهادي دور کې چې زموږ زياتره مجاهدين سعودي ته د حج وعمرې په پلمه هلته استول شوي، د دې تورکوني مشرف په څرګندونو چې مشر ملا صاحب ملا محمد عمر ته يې وړانديز کړی وو د پوښتنې او شرعي بحث وړ دي. داسې څرګندونې بايد په نړيواله کچه له اسلامي بنسټونو سره راپورته او مطرح شي چې پاکستان او ملاتړيو يې له اسلامي ارزښتونو د خپلو ناوړو موخو لپاره څنګه ګټه پورته کړې ده او بلهاريان يې لا تراوسه افغان او ټول افغانستان يې لا درنه بيه ورکوي، اخر دا ولې؟

Benazir Bhutto’s interior minister, major General Naseerullah Babur (retired), naively started calling the Taliban “my children”. It was only later, when “his children” became disobedient, that Benazir’s government disowned them. The truth is the Taliban did not ask for or receive any help from Pakistan in their earliest stages.

نصيرالله بابر به طالبان خپل بچيان بلل.

On September 19, 1998, our director general of Inter Services Intelligence and Prince Turki Al Faisal, who was then the head of Saudi intelligence and is now his country’s ambassador to Washington, met with Mullah Omar in Kandahar. This meeting came in the wake of al Qaeda’s bombing of the U.S. embassies in Kenya and Tanzania.

دا چې باجوه له خليلزاد غوښتي وو چې هند وهڅوي چې طالبان په رسميت وپېژني، نو ځکه خليلزاد د هند له سفر وروسته رسنيو ته ويلي وو : ((هند دې خپلې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شريکې کړي))، نو دا د هماغه زړې تګلارې ښکارندويي کوي چې مشرف يې مخکې هڅه کړې وه.

تاسې ګورئ چې دا تور کونی مشرف څومره هوښيار وچالاک دی چې له يو لورې ځان سپين باز ښيي او له بل لورې بيا نړيوال پړه بولي چې د دوی حکومت يې په رسميت ونه پېژنده. ان تر دې چې له ښاغلي کلينټن، پاچا عبدالله بن عبدالعزيز او شيخ زايد بن النهيان څخه يې غوښتي وو چې طالبان په رسميت وپېژني، خو پاچا عبدالله تر ټولو زياته پرې نيوکه کوله او ملا محمدعمر يې دروغژن بللو او مشرف ته يې په زغرده ويلي وو : ((له دروغژن سره نه يوځای کېږم)) او ويلي وو : ((دروغژن مې نه خوښيږي)).

Virtually the entire world had made the mistake of not recognising the Taliban regime and establishing embassies in Kabul. I had propounded a different approach, asking several important world leaders to recognise the Taliban so that we could put collective pressure on them to change. If seventy or eighty countries had established embassies in Kabul, we might have been able to exert some influence on them. I said so to President Bill Clinton, and to then Crown Prince (now King) Abdullah bin Abdul Aziz al Saud of Saudi Arabia, and to Sheikh Zayed bin Sultan Al Nahyan of the UAE. Crown Prince Abdullah was most critical of Mullah Omar and called a liar. “I can never join a liar,” he said to me. “I hate liars.

تاسې وګورئ چې دا  دروغژن ومکار څومره زرنګ وچالاک دی؟

کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :

يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟

پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.

هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي. له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.

مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.

هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.

مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.

مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.

مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.

هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.

مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.

پروېز مشرف :

On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brough me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper:

  1. Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments though Pakistan, and end all logical support for Bin Laden.
  2. Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.
  3. Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personal to conduct all necessary operations against the preparators of terrorism and those that harbour them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.
  4. Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.
  5. Continue to publicly condemn the terrorist acts September 11 and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies, and curb all domestic expressions or support [for terrorism] against the United States, its friends, or its allies.
  6. Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military, offensive capacity or to abet a terrorist threat.
  7. Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbour him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

زه د ملا محمد عمر چرګوړو ته حيران يم چې د دوی په مينځ کې دا بېګانه جاسوس کرنيل امام دا خبره کوي چې ((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې توی شي)).

يا :

پروېز مشرف وايی :

((موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي. افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه.))

پاملرنه :

خليلزاد خو خپله چندان اسلامي سټه نه ده او ټرمپ خپله مسلمان نه دی او پاکستان خپله د پليتيو او ناولتوبونو ځاله ده، نو داسې اسلامي امارت چې مخکې يې هم په بنسټ اېښوونه کې پوښتنې دي څنګه مشروعيت ولري چې لا کوچي نعيم يې ويلي :

موږ نوی اسلامي نظام غواړو.

کوچی بايد خپلې تېرې مخينې ته هم وګوري چې :

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

Did the US support the Taliban?

Ahmed Rashid states that the US indirectly supported the Taliban through its ally in Pakistan between 1994 and 1996 because Washington viewed the Taliban as anti-Iranian, anti-Shia and pro-Western.

حامدالحق دې يوځل د پلار او د مولانا فضل الرحمن تېرې مخينې ته هم پاملرنه وکړي چې هلته څه تېر شوي دي. د هغه دوو لوړپوړو برتانوي چارواکيو صبغه خو هم روښانه نه ده.

طالب وطالبانو ته اړينه ده چې نور ځانونه له دې استخباراتي لوبې راخلاص او د ولس غېږې ته راشي. د ولسمشر غني له شتونه دې ګټه پورته کړي چې له دې ذلته خلاص او د شرافت وانسانيت ژوند څښتنان شي او نور تېرې د پنجاب له هغه واکمنې کړې د ناولو موخو له ترسره کولو او لوبولو خلاص شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

امريکايان بچ شول، بې پوښتنې افغانان دې مري | خبریال (khabarial.com)

وروره ! خو له دې ماته سه / مولوي عبدالرحمان غوري | خبریال (khabarial.com)

د پاکستان د پوځ ترهګري چې خټک ته مالومه ده – DawatMedia24

Rohi.AF :: سرچينې: خليلزاد دا ځل د لنډمهاله حکومت له طرحې سره راغلي؛ له ځينو سر یې کتلي خو ويل کيږي چې ولسمشر ورسره نه ګوري

‘Explosive device found’, four dead and 52 arrested as Trump supporters clash with police (msn.com)

Priti Patel: Trump’s remarks ‘led to violence’ in US Capitol (msn.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply