د حال سوچونه

سید عبیدالله نادر

0 895

څرنګه چې د سوچ او تخیل د زغلولو اراده، د انسان په واک کې نه ده، نو کله کله انسان د سوچونو سمندر کې لاهو کیږي. د سوچ او فکر لمنه د انسان دپاره پراخه ده ،هر چاته دا اجازت شته چې په آزادانه توګه طناب د فکر و غزوی او سوچ وکړي . نو زه هم د ماحول د نا خوالو په سوچونو کې ډوب د کنړ د اسعد آباد په بازار کې، د کنړ د سیند د پله څخه د تیریدو په حال کې وم ،چې ناڅاپه مي په خپلو خپو کې د بی دَ مۍ او بی حرکتۍ احساس وکړ، ڼو وار د واره په دي سوچ کې شوم که دا خپی می کار ونه کړي، یا خدای مه که ګوډ شم، څوک به مې ساتي، له یوه خوا بچیان می واړه دي ، او د بلي خوا په درس او تعلیم بخت دي.

د درس او تعلیم څخه خو یی هیڅکله بی برخې نه ساتم ،څکه زمونږ ډیری ستونزی د بی تعلیمۍ او نادانۍ څخه دي ، او دا هغه حقیقت دی ، چې ټول دردمن او د هوش خاوندان پری متفق دي، نو په همدې سوچ کې وم، چې د پله ښي لاسته می په یو ګوډ سترګي ولګیدی، چې د پله په کټاره یی ډډه لګولي وه ،او په اصطلاح خیرات یی غوښت ، نو زما سترګي په داسي حال کې په ګوډ ولګیدلي، چې په ژوره اندیښنه کې د خپل ځان په حال وم ،تر ګوډ تیر شوم څو قدمه وړاندی ولاړم.

د ضمیر غږ می د عبرت غوږونوته راورسیده ، چې که ته ګوډ شې او دخپو څخه معذوره شې نو ته به د همدې ګوډ په شان د کوم پله تر غاړي ناست وي ، او نور خلک به له تانه په داسي تغافل تیریږي ، لکه ته چې تر دي ګوډ تیر شوی نو بیرته راوګرځیدم ، او ګوډ ته مې څه پیسي په لاس کې ورکړي ، د دي نظارې حکمت ته په ژور سوچ کې شوم ،په رښتیا چې په ژوندانه کې ډیری صحني لکه د سینما پردي ،د انسان د سترګو وړاندي تیریږي ،چې د عبرت او لټون پرانیستلی سترګي ، د معنی د اخیستو د پاره غواړي.

د عبرت نښي ، به ډیری ورښکاره شي

چا چې سترګي وي ، پرانیستی ، د لټون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply